تورخم که د برلین دیوال

    نازنینې له میاشتو راهیسې خپله کوچنۍ خور (وریښمینه) چې نوې پیښور ته واده شوې اوخپل خاوند ( نارنج) یې نه و لیدلی ، نوپه دې تلوسې سره یې غوښتل چې پیښورته لاړه شی. نارنج چې دتورخم هخوا پیښور کې دګنډوکار وبارکوی دورځې دوه ځلې له (علی مجت) نه تر صدره پورې دبایسکل په چټکه ځغاسته (  km/h90 ) ددې په خاطرچې دپاکستانی ملیشومنګولو ته ونه غورځی ، سودا ګریزتوکی لیږدوی اوشپږ-شپږمیاشتې وروسته دې خوامومندرې ولسوالی ته رااړوی (لکه ترهیدلی باز چې خپله مشوکه کې خواړه خپلوبچوته راوړی ). دوه ورځې وړاندې خبرراغی چې هغه پاکستانی پولیسوجیل کې اچولی ، نازنینه سربیره پردې چې کړوپ پلار(سیدامیراکا)اودوه ماشومان ورپه غاړه دی ، په دې ورځو کې یې زمرک زوی هم تبې کوی اوپلار یې هم ناسازه دی ، ددې خبرپه اوریدویې واڼې وتښتیدې . بیګاه شپه سیدامیر اکا په لړزیدلی غږنازنینې ته وویل : [ لورې ! زمرک تبې کوی اوزه هم ناروغ یم ، راځی چې کښته (پیښور) ته لاړ شو] نازنینې په پریشانه حالت کې ځواب ورکړ (( پلاره ! دومره روپۍ لروچې ایله ترتورخمه مو ورسوی ، وروسته به څه کوو؟ )) هغه ستا دوه چرګې به خرڅې کړو – هسې هم یوه یې هګۍ نه اچوی . په سبا یې چرګې په ارزانه بیه خرڅې او دتورخم په لوررهی شول ، خو کله چې تور خم ته ورسیدل دنازنینې په غیږکې ناروغزمرک په ځگیروی پیل وکړ ، ( مورې یخې اوبه چیرته دی ؟) او سیدامیر اکا چې خپل بل لمسی یې له لاسه نیولی وو، نور نو دتګ نه و ، اړشول چې په یوڅوروپیوریړه کرایه کړی .   خو کله چې دتورخم دروازې ته ورسیدل ، نو پاکستانی عسکرو و ملیشو ورته وویل چې بیرته شی ! ترڅو چې پاسپورت ونلری یو هم دیخوا نه شی راتلای ، هرڅومره سپین ږیری سیدامیر ورته عذرزارۍ وکړې چې وړوکی لمسی مې مرګونی دی اوزه هم ناروغ یم دبیرته تګ پیسې هم نه لرو- زوم اوبله لور مې هم دتاسو خواته دی ، پرې مې ږدی . خو دهغوی غوږونه کاڼه ول – ملیشو ورته ویل چې زوم او لوردې هم دروغواړه اوتاسې ناروغان هم کابل ته ددرملنۍ په خاطر ولاړ شی – جی ! کې هلته خوزبردست ډاکتران موجودهې . افغانان که دبرلین دیوال نړولی شی      +     خپله خاوره هم بایللی شی   عبدالرووف لیوال