یو سپین ږیری پلار د خپل باسواده زوی ترڅنګ د خپل کور په سرای کې تر یوې ونې لاندې ناست و، پلار له زوی پوښتنه وکړه:
زوی یې ځواب ورکړ:
پلار یې څو دقیقې وروسته بیا پوښتنه کړه:
زوی یې ځواب ورکړ:
- پلار همدا اوس مې درته ویل چې دا کڼاخ دی.
پلار یې څو شیبې وروسته د درېیم ځل لپاره بیا پوښتنه وکړه:
د زوي یې له قهر سترګې سرې شوې په زوره یې وویل:
پلار یې د زوی له دې ځواب سره جګ شو او د خپل اطاق پر لور روان شو. په اطاق کې یې د المارۍ دخل ته لاس کړ د خپلو خاطراتو کتابچه یې راواخیسته او بیرته خپل زوی ته ورغی. کتابچه یې خلاصه کړه، زوی ته یې وویل واخله زویه د کتابچې دا مخ ولوله زوی یې له پلار کتابچه واخیسته او د هغه مخ په لوستلو یې پیل وکړه کوم یې چې پلار ورته په ګوته کړی و. په کتابچه کې داسې لیکل شوي و:
( نن مې ۳ کلن زوی په سرای کې ترڅنګ ناست دی کله چې کڼاخ د ونې په ښاخ ۳۲ ځلې کناست نو ۳۲ ځلې یې رانه د نامه پوښتنه وکړه ما هم ۳۲ ځلې په ډېره حوصله، مینه او محبت ځواب ورکړ چې دا مرغه کڼاخ نومیږي).