
ډالۍ !
هغوته چې دتن په وینو یې دخوږ وطن سرحدونه معلوم کړي .
دغاټـولو په غوټیــــــو کـــــــــــــــې وېــــــــــــــده ده
زنــــــــــــدګي مې دشهــــــــیدخوږه وږمـــــــــــــه ده
په تورخـــــــــــم دې سلـــــګۍ وواښتې اټک ته
مورې مــــــینه دې سپیڅلـــــــــــــــې کلـــــــــــــمه ده
چې دتن ویـنـــــــــــــــې دې ورکــــــــړې ننګرهاره
داسياپه بام زرغونـــــــه ستاګـــــــــــــوشتــــــــه ده
دغه کرښه به کړي ړنګه هـــــــــــــــغه وینـــــــــــــــــه
څاڅکې څاڅکې چې ډېورند باندې پــرته ده
دعاګانې دروژې مې ورپســــــــــــــــــــــــــــې دي
د بچي مــــــې غــــــــــیرتمــــــــــنه ساه یــــــــــوه ده
حکیمي خو بس سجدې تــــــــــــه کوزه کـــــــړې
دغه غـــــــــــــــاړه ربــــــــه ! بل ته ټیــــــــــــټه نــه ده