پښتانه به يې ګټي اوکرزي به يې څټي

ليکوال : خوږياڼى
 
که څه هم دقانون مطابق هغه کانديد چې په درغلۍ تورن شي،بايدد ټولټاکنو کميسون يې له ټاکنوبهر کړي ،خوبيا هم کرزي صيب اوعبدالله صيب باندي له ثبتونوسره،سره کميسون هيوادوالوته په درغليو تورن وروپيژندل اوبريالۍ کرزي صيب يې له څلورپنځوس فيصده رايوڅخه د دوهم پړاو درجې ته راښکته کړ،که سترګې پټې نه کړو اودټاکنودکميسون ترشا دچا زور نه وي اوټاکنې يې دوهم پړاوته پرې راوستي نه وي،نوبيا دخپل اصولو مطابق حامدکرزي اوداکترعبدالله عبدالله دواړه له دوهم پړاو انتخاباتوڅخه  لري کړي وي اوپرځاى يې نوردوه مخکښ کانديدان انتخاب شي اودهغوى ترمنځ ټاکنې ترسره شي، په هرصورت دچاخبره دا دزموږ (افغانانو) کارنه دى ،داچې دچا کاردي ټول پرې ښه پوهيږو .
که څه ناکام کانديدانو په هرتلويزيون اوراډيوکې کردي ميزونه ګرم کړي وه اوپه انتخاباتوکې د درغلۍ موضوع يې ښه ګرمه کړي وه اوتاوده بحثونه به پرې روان وه،له دې به الله خبروي چې کرزي صيب به يواځي په انتخاباتوکې درغلي کړي وي اوکه نورکانديدانوهم خوپه هرصورت کله موفکرهم نه ؤکړى چې کامياب کرزى صيب دى دوهم پړاو انتخاباتو ته غاړه کيږدى،ماښام نږدې ؤ،چې دملي تلويزيون په سکرين مې ولسمشرحامدکرزي وليده چې ترخوا يې زموږ ...    ولاړ وه، ددوى په ليدو مې فکروکړچې حتماً څه نوى فرمان صادريږي ټوله توجومې دتلويزيون په لورې راوګرځوله .
ولسمشرصيب لومړى له خلکومننه وکړه چې په انتخاباتوکې ګډون وکړاوبيايې نوموړې ته رايه ورکړي اوبيايې هم ټينګارکاوه چې ټولټاکنې شفافي وي .
که شفافيت ټکې ته نظروکړو،چې ټاکنې شفافي وي نوبيا دانتخاباتوکميسون ولې ددوهم پړاو دتاکنوپريکړه وکړه او ښاغلي ولې ورته غاړه کيښوده ؟
څه موده وروسته داخبره کرزي صيب هم ښکاره کړه چې ترشايې دبل چازور وه چې دغه پريکړه يې وکړه اوس چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې يوشميرخلک په هيواد کې دپښتو اودري موضوع رامنځ ته کوي . دميرويس ياسيني څخه مې اوريدلې وه ، چې نوموړې ته په پنجشيرکې ددې په خاطرچې دى پښتون دى اوهلته دري ژبى عبدالله صيب ولاړدى يودکمپاين تصويريې ورته نه پريښوده اوهمدارنګه دکمپاين له پاره يې يودفترهم نه ورکاوه. په هرصورت
که څه هم حامدکرزي صيب چې دځان ترشاوخوايې هغه کسان چې دنړيوالوترنيوکو اوانتقادونو لاندې هم راغى اودشمالي ټلوالې ډلې پورې اړوند دى .
خوبيا هم په پښتونوسيموکې دا خبره خپره شوي چې دوهم ځل ټولټاکوته دکرزي غاړه ايښودلو دبهرنيانوکاردى اوهمدا بهرنيان دى چې دهيواد دننه اوبهر په پښتنو سيموکې پښتانه وژني معلوميږي ښکارې داسې چې نړيوالو دپښتنو لمنځه وړلوته ملاتړلي وي ، خوله امکانه لري خبره ده ځکه چې په هيواد کې په زياته اندازه پښتانه اوسيږي که څه هم کرزى صيب خپلې مورنۍ ژبې ته دومره خاص خدمت نه دى کړى خوبياهم پښتوبه يې ګټي او ښاغلى کرزي صيب به يې څټې
له هغې وروسته بيا دهغه خوښه ده چې پښتنولپاره يوځل بيا بهرنيان امده کوي چې ويې وژني اوکه دګونتنامو اوباګرام زندانونه پرې ډکوي ځکه چې دنړيوالو په اند پښتانه ټول القاعده دي اوفکرکوم چې دکرزي صيب نوم هم پکې راغلى دى