
ليکوال: زلمی خليل زاد
ژباړن : زکريا پوپل
په بهرني سياست کې کله کله کلييزي لحظې او طلايي فرصتونه رامنځته کېږي؛ دغه کار هغه وخت شونی دی چې روانې پېښې محدوده کړکۍ رامنځته کوي چې د هغې له لارې کولای شو مهمې لاسته راوړنې ولرو. کله کله دا فرصتونه بېخي ښکاره او څرګند وي چې د هغو له جملې کولای شو د برياليو عملياتو له ترسره کېدو وروسته حالت د يوې بېلګې په توګه ياد کړو.
زياتره وختونه دغه طلايي فرصتونه ژر تېرېدونکي وي او يوازې د هغو له تېرېدو وروسته سياستوال دې خبرې ته متوجې کېږي چې فرصت له لاسه تللی دی.
له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان له نورو لوړپوړو چارواکو سره په کابل کې زما د وروستو خبرو اترو په نظر کې نيولو سره، زه پر دې باور يم چې د مې په ۲۱مه د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکې د بريد په نتيجه کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنې، داسې طلايي فرصت رامنځته کړی دی چې له هغه څخه په ګټې اخيستنې سره بالاخره کولای شو دا تضمين کړو چې پاکستان به له حقاني شبکې او افراطي طالبانو څخه د ملاتړ چارې په بندولو کې همکاري وکړي.
له دې سره هم د پاکستان په سياست کې دغه ډول ټاکونکي اغېز ته د لاسرسي په موخه بايد افغانستان او د امريکا متحد ايالتونه نور ګامونه هم واخلي، تر څو پر اسلام اباد فشار نور هم زيات کړي. که داسې ونه شي نو رامنځته شوی فرصت به له منځه ولاړ شي.
په تېر کې هم داسې فرصتونه راغلي او تللي دي، دغه ډول یو فرصت په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امريکا د متحدو ايالتونو تر بريد وروسته مساعد شوی و. له هماغه وخته چې د امريکا د متحدو ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف، په ۲۰۰۱ کال کې طالبان نسکور کړل، تر ۲۰۰۴ کال پورې (يعنې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان خلګو د رييس جمهور حامد کرزي د انتخاب لپاره رايه ورکړه) د امريکا متحدو ايالتونو ډېر ښه فرصت لاسته راوړی و.
واشنګټن، په هغه وخت کې چې کومه کړکۍ خلاصه شوې وه، له پامه وغورځوله، کله چي د دغه کار لومړنۍ نښې نښانې څرګندې شوې چي پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته پناه ورکړې ده، واشنګټن دې ته تمايل ونه ښود چي ټاکونکي ګامونه واخلي. ما د جورج ډبليو بوش په دولت کې د يوه لوړپوړي چارواکي په توګه په بې شمېره بحثونو کې دغه ډول پوښتنې راپورته کولې: ايا دا ډول پناه ځايونه په حقيقت کې شتون لري؟ ايا د پاکستان رييس جمهور (په هغه وخت کې پروېز مشرف و) رسماً هغه تاييد کړي دي؟ او ايا دا مسئله دومره اهميت لري چې له پاکستان سره همکاري په خطر کې واچول شي؟
زما نظر دا و چې پاکستان يو دوه ګونې خطرناکه او خاينانه لوبه مخې ته کړې ده او په دې اړوند بايد پوښتنه ترې وشي. خو د ځينو دغه ډول (واقعي يا فرضي) لامولونو د مخه، چې پاکستان د القاعده پر وړاندې مبارزه کې مهمه ونډه لري، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره د تدارکاتو د ترانزيټ د مسير په اړوند د پاکستان رول او د پاکستان د افراطي اسلامګرايانو پر وړاندې د دغه هېواد مبارزه (که څه هم په بې ميلۍ مخ ته تله)، د متحدو ايالتونو مشرانو له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ شواهد په نظر کې ونه نيول. په پايله کې يې داسې وشول چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو د پېښور، کراچۍ او کوېټې په شان ښارونو کې په ازاده ژوند کول پيل کړل.
له ۲۰۰۵ کال څخه طالبان او د حقاني شبکه چې په القاعده پورې تړلي وو او په پاکستان کې ځای پر ځای وو، ځانونه سره سمبال کړل او د متحدو ايالتونو او افغان ځواکونو په مقابل کې يې بلواګري او ورانووکي کارونه پيل کړل. د افغانستان د دولت کمزورې حکومتولي، قطعاً د بلواګرانو د ماتولو لپاره د ناتوانۍ مهم لامل ده. خو د طالبانو توانايي تر ټولو لومړی د پاکستان د استخباراتي او پوځي سازمانونو په ستراتيژيکو پرېکړو پورې اړه لري چې دې ډلې ته يې پنا ځايونه ورکړل او له هغو څخه يې ملاتړ وکړ.
پاکستان پر افغانستان د خپل تسلط د تضمين او د افغانستان او هند تر منځ د اړيکو د محدودولو لپاره طالبان د خپل پراکسي (نماينده)، په توګه ويني. دغه ډول، اسلام اباد باور نه لري چې په کابل کې اوسنی امريکا پلوه دولت دې د امريکا متحدو ايالتونو د پوځونو تر وتلو وروسته پر ځای پاتې شي. تېر کال پاکستاني مقاماتو خپلو افغاني سيالانو ته داسې قرارداد وړاندې کړ چې په هغه کې د راتلونکو کلونو لپاره د دوو اړخيزو اړيکو لپاره نوي شرايط په نظر کې نيول شوي وو. د دغو شرايطو ځيني برخې له پاکستان څخه د افغانستان د حکومت د تابعيت سبب کېدل. په داسې حال کې چې د اوباما حکومت د متحده ايالاتو د ځواکونو د وتلو پروګرام ته لا دوام ورکوي او داسې هیله کېږي چې د روان کال تر اخره به د دغو ځواکونو شمېر له لسو زرو څخه پنځو زرو ته راټيټ شي، خو واشنګټن د پاکستان پر وړاندي بېله لاره په مخ کې نيولې ده. د امريکا کنګرې پاکستان ته پر پوځي مرستو لا زيات محدوديتونه وضع کړي دي او د دغو محدوديتونو علت دا بولي چي پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو په چاره کې ناکام شوی دی. دغه راز کنګرې پاکستان له دې څخه هم منع کړی دی چې د امريکا د متحدو ايالتونو له مرستو څخه د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د پېرلو لپاره ګټه واخلي.
له بل پلوه داسې ښکاري چې ولسمشر اوباما د پاکستان له خوا له حقاني شبکې څخه ملاتړ او د افغانستان د سولې په بهير کې د اسلام اباد د خنډ رامنځته کولو ته له پاکستان سره د متحدو ايالتونو د اړيکو په ټاکلو کې لومړيتوب ورکړی دی.
د منصور د وژلو طريقه د پاکستان او امريکا د متحدو ايالتونو د اړيکو د بدلون ښکارندويه ده؛ له ۲۰۰۴ کال را په دېخوا متحدو ايالتونو د پاکستان په خاوره کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي، خو هغه بريد چې پر منصور یې کړی دی، له ټاکل شوي محدودې څخه تېر شوی دی او د پاکستان په جنوب لوېديځ کې د بلوچستان په ايالت کې د امريکا لومړنی بريد دی. د مخکنيو بريدونو په خلاف دا د متحده ايالاتو لښکر نه، بلکې د سيا سازمان و چې پر منصور باندې بريد يې همغږی او عملي کړ. واشنګټن د دغه بريد په کولو سره پاکستان ته دا روښانه پيغام واستاوه چې که پاکستان د طالبانو د ملاتړ په اړه خپل سياست بدل نه کړي، نو به له ځپونکو ګامونو سره مخ شي.
د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا د بې پيلوټه الوتکو د پراخو بريدونو له لارې پر پاکستان د فشار ډېرېدل د دې پيغام استولو يوه طريقه ده، خو له هغو سره بايد سياسي او اقتصادي فشارونه هم ملګري وي، په مالي برخه کې پاکستان په دوامداره توګه له افغانستان څخه د ملاتړ د شاملو هېوادونو، د نړيوال ملاتړ او د نړيوال صندوق د شاملو سازمانونو او نړیوال بانک له ملاتړ څخه برخمن دی.
پر هغه سربېره متحد ايالتونه کولای شي د دې بودجې د لږولو لپاره، د پيسو د نړيوال صندوق د ملاتړ د پروګرام د نوي کولو له لارې چي د سږ کال په دوبي کې ختمېږي، مخالفت وکړي. واشنګټن بايد پاکستان ته اخطار ورکړي چې که له تروريستانو او سختدریځو څخه خپل پوځي ملاتړ ونه دروي او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې او مصالحه اسانه نه کړي، نو د اقتصادي بنديزونو له ډېرېدو سره به مخامخ شي. يو بنسټيز ګام کېدای شي د هغو پاکستاني مقاماتو پر سفرونو محدوديتونه او اقتصادي بنديزونه ولګول شي چې له بلواګرانو سره په لاس لرلو تورن دي او د هغو حقوقي شخصيتونو (شرکتونو) او پوځي اشخاصو حسابونه هم وتړل شي چې د ترهګرو په مالي تاميناتو تورن دي.
اوس متحدو ايالتونو پاکستان له ناټو څخه د باندې د يو اصلي متحد په توګه ټاکلی دی. د پاکستان اوسنيو کړنو او سياستونو ته په کتو سره، دا ځای د پاکستان لپاره مناسب نه دی او په عوض کې يې وړ دا ده چې دا هېواد د بهرنيو چارو وزارت د هغو هېوادونو په لېست کې ثبت شي چي له ټروريزم څخه ملاتړ کوي. .
متحد ايالتونه بايد د نړيوال ملاتړ د تضمين په خاطر د پاکستان د محکومولو لپاره، داسې اطلاعات په نړيواله کچه خپاره کړي چي له طالبانو او نورو ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ او دغه راز د نشه يي توکو په قاچاق کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي.
بالاخره ولسمشر اوباما بايد د متحدو ايالتونو د جديت د ښودلو په خاطر له خپلي پرېکړي څخه پر شا شي او په افغانستان کې د متحدو ايالتونو د ځواکونو اوسنۍ کچه وساتي او اجازه ورکړي چي د ده ځای ناستی د ځواکونو د کچې په اړوند په راتلونکي کې پرېکړه وکړي. دغه ګام او په افغانستان کې قوماندانانو ته په روان جګړه ييز فصل کې د افغانستان له ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د خپلو ځواکونو د کارولو په چاره کې د لا زياتې انعطاف مننې لپاره اجازه ورکړي، نو به دا وښيي چي بلواګرانو او اسلام اباد ته د اخطار ورکولو لپاره د امريکا عزم په کومه کچه دي.
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه