
د کرکټ بورډ ادارې له پیله تر اوسه پورې په کور دننه او نړیواله کچه د سترو لاس ته راوړنو شاهده پاتې شوې ده، چې د دې یو لوی علت د دې بورډ په ادارې پورې اړه لري، که چیرته اداره کې ستونزې وي، ښکاره خبره ده چې لاس ته راوړنې یې سره له دې چې پیکه کېږي، بلکې د خپلمنځیو شخړو له کبله یې په ټولو چارو کې پرمختګ د خنډ سره مخ کېږي او دا اداره د لاس ته راوړنو پر ځای په خپلو کې په لانجو اخته کېږي. له نیکه مرغه اوس چې د دې ادارې لاس ته راوړنو ته څوک وګوري باوري کېږي، چې د دې ادارې کارونه او ښه همغږي د دې لامل شوې چې په نړیواله کچه یې د هېواد نوم یې روښانه کړی او سترې لاس ته راوړنې لري.
که چیرته څوک لږ هم د کرکټ بورډ ادارې له لاس ته راوړنو خبر وي، بیا به نو وجدانا او اخلاقا د دې ادارې د لا شفافیت، ښه پرمختګ او نورو لاسته راوړنو لپاره ضرور تشویق، هڅې، منډې او غونډې وکړي.
دا سمه ده چې یو شمېر کسان به د یوې ادارې له یو شمېر شخصیتونو سره ستونزه لري، خو د ټولې ادارې په وړاندې یې لارینونه، خیمې درول او ټولو کارونه صفر ګڼل یې د ملت په یوه لویه اراده ملنډې وهل دي، د کرکټ بورډ اداره اوس د هېواد د فرد فرد اواز ګرځېدلې، دا ځکه چې د دې ادارې په راز کې هغه لوبغاړي هم راځي چې دا وخت د هند په ګرمې کې په دې فرض روژه کې د اروپا د و یزو په انتظار ورځې او شپې تیروي او هلته به یو ځل بیا د هېواد لپاره له سترو هېوادونو سره د لوبې سیالیو ته وځي او میلینونه هېواد وال به یې د بري لپاره دعا کوي، د دوی بریا به په هېواد کې دننه په ښارونو کې د هېوادوالو له خوا په ډلونو او اتڼونو سره لمانځل کېږي، دا ځکه چې د هېواد هر وګړی دا اداره او لوبډله خپله ګڼي.
دا هم سمه ده چې هرڅوک حق لري چې پر چا د یوه کار له کبله نیوکه وکړي، خو نیوکه په دې مانا نه وي چې د ټولو کارونه یې نفې کړي، نیوکه د لاښه کار او پرمختګ لپاره کېږي، د دې لپاره نه وي چې د هغوی ښه هیر شی او د خپلې شخصي عقدې له مخې یې په وړاندې داسې سنګر ونیول شی، چې ټول کارونه یې نفې شي.
یو هوښیار وايي: مسایلو ته چې په کومه سترګه ګوری هماغسې درته ښکاري. زموږ یوه ستونزه دا ده چې اکثره مسایلو ته د خپلې عقدې له مخې ګورو، له دې کبله یې ټولې لاس ته راوړنې نه څه راته ښکاري.
دم ګړی زما د معلوماتو له مخې د ګریډ ون سیالو وروسته اوس دا دی کرکټ بورډ اداره د شپږیزې د سیالیو په کار بوخته ده، په دې کې شک نشته چې دا سیالې په هېواد دننه نویو استعدادونو او د هېواد په کچه يوې ښې سالمې تفریح او د ځوانو استعدادونو روزلو ته ښه زمینه برابروي.
دا چې د دې ادارې عمومی مشر نسیم الله دانش او اجراییوی ريیس شفیق الله ستانکزی د دې کار لپاره شپه ورځ یوه کړې او هم یې د هېواد به کچه په ډیرو ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو جوړولو لپاره کار پیل کړی چې راتلونکی کال به ډیرو ولایتونو کې معیاری لوبغالي ولرو او هم یې ترڅنګ د ولایتونو په کچه د ټورنمینټونو جوړول هغه کارونه دي چې د دوی د هلو ځلو او ښه نیت څرګندونه کوي، که چیرته دوی نور هم تشویق شي دا کارونه نور وسعت کوی او د هېواد ګوټ ګوټ ته رسیږي، نو د دې پر ځای چې د شخصي عقدې له مخې نقد شي، ښه خبره به وي چې دوی سره یو ځای کار وشي، هر څوک چې ښه مشوره لري له نیږدې یې ورسره مطرح کړي، تر څو دا ملي اداره نوره هم د پرمختګ او لاسته راوړونو جوګه وګرځي.