
درنو هېواد والو څرګنده خبره ده چې د تاريخ په اوږدو کې افغان ولس تربل هېواد او قوم نه ډېرزیات د راز رازستونزو، وژنو او بې عزتې سره لاس او ګریوان دی او تربل هرچا دوي زیات د اور د لمبو او چاودنو ښکارشول.هغه په دې معنې چې په دغه وران او ویجاړ هېواد کې په واک او قدرت کې داسې بې کاره او نه افغانان مطرح دې چې هیڅ کله واک ته د رسیدلو په سرجوړ جاړي ته نه دي رسیدلي او که دا حال وي نه به هم ورسیږي.
خو زه افسوس په داسې بدو حالاتو کوم چې د هېواد په هرګوټ کې مظلوم هېوادوال د وژنو او چاودنو ښکار کېږي کورونه یې په بمونو ورانیږی او په شهادت رسیږی ترکومه به دغه بحران موجود وي په دغه هېواد کې که جګړه وه، ورووژنه، او یا د قدرت لاس ته راول وه خو همدومره بس ده چې په دغه وران او ویجاړ هېواد کې مو ترسره کړو.
د دومره ستونزو او نا امنیو سره سره بیا هم درنوهېواد والو وکولای شول چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي او خپله رایه ورکړي هغه په دې طمه چې په هېواد کې به یوه سالمه او د کار اداره جوړه شي خو متاسفانه چې افغاني مشرانو قناعت ونکړو او نه یې د پنځه ویشت میلیونو افغانانو رایو ته کوم ارزښت ورکړوپه ټولټاکنوکې او ټولټاکنې دوهم پړاو ته لاړې او ویل یې چې په ټولټاکنو کې درغلي شوې ده خو دومره دا د واک خاوندان فکر نه کوي چې د ټولټاکنو دفترونه او نورې کومې اړونده ادارې چې موجودې وې د ټولټاکنو په اړه دا خو هم زموږ په لاس جوړې شوې وې نه د ملت په خوښه نو بیا څنګه درغلي په
کې وشوه .
خو په هرصورت سره اوس چې د دوهم ځل لپاره دغه ټولټاکنې ترسره کېږي د دې ضمانت به اوس کوم کاندید وکړي چې افغان ولس ته به په ټولټاکنو کې د امنیت په اړه کومه ستونزه نه ورپېښیږي.
زما په شخصي نظر له ټولټاکنو نه مخکې لومړی ضروري خبره داده چې افغاني مشران په خپلو منځو کې سره جوړ شي د هغه نه وروسته خلکو ته په حکومت کې د کار زمینه مساعده کړي او همدارنګه د دې ترڅنګ امنیت ته پوره پوره توجو وکړي نو بیا د ټولټاکنو خبره ضروري ده چې د ولس څوک په کارده او کوم کاندید د ځان لپاره غوره ګڼې.
که داسې ونکړې زه فکر نه کوم چې دا ټولټاکنې کومه نتیجه ورکړي ځکه همدا چاودنې او وژنې به روانې وي په ځای د دې چې کمې شي نور به هم زور واخلي.