روژه ماتی

 
زمونږه بی وسی وه په اوبو مې روژه ماته کړه
ژړلی ماشومانو په سلګو مې روژه ماته کړه
 
پرون خو مهربانو ګاونډیانو مونږ ته راوړلو
شکر پري اوباسم په سبو مې روژه ماته کړه
 
مور یي وه مړه شوي خو وررو مې هم زخمی و
جنګ بیرحمانه و په زخمونو مې روژه ماته کړه
 
خښ مې تنکي ورور کړلو سر ته یې ولاړ وم
پري اړوم خاورې په ګردو مې روژه ماته کړه
 
د واړه ظالمانو په ظلمو مې روژه ماته کړه
هر خوا قراری ده خو پښتون په وینو سور پروت دی
 
خیر دی و صافی په پښتو مې روژه ماته کړه
چې حق ویلی نشي ای ضیا ته یي نور مه لیکه
 
شاعر: احمد ضیا صافی