
۲۴/۳/۱۳۹۵
په تېرو ۱۴ کلو کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې له ټولو پرمختګونو سره سره د هېواد ځينې سيمې د زده کړو له نعمته بې برخې پاتې شوې دي. جګړه، ژور فساد، محرومو سيمو ته ناپامي او د کانکور غير متوازن سېستم هغه سببونه دي چې د وروسته پاتې سيمو محروميت يې لا ژور کړی دی.
د وروستيو رسمي شمېرو له مخې همدا اوس په يو شمېر ولايتونو لکه هلمند، کندهار، فراه، زابل، کندز او غزني کې په سلګونو ښوونځي تړلي دي او د شته ښوونځيو سويه هم ډېره ټيټه ده. که څه هم ګورو، چې د ولايتونو تر منځ د تعليمي سويې په برخه کې توپير ډېر زيات دی، خو د کانکور د ازموينې پر مهال دا توپير په پام کې نه نيول کېږي او له کابل، هرات، سرپل، ارزګان او نورستان څخه په يوه سويه د کانکور ازموينه اخېستل کېږي. د ۱۳۹۴ کال د کانکور پايلو يو ځل بيا وښوده، چې لوړو زده کړو ته د لاسرسي بهير څومره نامتوازن، نامعقول او غيرعادلانه دی.
د پورتنۍ ستونزې د حل په موخه او د ټولنيز عدالت او متوازن انکشاف د ملي هدفونو د تامين لپاره مدني او کلتوري ټولنو، د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحاديې او په ملي شورا کې د ولس د منتخبو استازو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ پخواني ولسمشر د ۳۰۰ ګڼې فرمان له مخې امر وکړ، چې د جنګ ځپلو او محرومو ولايتونو هغو زده کوونکو ته چې د کانکور په ازموينو کې پاتې راځي، له ۵ تر ۸ کلونو پورې د امادګي پوهنځي پروګرام پلی شي.
د امادګي پوهنځي د پروګرام له مخې به هر کال د يوه ډېر عادلانه فرمول په اساس له هغو ولايتونو څخه چې لوړو زده کړو ته د خپل نفوس د شمېر په تناسب ډېر لږ کاميابېږي، زده کوونکي د امادګي پوهنځيو ته جذبېږي او تر يوه کال تياري وروسته به د ځانګړې ازموينې له مخې مختلفو پوهنځيو ته لار مومي. د فرمان له مخې لومړی کال پدغه پروګرام کې د ۴۰۰۰ کسانو شمولیت په پام کې نيول شوی، چې وروسته به هر کال په پورتني شمېر کې ۱۰٪ زياتوالي راځي.
درې کاله وړاندې ولسمشر د امادګي پوهنځي لپاره د لوړو زده کړو رسمي وړانديز او د هغه اړونده بوديجه منظور کړه او پروګرام عملاً پيل شو. که څه هم د وزارت په مشرتابه کې له هماغه پيل څخه يو شمېر کسانو د دغې ملي پروژې پر وړاندې ډول ډول خنډونه ايجادول او د پوهنځي کارونه به يې په لوی لاس ځنډول او د دې پرځای چې پنځه مرکزونه ايجاد شي، يوازې يو مرکز رامنځته شو او د څلورو زرو تنو پر ځای يوازې څو سوه کسان جذب شول، خو بيا هم امادګي پروګرام ډېره ښه نتيجه ورکړه او له برکته يې د يو شمېر محرومو ولايتونو(له بدخشانه تر نیمروزه) په سلګونو ځوانانو لوړو زده کړو ته لار پيدا کړه.
د نوې وزېرې (فريدې مومند) له راتګ سره تمه کېده چې د پروګرام په مديريت کې به لازم اصلاحات رامنځته شي او د ولسمشر فرمان به په بشپړه توګه پلی شي، خو له بده مرغه په لوړو زده کړو کې له پخوا څخه واکمنې کړۍ نوې وزيره د دې پروسې په مخالفت کې ودروله او د امادګي پوهنځی يې عملاً متوقف کړ. د وزېرې دا کار د قانون صريح نقض دی، ځکه چې د امادګي پوهنځی د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې تر اتو کلونو پورې منظور شوی دی. د مدني او کلتوري ټولنو د پرله پسې هلو ځلو باوجود اوس داسې هڅه روانه ده، چې دا پروګرام په بشپړه توګه لغوه شي او يا يې د کانکور د امادګۍ کورسونو کچې ته راټيټ کړي.
زموږ په باور محرومو سيمو ته ناپامي نه يوازې دا چې له ملي ګټو او ټولنيز عدالت سره په تضاد کې ده، بلکې پدغو سيمو کې عملاً له جګړې سره، د مخدره توکو له توليد، اعيتاد او قاچاق سره مرسته کوي او د دې لامل ګرځي چې يو زيات شمېر ځوانان خپل کور او کلی د تل لپاره پرېږدي او بهرنيو هېوادونو ته مخه کړي.
د افغانستان له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې که څه هم د ولسمشر ۳۰۰ ګڼه فرمان د زده کړو په برخه کې د وروسته پاتې او جنګ ځپلو سيمو ستونزې ټولې نه شي حل کولای، خو د يوه لنډ مهاله حل په توګه بايد دا فرمان په بشپړه توګه پلی شي، د آمادګي پوهنځی سمدستي پيل شي او د لوړو زده کړو وزارت مسوولين او په ځانګړې توګه د دې وزارت وزيره د قانون د نقض او همداراز د امادګي پوهنځي د يوکال تعليق له کبله په جدي توګه مجازات کړي.
په افغانستان کې د متوازن انکشاف او ټولنيز عدالت د تامين په لاره کې د اوږدمهاله او بنسټيز حل لپاره بايد پر نورو بنسټيزو لارو چارو هم فکر وشي. زموږ غوښتنه دا ده، چې محرومو او جنګ ځپلو سيمو ته بايد جدي پاملرنه وشي؛ هغه ښوونځي چې د فساد له کبله تړل شوي، د څېړنې لپاره يې بايد واکمن پلاوي وټاکل شي او د ښوونځيو د سمدستي پرانيستل کېدو لپاره اقدامات وشي؛ او هغه ښوونځي چې د ناامنۍ له کبله تړل شوي دي، د هغو د پرانيستل کېدو لپاره بايد جدي مذاکرات پيل او ځانګړي ګامونه واخېستل شي.
په محرومو او جنګ ځپلو سيمو کې د تعليمي سويې د لوړوالي لپاره بايد د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ځانګړي مرستندويه پروګرامونه په پام کې ونيول شي او لکه څرنګه چې تېر څوارلس کاله د يو شمېر زيانمنونکو قشرونو لپاره ځانګړي امتيازات په پام کې نيول شوي وو، دغو سيمو ته هم د جبراني عدالت په موخه ځانګړې پاملرنه وشي.
زموږ په اند د کانکور زوړ سېسټم نه يوازې دا چې د اوسنيو شرايطو سره نور مناسب نه دی، بلکې يو شمېر جدي ستونزې لري چې يوازې د کانکور په سېستم کې د ژور بدلانه له لارې حل کېدای شي. زموږ غوښتنه دا ده، چې پر دغه سېستم دې له سره غور وشي او د سيمې او نړۍ د کاميابو تجربو په رڼا کې دې پر متبادلو لارو چارو فکر وشي.
په پای کې بايد ووايو، څرنګه چې محروميت او جګړه د افغانستان په کومه ځانګړې جغرافيه کې نه ده ايسار، د امادګي پروګرام هم کوم خاص قوم يا جغرافيې ته ځانګړی نه دی، بلکې دا يو ملي پروګرام دی چې باید د بدنيتو او مغرضو کړيو له منګولو څخه وژغورل شي.
که چېرې بيا هم پدې برخه کې ناپامي کېږي او د يوې اونۍ د ننه د امادګي پوهنځي د پرانيستل کېدو لپاره اقدام نه کېږي، نو مدني او کلتوري ټولنو له ګڼ شمېر قومي شوراګانو سره په ګډه پتيلې ده چې د پراخو مدني اعتراضونو له لارې به د محرومو او جنګ ځپلو ولايتونو لپاره عدالت غواړي او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره به د قانوني چلند غوښتنه کوي.
و من الله توفيق
د کنفرانس ګډونوال بنسټونه
د سويل ختيخ زون ولسي شورا، د ختيځ سرتاسري شورا، د مرکزي زون ولسي شورا، د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه، د افغانستان د پوهنتونونو استادانو اتحاديه، مجمع ګذار، افغان محصل ټولنه، افغان ملي غورځنګ، د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز، قلملار ټولنه، د افغان سمون مدني ټولنه، مېرمن کلتوري ټولنيز بهير، د لوی کندهار ځوانانو ټولنه، د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالينو شبکه، د لويې پکتيا د ځوانانو ټولنو ګډه جرګه، د نورستان ځوانانو ټولنه، د افغانستان د ځوانانو تعلیمي او ټولنیزه موسسه ، د اداري فساد پر وړاندی د مبارزی شبکه، انستیوت جامعه مدنی ، د افغانستان د فرهنګ او ژبو ملاتړ ملي بنسټ