
هم یې له نظامه خوره او هم پرې وربلوڅه؛ هغه فورمول دی چې یوه ځانګړې ډله یې له پنځلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې عملي کوي. واک هم د دوی په لاس کې وي، خو د محرومیت چیغې هم له دوی خېژي. نظام هم د دوی دی او پر نظام انتقادونه هم د دوی دي او بالاخره سنګر هم د دوی دی او په سنګر کې یې په مقابل کې ناست مخ پټی هم د دوی دی.
د بغلان وروستۍ حادثه؛ چې ریښه یې د نظام یوه لوړپوړي ولایتي پوځي ته رسېږي، ګڼې پوښتنې راپورته کوي. وسله وال د ښار تر زړونو څوک رسوي؟ بریدګر څنګه توانېږي د ښار په منځ کې په یوه مصئونه ساحه کې هدف ته ورسېږي؟ د لویو ښارونو په زړونو کې سیاسي هدفي وژنې څه ډول ترسره کېږي؟ او بلا نورې پوښتنې چې نور تر ګردونو لاندې پټې نه شي پاتې کېدای.
د میدان وردګو د امنیه قوماندان خلیل اندرابي په موټر کې د بغلان لپاره د طالبانو د پوځي او استخباراتي مسئول انتقالول اوس د دغه بحث کړکۍ پرانيزي چې څه ډول له طالب سره د نظام له منځه مرسته کېږي او څوک دغه زمینه سازي کوي او بالاخره دا ټول د څه لپاره کېږي؟
د ښارونو په منځ کې د امنیت او کورنیو چارو وزارت په نصب شوو مخفي کامرو کې تر هرې پېښې وروسته ټول جزئیات ثبتېږي، خو تر ننه یوې کامرې هم هغه حقیقتونه برملا نه کړل چې د ښار زړه ته ځانمرګی څه ډول راغی او چا راوست؟
هغه تور رنګه زغره وال موټر ولې تشخیص نه شو چې په دهمزنګ کې یې د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ مخې ته تر لسو زیات سرحدي پولیس شهیدان کړل او له هوایي ډګرونو تر لوکسو کورونو په تعقیبي موټرو کې څوک او څه شی وړل کېږي؟
د ښار او کلي تر منځ په خاورینو لارو د وسله والو او پنځمې ستنې د تګ راتګ او د اړیکو پلونه نړېدلي نه دي، خو د ثبوت په توګه ولې د کارېدو نه دي؟ د کلي دغه تور لاسونه هره ورځ د ښار ستونی قبضه کوي او له ښاره دغه تور لاسونه ولې په کلیو کې له یوه مشخص قشر قرباني اخلي؟ دا شان سوالونه ډېر دي، خو د ګېډې په غم کې ورک ولس به یې ځواب له چا وغواړي؟ د کروندو سپین ږیری دهقان او د خوارو مزدورو ببر ستړی ځوان ولې د پیشو او موږک د دې لوبې قرباني دی؟ یوه د کلي په ویالیو کې د خپلې دوستۍ اوبه روانې کړې، خو بل پر خپل ناموس د ننګ په جرم په ښار کې هم ارام ژوند نه لري.
یو یې د همژبې په تور پنځلس کاله بې پایانه قرباني ورکوي، خو بل یې ورسره له یوه اخوره خوري او دغه موازينه بیا د عدل او انصاف موازېنه هم ده. عجیب منطق او عجیب خلک!! اوس وخت دی چې نور دغه معما افشا شي!!!
د ولایتونو تر نیمې زیاتې ستونزې او نا امنۍ د همدغو معماوو له وجې دي، د تورو صندقونو معما، د کابل د لوکسو کورونو معما او د سیاست په نوم د سفارتونو معما؛ ځکه خو حکومت، حکومت نه ویني.
په افغانستان کې چې هغسې ټول قوانین سرچپه عملي کېږي، سرچپه سیاست یې هم بریالی دی، خو د یوې مشخصې ډلې او مشخصو کړیو لپاره، نه د افغانستان لپاره.
دا فورموله اوس ثابتېږي چې چا هم د چا د مخالفت نغاره ډېره وهلې، د هماغه د دسترخوان سړی ختلی او چې چا ځانونه د چا د مخالفت اصلي مُهره یاده کړې، سیاسي ژوند یې له هماغې مُهرې سره تړلی راختلی.
پاکستان د افغانستان ازلي دښمن دی، خو له دغه دښمن هېواد سره د دښمنۍ په نوم د مشخصو ډلو د دوستۍ داستان څه وایي؟ په پنځلسو کلونو کې دغه دوستي او دښمني یوه ادرس ته منسوبه شوې، خو د امتیازاتو پر سر لوبه ورسره تر وښو لاندې داسې مکار ادرس مخې ته وړي چې د پاخه سیاست منطق هم په ګونډو کوي.
ډېرې نورې بېلګې یې هم شته چې ښایي تر ننه ترې پرده نه وي پورته شوې. هر کال یوې مشخصې سیاسيـ مافیایي ډلې ته د ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونو ورکول، د خوندیتوب د تضمین په بدل کې د ښار له منځه د ښار یوې څنډې ته د سفارت انتقال او د دې ډلې له مُهرو سره پټې اړیکې هغه څه دي چې د قومیت، سیاست او تبلیغاتو تر رنګ لاندې دي او لا تر اوسه ورته هېڅوک متوجه نه دي.
بالاخره د ښار او کلي د جګړې دغه تازه داستان ثابتوي چې دوست له دښمن سره باید تفکیک شي او د دوستۍ په جامه کې څومره دښمنان د نظام له منځه پر نظام و دانګي؟
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه