
که جنګ وو او که امن افغان وطن د زرګونو کلونو راهيسې د دې سيمې په تاريخي، سياسي،جغرافيايي او ټولنيز جوړښت ژور نقشونه جوړ کړي دي او جوړوی يې. نن هم افغانستان د عالمی طاقتونو د سيا ست مرکز جوړ شوی دی. که د غرب دی او که د شرق، نړيوالو قوتونو د خپلو ذاتی ګټو په تلاش کې افغانستان ته مخ ګرځولی دی، هر ملک خواهش لری چې افغانستان ته د کومک، امن او خوشالئ په نوم د هُنری مرستو د لاری دننه شی. افغانستان چې د سوړ جنګ د پاره محور جوړ شوی وو په دغه جنګ کې چې روس شکست اوخوړلو او ميدان ئي پريخودلو. روس نا د جنګ ګټلو په خوشالئ کې ګټی لوټی افغانستان غربی طاقتونو (امريکه او ناټو) پاکستان ته حواله کړو، د روس خلاف جنګيدلی کمانډرانو په ځائ پاکستان د خپل سټرټيجيک پلان سره په قندهار کې د يو غير سياسی، نا اشنا او کمزوری سړی مُلا عمر په مشرئ کې يو نوی طاقت د خپل اثر لاندی حکمران جوړ کړو، خپل فوځی طاقت اود القاعدی د مشرانو په صلاح مصلحت د قندهار نه دا پاسون د طالبانو شورو شو، چرته چې به د مُلا عمر لښګر رسيدو نو ورته به د پاکستان د اثر لاندی افغانی کمانډرانو سلامی ورکوله، دا شان په لږه موده کې ټول افغانستان د شمالی ولايتونو نه بغير د مُلا عمر په لاس بيعت اوکو. په کابل د بريد په موقع د حزب اسلامی امير ګلبدين حکمت يار د يو تپوس په ځواب کې اووئيل چې ځه کابل طالبانو ته ځکه حواله کوم چې دا د وخت ضرورت دی، احمد شاه مسعود د کابل شمال ته لاړو او د کابل نيسلو سره سم طالبانو د يو آين او د مشن سره په پناه کې پروت ډاکټر نجيب شهيد کړو. پدی ټول جريان کې امريکه او ناټو خاموشه وو، طالبانو د افغانستان آمارت اعلان کړو، ملا محمد عمر اميرالمومنين اوټاکلی شو.د دی عمل په شا د پاکستانی چارواکو په افغانستان د قبضی اراده ښکاريده. خو پاکستانی چارواکو اونکړی شو چې افغانستان په پاکستان کې شا مل کی. حتی چې د ډيورنډ کرخه هم په مُلا عمر او نه منلی شوه. پاکستان ته خه موقع په لاس ورغلی وا خو څه ګټه يئ په لاس رانغله.
کله چې امريکی د القاعدی په ضد حرکت شورو کولو نو د پاکستان او طالبانو ورباندی خصوصی نظر وو، په کوم کيمپ چې د صدر کلنټن په حکم د ټام هاک ميزائلونو حمله کيده په دغه وخت کې په زهوارکلی البدر کيمپ کې د مختلفو مرستيالو ګروپونو ټريننګونه روان وو. دا علاقه د خوست وا چې پکې د الفاروق او جهادوال ټريننګ کيمپونه قائم وو. پدی ټريننګ کيمپ کې به نورو دهشت ګردو ګروپونو لکه مصری اسلامک جهاد، الجيرين آرمډ اسلامک ګروپ او په جمو کشمير کې د پاکستان جهادی ګروپونو ته ټريننګونه ورکيدل. دی حملی او د سوډان الشفا کارخانی ويشتلو باوجود
اُ سامه بن لادن بچ شو، نتيجتآ د لاد ن خصوصی ټيم د ردعمل په طور د ورلډ ټريډ سنټر ويشتلو اراده اوکړه.
د ۹/۱۱ حاد ثی امريکه په غصه کړه او پاکستانی چارواکو جنرل مشرف ته په سخته ژبه اوئيل چې په دوه خبرو کې يوه خوخه کئ، مونږ حتمی اراده کړی ده په افغانستان کې د القاعدی ملاتړ قوتونه په نښه کوو، يا راسره ملګری شئ يا دُښمنئ ته تيار شئ. پاکستان مثبت ځواب اوئيلو او په ۳ ورځو کې ئي خپل فوځيان په زمکه او په هوائ هيلی کاپټرو کې د افغانستان نه اويستل، القاعدی او افغانستان د امريکی د حملی توان نه لرلو او شمالی علاقو هم د امريکی سره کومک اوکړو. دا شان د القاعدی سره د طالبانو مشرانو هم د پاکستان خاوری ته پناه اوړله، او د دلته نا د پاکستان سخت امتحان شورو شو، چې په خپله خاوره به د امريکی دښمن ته پناه نه ورکوی، که څوک پناه واخلی نو امريکی ته به ئ حواله کوی. د دی سره پاکستان ته لويا ستونزه پيخه شوه، فوځی جرنيلانو حسب ضرورت د دوه مخه حکمت عملئ پاليسی په کار راوسته، د خپلو ملګرو طالبانو او د پان اسلام ازم علمبردار قوت القاعدی بچ کول پری هم لازم وو، د يو اين او د دهشت ګردئ د تور لسټ نه ځان هم بچ کول وو او د امريکی د قهر نه هم ځان بچ کول وو. د امريکی ضرورت وو چې د افغانستان دننه څوک پيدا کی چې ورسره د نوی حکومت بُنياد کيدی، شمالی ټل وا لو خو د مخکښ نه حمايت کولو او حامد کرزی او عبدالحق هم د امريکی په مرسته د پښتنو په علاقو کې د ملاتړ اعلان اوکو، د بده مرغه عبدالحق په جنګ کې شهيد کړی شو او حامد کرزی په قندهار کې په جنګونو کې د زخمی کيدو باوجود بچ شو او د امريکی په نظر کې د افغانستان د غټ قام پښتون علاقی نمائينده مقرر شو چې وروستو افغان لوئ جرګی د مملکت اولس مشر اعلان کو،
پدی ټولو حالاتو کې پاکستان ته خه موقع وا چې د القاعدی او مرستيال قوتونو په ضد د نړيوالو سره په صف کې اودريږی او د امريکی نه په افغانستان کې د خپل اثر رسوخو قائم ساتلو کې مرستی تر لاسه کی خو په پاکستان کې د جنرل ضياالحق او جنرل حميد ګل ډاکټرين پخی جرړی کړی وی، او د پان اسلامائزيشن د ايجنډی سره سم د جنرل مشرف حکومت د القاعدی او طالبانو مرستی ته غاړه ورکړه،او دوئ دوه مخه پاليسی تر نن پوری پکار راولی چې په نتيجه کې ئ په دنيا کې ځان د دهشت ګردو په ملګرتيا تورن کړو او په افغانستان کې د اولس اعتماد ئي هم بائيلو.
امريکی بار بار پاکستان ته موقع ورکړی دی چې دوئ د افغان طالبانو مرستی ختمی کی، حقانی شبکه د ملک نه اوشړی، د افغانی طالبانو د کوئيټی شوری دی د څلورو ملکونو په غونډو کې کينوی او د مذاکراتو د عمل حصه دی شی، خو داسی مالوميږی چې پاکستان د ډانګ او پړانګ په منځ کې ولاړ دی، د امريکه خبره که منی نو خپلی اثاثی به با ئيلی او که نه منی نو امريکه خفه کيږی. ؟؟؟؟
امريکی تر ډيره حده د پاکستان د لاری په افغانستان کې د امريکه او افغانستان د ستونزو د حل په تلاش کې پاکستان ته مرستی ورکړی لکه د ايف ۱۶ طيارو او د فوځی آپريشنونو د پاره ميلينونو ډالرو امداد ورکړو خو د بده مرغه پاګستان د خپل دوه مخه پاليسو د لاسه امريکی سره همکاری اونکړه .داسی مالوميږی چې په راتلونکی وخت کې به امريکا په افغانستان کې د دهشت ګردئ خلاف په جنګ کې انډ يا ته لاس ورکړی چې پاکستان به نور هم په قهر شی او په ردعمل کې به د افغانستان د ننه د امريکی پلان ته د نقصان رسولو هسی کوی خو نتيجه به ئي خوفناکه وی.
په تيرو دوه هفتو کې چې په دی منطقی کې کوم بد لون راغی، لکه هند، ايران او افغانستان د چابهار بندر معاهده لاس ليک کول ، د امريکه د هند سره په دفاعی چارو کې د همکارئ ژمنی کول او احتمال دی چې نور دغه شان اقدامات به هم کيږی. لکه امريکه چې څه کولی شی او پاکستان به څه ردعمل کوی. دا به څه وخت پس مالومه شی.
کوم غټ واقعات چې پدی څو هفتو کې راپيښ شو لکه،
۱. مُلا منصور د پاکستان په خاوره کې وژل او د مجبورئ په حالت کې د ملاُ هيبت الله په کوئيټه کې نوی امير ټاکل. چې ټولی نړئ ته د افغا نی چارواکو مطالبی په حقه ثابتی شوی. چې پاکستان افغانی طالبانو ته په خپل ملک کې د پناه ځايونه ورکړی دی.
۲. د ګلبدين حکمت يار حکومت سره د ملاتړ اعلان او د طالبانو ډله په دوه ځايه تقسيميد ل،
۳. د هند ايران او افغانستان معاهده د چابهار بندر تجارتی لاره جوړيدل چې افغانستان او هند ته به د سټراټيجک هد فونو د پاره يو سودمنه لاره پرانستی شی. د هند به په افغانستان کې اثر رسوخ نور هم پراخه شی، او کيدی شی چې امريکه د هند د وسائلو په زور په خپل مقصد کې کامياب شی. پاکستان د امريکه د مرستی په زور په افغانستان کې که کومی ګټی ترلاسه کولی شوی هغه به اوس نشی کولی.
۴. امريکی د هند سره په نيوکليئر سپلائيرز ګروپ کې د شامليدو حمايت او کړو چې پاکستان پری د خفګان اظهار کړی دی.
۵. څو ورځی مخکې د پاکستان جرنيلانو اعلاميه جاری کړه چې د پاکستان نه ګهيره تنګه شوه کله چې د چا بهار بندر معاهده د هند، ايران او افغانستان په منځ کې لاسليک شوه. دا ويره راپيدا شوه چې د چين پاک راهدارئ باندی به هم منفی اثرات غورځيږی.په حقيقت کې پاکستان د خپل ځان نا دائری تاو کړلی او ورځ په ورځ هند د امريکه په مرسته زړه ور کيږی او په مختلفو تورونو ککړ شوی پاکستان په دفاعی پوزيشن کې پاتی شو.
تجزيه کار
۹-۱-۲۰۱۶