ناټو د امريكا له تصرفاتو څخه انديښمنه ده


د ناټو پيمان په كال 1949 م د يوه تړون په پايله كى چې د امريكا د واشنګټن په ولايت كى امضا شوو منځ ته راغي , او د خپلى مشرتابه لپاره يى د بلجيم په پلازمينه بروكسل كى د قيادت مركز وټاكه  , د ناټو د پيمان موخه په پيل كى د وارسود پيمان غړي هيوادونو اود روسيه له نظامي خوزښت څخه د لوديځى اوروپا ساتل و, دناټو پيمان ټول غړي  په يوه ټاكل شوي كچه د دى پيمان نظامي اړتياوي پوره كوي , اوپه كى حصه اخلي , د ناټو پيمان له 28 غړو څخه تشكيل شوي دي لدي شمير څخه يوه برخه غړي هيوادونه د ناټو بنيان ګذاران دي او يوه بله برخه هيوادونه ورسته ورګډ شوي دي خو له بنيان ګذارى ډلى څخه يى امريكا هم ده , هغه هيوادونه چې د نورو هيوادونو په پرتله په دى پيمان كى په لوړه كچه نظامي قوت لري هغه اګلستان, فرنسه , ايټاليه , ناروي , ډنمارك , هالند ,پرتګال, لوكسمبورګ دي , په كال1952كى دى د ناټو پيمان ته د تركيه اويونان د پيوستون اعلان هم وشو, او په كال 1655م كى غربي المان هم د ناټو پيمان ته ورګډ شواو په كال 1990م   المان يو ځل بيا له ختيځ المان سره د يوځاي كيدو څخه وروسته  د نوي المان په څير ناټو ته ورګډ شو , لكه څرنګه چې وړاندي يادونه وشوه په پيل كى موخه دا وه چې د روسيه له نظامي خوزښت څخه د لوديځى اوروپا ساتنه وشي , ځكه چې له دويم نړيوال جګړى څخه وروسته د ختيځى اورپا يوه پراخه برخه د روسيه تر نامي اوسياسي پوښښ لاندي راغلى وه , او هغه سوسيالستى تګلاره پكى پلي شوى وه چې دغربي اورپا هويت ته يولوي ګواښ ګڼل كيده , د ختيځى اورپا په يوه پراخه برخه كى د سوسيالستي نظام وحشت اوبربريت خوريدل لويديځه اورپا دى ته مجبوره كړله چې د خپل سياسي چاپيريال د ساتنى لپاره د ناټو پيمان د امريكا تر چت لاندي جوړ كړي .
خوكله چې د افغانستان دجګړى په ډګر كى روسيه راښكيل شوه او لوديځى اورپا هم د امريكا په مشري موكه ترلاسه كړه تر څو د روسانوله گواښ څخه ځان وژغوري اوله روسانو څخه ځان خلاص كړي, او د روسانو سره ماڼي د نړيدو په حال كى شوه , نو د ختيځى اورپا ګن شمير هيوادونه چې د روسان له زجرناكى تګلارى څخه بيزاره و,  او له هغه فقرڅخه دير ځوريدلي و چې د كمزنزم په برلاسي كى دوي ورسره لاس ګريوان شوي و,  خپله خپلواكي يى تر لاسه كړه او په چټكيا سره د لوديځى اورپا لوري ته روان شول تر څو له هغو مادي لاسته رواوړنو څخه بهرمن شي چې لوديخى اورپا ورته لاره موندلي ده , نو د شرقي اورپا ګڼ ش
 مير هيوادونه چې د كومونزم له كړي څخه يى دوتلو نوي لاره موندلي وه ,  د ناټو پيمان ته د ورګډو په هڅه كى شول او يو شمير يى د استراتيژيكو موخو په پايله كى دير زر د ناټو غړيتوب تر لاسه كړ ,
د روسان دي امپراتوري د نړيدوڅخه وروسته د ناټو تګلاره هم د بدليدو په حالت كه شوه اوغوښتل يى چې په نړيواله كچه  هغه ګواښ و څيړي چې په راتلونكى كى د ناټو غړي هيوادونه كيدي شي ورسره مخ شي , چې نا څاپه د 11 سپتامبر پيښه را منځ ته شوه او امريكا يى ولړزوله او د ناټو هيودادونو حسابونه يى هم له ګډوډى سره مخ كړل , پرته له يوى دقيقى څيړنه څخه د افغانستان يرغل ته تيار شول تر څو هغه د 11سپتامبر مسولين چې د دوي په اند په افغانستان كى ميشت و وځپي , د محدودو څو ورځو په پايله كى په افغانستان باندي يوه سرتاسري يرغل پيل شو او په افغانستان باندي دا يرغل هم په څو محدودو ورځوك
 ى پرته له كومو ستونزو بشپړ شو , د افغانستان سياسي واك هم په لنډه موده كى د بون د پريكړى په پايله كي د لوديځ د سياسي مصلحت سره سم را منځ ته شو , تر څو د افغانستان بيوزله ملت ته د ديموكراسى په چوكاټ كى خپل له لاسه وركړي حقوق وركړي , په لومړي پړاو كى د ناټو د پيمان تر نامه لاندي نظامي يرغل په افغانستان باندي پرته له كومو ستونزو بشپړ شو , او د ناټو دپيمان غړي هيوادونه اوامريكا د خوشحالى څخه په جامو كى نه ځايدل ځكه چې د نړۍ هغى مهمى او استراتيژيكى برخه ته چې د يرغلګرو په كنده مشهوره ده او د نړۍ مشهوري امپراتورۍ په كى نسكورى شوى دي په هغه چټكتيا ورسيدل چې دوي يى تصور نه كاوه ,   خو د وخت په تيردو س
ره د دوي په وړاندي په افغانستان كى ستونزى رابرسيره كيدى ورځ تر بلى خونړي كيده , په افغانستان كى لوديځ پلوه حكومت هم د خلكو د غوښتنو په وړاندي پاتي راغي , هغه وعدي چې ملت ته وركړي شوى وي پځاي نه شوي , دحكومت ناوړه تګلاره او د يرغلګرو ځواكونو خپل سره تصرفات د دي لامل شول ترڅو د مقاومت بهرني او داخلي پاڅون ورځ تر بلى پياوړي شي آن تر دى چې په خپله د ناټو د نظامي مشرتابه په ژبه د ستونزو د شتون پخلي وشو , او په موجوده نظامي امكاناټو د مقاومت په وړاندي دريدل ناشوني اټكل شول , په افغانستان كى  نظامي ناوړه وضعيت د دى لامل شو تر څو د ناټو د غړيوهيوادونو په تګلاره
 كى د ناټو د پيمان اوپه تيره د امريكا د خود سرانه تګلارى په اړوند د انديښنى  پاڅون راژوندي كړي , د لوديځى اوروپا يوشمير هيوادونه د امريكا د خود سرانه او جګړيزى تګلارى څخه چې د جورج بوش سياسي ادارى د امريكا له مخالفينو سره  په اسلامي نړۍ كى خپله كړى وه او د مخالفين په عسكري تصفيه باندي يى ټينګار كاوه انديښمن شوي دي, كه څه هم د امريكا په سياسي ټګلاره كى د بدلون هڅى شوي دي خو نظامي تګلاره يى لا تر اوسه له همغى چينى څخه اوبيږي له كومى څخه چې د بوش د ادارى په دوران كي اوبيده .
د ناټو غړي هيوادونه غواړي چې د امريكا د غلطى پاليسى په پايله كى دوي ته ګواښ متوجه نشي نو ځكه د افغانستان په هكله د نوى پاليسى غوښتونكى دي او غواړي د امريكا له مشري څخه د خلاصون لاره وګوري د مثال په ټوګه څه موده وړاندي د المان حكومت د روسان سره د يو اقتصادي اتحاد پريكړه وكړه , د مطبوعاتو په حواله د المان نوي حكومت اراده لري تر څو له المان څخه د امريكا د اتمي اسلحى د ټولولو خبري وكړي , د المان مستشاري انجيلا ميركل په برلين كى په ډاګه كړله چې پدي هكله له خپلو شريكانو سره خبري كوي , دالمان راتلونكى د بهرنيو چارو وزير فيشر فيله پډاګه كړله چې المان غواړي د
 اتمي اسلحى څخه يو پاك هيواد وي اوزياته يى كړه  موږ غواړو چې پاتي اتمي اسلحي له المان څخه ټولي شي , د يادونه وړ ده چې په المان كى راتلونكى حاكم اتحاد د مسيحي اتحاد د مشرى انجيلا ميركل او د خپلواك ديموكرات ګوند مشر فيشر فيله تر منځ شوي دي ,د يو شمير سياست پوهان په اند امريكا او ورسره د ناټو ځواكونه په افغانستان كى خپله د وير نه ډكه خاتمه ويني , نو ځكه يو شمير اوروپايى هيوادونه له وړاندى له دي حالت څخه د ژغورلو لپاره لاره ګوري , او د امريكا له ياري څخه د افغانستان په نظامي ډګر كى لاس په سر كيدونكى دي , دا يواځي د اوروپا د نظامى كارپوهانو نظر نه بلكى د سياس
 ي كارپوهانو اند هم دا دي چې د افغانستان له كړكيچن وضعيت څخه د وتلو لاره بايد وڅيړل شي .
 اوس د امريكا سپينه ماڼي هم د نړيد و د ويره سره لاس ګريوان شوي ده  , د امريكا او اورپا د تاريخ پوهانو او سياست پوهان په اند يوويشتمه پيړي د امريكا د راپرزيدو پيړي ده دا هغه وړاندوينه ده چې د امريكا او اوروپا تاريخ پوهانو په كلكه څو كاله مخكى كړي وه , اواوس مهال د لوديخ د ليكوالانو په ليكنو اومقالو كى دا نظر ورځ په ورځ وده مومي او د جګړه په ډګر هم د همدي نظريه پخلي كيږي دير اوروپايى سياست پوان خو د روم د امپراتورۍ راپرزيدل او د امريكا اوسني بى ساره كړكيچونه سره پرتله كوي او هغه پايله ورته ټاكي كومه چې د روم او انګلستان امپراتورۍ ورسره مخ شوي دي خو د پام
 وړ مطلب خو دا دي چې د انګلستان امپراتورۍ نړيدل له افغانستان څخه پيل شوي و او همدا راز  د روسانو امپراتورۍ  هم په افغانستان كى نسكوره شوه او په تيښته ووتل او هغه نيمګړى امپراتوري يى له خاورو سره برابره شوه  چې اوروپا يى له ګواښ سره مخ كړي وه ,  ديركتونكى  پدي باور دي چې د امريكا د راپرزيدلو وخت ځكه رارسيدلى دي چې په افغانستان باندي يى تيري كړي او افغانستان يى د افغان ولس اود نړيوالى ټولنه له ارادى څخه پرته په خپله يرغلګره ولكه كى راوستى دي , دا هغه ځاي دي چې د تاريخ په شهادت د نړۍ امپراتوريو ورڅخه ماته خوړلي ده , په افغانستان كى د اتو كالونو په تيريدو سره دير داسي شواهد رابرسيره شوي دي چې د ميشتو ځواكونو د ستونزمن حالت انګازي خپروي , په خپله د لوديځ د ځواكونو د مشرتابه له څرګندونو څخه ښكاريږي چې د دوي حالت په افغانستان كى ښه ندي .
 
عبدالرحمن فرقا ني