دا د ميـــنـې کاروبار دی،دې کښـــې کــچ شـــته نه تـــلل شـــته
راکـــړه ،ورکــړه کښــــې د زړونــو، نه ګټل شـته نه بائلل شـته
دا کـــوڅـــــــه د فقـــيرانـــو ،بـــې خــــطره تـــرې تـــېرېـــــږه
دلته ټګ او ټګمار نشــته ،نه ګنډ کـــپ شـــته او نه غـــل شـــته
دا کاروان بـــه مـــو يارانـــو ،څنــــګه رســـي و مــــنزل تـــــه
ده تيارۀ د سپيـــنې ورځـــې، نه ډېـــوه شــــته نه مـــشـعل شـــته
يــــوه عجـــبــــه شـــان دنـــيا ده،عجـــيـــبه ئـــې رواجــــونــــه
اورېدل شته هم ليدل شــــته خـــو کــــتل شـــته نه وېـــئل شتـــه
پــــه بازار ددې دنيـــا کښــــې ګـــوره هر څـــه يـــوه ســـودا ده
دا بازار دی، دې بازار کښـې نه پردي شته څوک ، نه خپل شته
د وحشــــت د لـــوئ ځـــنګل نه يـــوازې روغ رمــټ را تېر يم
ګېر په مــېنځ کښې دا د چا شو م ،نه مې يار شته نه مې مل شته
ما وېل ځـــمه خـــپل وطـــن ته ، دا په کومـــه دښـــته سر شـوم
دا زمـــا وطـــن خـــو نـــه دی!نه کابـــل شـــته نــه زابــل شــته
پېښور ٣١/١٠/٢٠٠٩
وروستي