
دا چې مونږهمیش مظلوم واقع شوی یو، زمونږ خپل حق نوروته ورکول کیږي، داچې زمونږ کلی اوکورنه ورانیږی ، اوزمونږ ماشومان به تعلیمه رالویيږي ، اوداسې نور......
دازموږخپله ملامتي اوګناه ده ځکه چې :
۱- مخکې له دې چې یو څوک په سم ډول وپيژنو سمدلاسه ېې خپل رهبر په ډول منو . چې دهغې دمنفې کړنو وروسته بیاافسوس کوو.
۲- یووالي او اتحاد نه لرو ،
که چیرې مونږ هم لکه دنور ورونو قومونو په څير یووالي او ورور ولي درلودای ، نو مونږ به هم لکه دهغو په څير خپل حق له حکومته په زور اخیستی.
۳- تعلیم نه لرو ،
که چیرې مونږ خپل اولادونه د سمدلاسه پيسو دلاسته راوړلو لپآره بهر ته ونه لیږو ، او په خپلو اولادونو تعلیم وکړو ، اویامو په تیرو څو لسیزو کې تعلیم پرې کړی وای ، نو نن به مونږ هم په دولتی اداروکې خپل خلک درلودای، او دومره به هره اداره کې نه زوریدلو.
۳- چې کله قدرت ته ورسیږو محافظه کار او ډارن شو
مخکې له قدرته اوهرپښتون ځان دپښتنو اوپښتو ژبې غمخوار اوریښتینی مبارز بولو او هرچیرته دپښتون دپرمختګ لپآره چغې وهو ، خو چې کله بیا قدرت ته ورسیږو ، بیا نه چرګه وي اونه پرګه ، ددې لپاره چې څوک راته متعصب ونه واېې .له هرچا زیات پښتون ته قانون اومقررات وړاندې کوو،
۳-دخپلوخلکو لپاره کارنه کوو:
په مونږ بله لویه ستونزه دا ده چې کله قدرت ته رسیږو، په خپلو خپلوانو بدنیتي کوو، اووایو چې باید دخپل خلکوڅخه تنها زه وواوسم اوخلک باید تنها زما احترام وکړي ، اوکوښښ چې دخپلوخلکو پرځای نور خلک ځای پرځآی کړو.