
په تورخم د پاکستاني ملېشو له برید وروسته د هېواد په زیاتره سیمو کې خلک د پاکستان پر ضد راپورته شول. شعارونه یې ورکړل، توپکونه یې پورته کړل، د پاکستان بیرغ ته یې اور پورې کړ او ان په ځینو سیمو کې خو یې پر ضد تر ۵۰۰۰ مسلحو کسانو اخطار ورکړ، که دا ځل پاکستان لږ تحرک وکړي، ور و به ښيي چې جګړه څه ته وایي؟
دا ټول احساسات د قدر وړ دي، باید همداسې شوی هم وای، نه باید ورته په کمه سترګه وکتل شي او نه باید له یاده وویستل شي، خو یوه پوښتنه را ولاړېږي او هغه دا چې که پاکستان دښمن وي، هغه څوک چې د پاکستان په اشاره هره ورځ بېګناه خلک شهیدانوي، کورونه نړوي، ښوونځي سوځوي، پل، پلچک او سړک ورانوي او له روغتیایي مرکزونو د پوځي اډو په توګه ګټه پورته کوي، هغه څه دی؟ ایا اړتیا نه شته چې له پاکستان وړاندې د یو بل چا پر ضد توپک پورته او لومړنی دښمن وګڼل شي؟
که ځواب دا وي چې اړتیا ده، ولې موږ د طالب د وحشت پر وړاندې چوپه خوله یوو؟ ایا همدا طالب نه دی چې زموږ سپینږیرو ته یې په شمله کې بم کېښود؟ همدا طالب نه دی چې کوچني ماشوم ته یې واسکټ واغوست؟ همدا طالب نه دی چې ملا امام یې په منبر، معلم یې د تورې تختې تر مخه او زدهکوونکی یې په ټولګې کې شهید کړ؟ همدا طالب نه دی چې د خلکو مالونه یې چور کړل، که نه؛ طالب څه دی؟
که پاکستان پر تورخم برید کوي او په کندوز کې یې پر وړاندې خلک غږ پورته کوي، همدا خلک د کندوز د سقوط پر مهال چېرې وو چې د طالب پر ضد یې توپک پورته کړی وای؟ ایا د طالب تېری د دې خاورې پر ناموس برید نه دی که څنګه؟
که په ختیز کې ۴۰۰۰ کسان د پاکستان پر ضد مسلح کېږي، نن سبا چې اچین، بټيکوټ، کوټ، چپرهار، مومند دره او خوګیاڼې د طالبانو او داعش د انډوخر مرکزونه دي، ولې یې پر وړاندې خوله نه پرانېزي، ایا همدې طالب هلته هر څه تر پښو لاندې کړي نه دي؟
که په پکتیکا، کندهار، پکتیا، خوست او هلمند کې د پاکستان بیرغ ته اور اچول کېږي، په دې هر ولایت کې د طالب سپن اماراتي بیرغ څنګه ولاړ پاتې دی؟ که په تورخم د شهیدانو د وینو په ننګه غږ پورته کوو، په دې ولایتونو کې د طالب د وحشت د لاسه هره ورځ د سرتیرو بهېدونکې وینه سور رنګ نه لري که څنګه؟
هرات، بدخشان او مزار کې هم د پاکستان پر ضد د جګړې غږ پورته شو، خو په همدې ولایتونو کې د طالب په وسیله له موټرو بېګناه خلک ښکته نه شول او سینې یې په مرمیو سورۍ سورۍ نه شوې، ایا هغه جنایت او تېری نه و؟
پس د پاکستان پر وړاندې جګړه سمه ټاکنه ده، لکه لمونځ فرضیت لري، د خپلې خاورې د دفاع لهپاره دا جهاد باید وړاندې اعلان شوی وای، خو ښه ده چې لومړی د پاکستان رالېږل شوی استازی طالب چې هره ورځ مو په کور دننه وینه څښې، له پوزې را ځوړند شي، پښې یې لنډې شي، د پاکستان ایمان هسې هم موږ ته ښه مالوم دی.