زه افغان یم

 
دی حالاتو نه چې ستړی زه افغان یم
تل خو مینی پسی تللی زه افغان یم
 
مشرانو نه چې پاتي شوه جانانه
بس میدان ته راوتلی زه افغان یم
 
د غیرت هسکه شمله مې په جهان ده
نومیالی یمه ښاغلی زه افغان یم
 
 
خلیل الله توحیدیار ساپی