
چیرېل بېنارډ
د جون په څلورمه نېټه، د هند لومړی وزیر نريندرا مودي هرات ته راغی او هلته یې له ولسمشر اشرف غني سره یو ځای د سلما بند چې اوس ورته د افغانستان او هندوستان د دوستي نوم ورکړل شوی دی پرانيسته وکړه. سلما بند هغه پروژه ده چې هند پرې له څو لسیزو راهیسې پانګونه کړې، د میلیونونو افغانانو دوه خورا مهمې اړتیاوې برابروي: برېښنا او اوبه.
په ټولنیزو رسنیو کې د معمول منفي لیدلورو خلاف د سلما بند پرانيسته د یوه ښېرازه او پرمختللي افغانستان لپاره د نېک فال په توګه ونمانځل شوه. زموږ امریکایانو لپاره، د سلما بند چې ۴۵ مېګاولټه برېښنا برابروي او ۷۵ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، باید دا درس راکړي چې څومره کلونه مو غلط مزل وهلی او دا هم باید را زده کړي چې د پرمختیايي مرستو او دوستۍ په نوم مو څومره مرستې بې ځایه لګولې دي. دې ته په کتو، موږ هم باید په افغانستان کې د برېښنا او اوبو بندونه جوړ کړو. اوس موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې ډيموکراسي پياوړې کړو او نورو ته د بشري حقونو، د ښځو د برابرۍ، بیان ازادۍ او نورو برخو په رغولو کار کوو. په دې ډول موږ له ځانه د ناملموسو شیانو صادروونکي جوړ کړي- خو نه، په اصل کې پر همدې هم نه یو توانېدلي. موږ یواځې د یو شمېر ناملموسو شیانو په اړه تشې خبرې کوو، دا وکړئ، هغه مه کړئ، دا کار داسې وکړئ.
د امریکا د خوښې وړ پرمختیايي مرستو یو بل ډول ته ښه ځير شئ: ورکشاپ؛ هغه ورکشاپ هم نه چې د یو واقعي شي په اړه زده کړه ورکوي، لکه نجاري او رنګمالي، بلکې د کالیفورنیا په سبک کې د ساعت تېرۍ په بڼه هغه ښځې چې پر انګلیسي پوهېږي، زیاتره وخت او په پرله پسې ډول تکراري خبرې کوي او به هر ورکشاپ کې د دې لپاره بلنه ورکول کېږي چې تیارې په لېسټ کې وي او د نوو هغو د لټولو اړتیا هم نه وي. دوی ته د تش په نوم روزونکو له خوا په کلیشه يي ډول همدا ویل کېږي چې دوی د نارینه وو په څېر مساوي حقوق لري، مهمې دي او د رهبریت لپاره پیدا شوې دي. دوی په یوه سپینه تخته د راتلونکي په اړه خپل نظریات لیکي، له راډیوګانو سره ساختګي مرکې کوي او پر دې غږېږي چې په جګړه ځپلو ټولنو کې د ښځو وضعیت څنګه وي. له دغه روزنیز کورس څخه فارغې شوې بیا ځي نورو ته روزنه ورکوي او که په دې چاره کې ښې مخکې ولاړې شي نو بیا ورته د دفتردارۍ په برخه کې د تخصص ورکولو نوی پړاو پیلوي.
دا چاره د دوی پر مسلک بدلېږي، وړیا خواړه په کې وي، یو څه حق الزحمه او پیسې ورکول کېږي، په ښکلو هوټلونو کې ورځې تېروي او هغه چې ډېرې طالعمنې وي نو په دوبۍ، اروپا او ان امریکا کې په کنفرانسونو کې د ګډون کولو چانس ترلاسه کوي. د Promote یا مشارکت په نوم د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالتونو ادارې یا USAID له خوا ۴۱۶ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د افغانستان لومړۍ مېرمن چې یوه بانزاکته، مودبه او ډېره ډيپلوماته مېرمن ده، هم د دغو پروګرامونو طرفداره نه ده. هغې په غیر مستقیم ډول خبرداری ورکړ، وې ویل، "هیله منه یم چې موږ یو ځل بیا د قراردادونو او دویم لاس قراردادونو په لوبه کې ښکېل نه شو او هره ورځ د ورکشاپونو او روزنیزو پړاوونو او ستاینلیکونو او یو څه نورو کوچنیو مواردو کې تېرې نه کړو."
د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ (SIGAR) هم د دغه پروګرام د څېړنې په اړه لا مستقیمې خبرې کړې او خپله اندېښنه یې په دې ډول څرګنده کړې ده چې: "دغه پروګرام به د په نهایت کې د افغان مېرمنو لپاره هېڅ ملموسه ګټه ونه رسوي." او هغو امریکایانو ته چې په دې ډول يې د ټکس او مالیې سلګونه میلیونه ډالر مصرفېږي، هم دا خبرې رسېږي.
دغو خبرداریو ته هېڅ پاملرنه ونه شوه او په حقیقت کې به دا سخته وي چې د لاندې مواردو له امله دې په دغه پروګرام کې کوم بدلون شونی وي: د څو ديپارتمنتونو یوه غټه ټولګه، دفترونه، مسوولین، کاري مسیرونه او دغه راز تر ټولو مهمه هغه پانګه چې په دې برخه کې مصرفېږي.
د قراردادونو او دویم لاس قراردادونو لوبه چې لومړۍ مېرمن ورته اشاره کړې هم هغه څه دي چې زموږ (امریکایانو) مرستې یې تر هر څه مخکې په ناندریزه پرمختیايي برخه کې له هېڅ سره برابرې کړي دي.
د دې ناوړه مشورې په پایله کې رامنځته شوې پروسې لاندې، یو غټ شمېر پیسې یوې ځانګړې پروژې ته ځانګړې شوې دي. راځئ داسې ووایو چې روغتیايي مرکزونه په لرو پرتو سیمو کې پیسې یو مشخص قراردادي ته ورکول کېږي چې پريمانه پیسې یې له امریکايي بنسټونو سره د اړیکو په رغولو لګولې او داسې کسان یې پر دندو ګومارلي وي چې په لیکنه کې تکړه وي او له اړوند ادارو سره یې ارتباطات پیاوړي وي یا یې ورسره پخوا کار کړی وي. کله چې یو قراردادي د چانه زنیو په پایله کې یو قرارداد چې لومړی لاس قرارداد بلل کېږي، ترلاسه کړي، ډېرې پیسې یې په خپل جېب کې کېږدي او پاتې نورې یې د پروژې د تطبیق په موخه په دویم او درېيم لاس قراردادیانو ته ورکړي چې وروسته هغوی هم ترې خپله برخه پیسې اخلي او بیا پروژه د بشپړېدو لپاره یوه بل لاس ته سپاري. په دې معاملو کې په کابل کې ګرانه بیه دفترونه نیول کېږي، موټر اخیستل کېږي، امنیتي ساتونکي استخدامېږي، او قرارداد په پرله پسې ډول تر هغو پلورل کېږي چې یوه پروژه څو هغو افغان او پاکستانیو دودیزو کارګرو ته پاتې کېږي چې کلنګ او بېل ورسره وي. د یوې سترې پروژې او سترې پانګې پایله بالاخره دغه شی شي. پروا نه کوي؛ ځکه د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ د USAID مسوول کس نه شي کولی سیمې ته ولاړ شي او هېڅکله به هغه سیمه ونه وینې چېرې چې پروژه تطبیقېږي او دا خبره په زغرده کوي. دغه کار هر وخت دوام لري، د کلینیک پروژه بشپړه شوه، خو په حقیقت کې په یوه دښته کې څو نري نري کانکریټي دېوالونه درول کېږي چې له دوړو ډک او نظافت یې په هېڅ برابر وي. بې باکه سیګر، چې په حقیقت کې ساحې ته ورځي، کلینیکونه له خپلو اصلي موقعیتونو لس کیلومتره لرې یا له هغې هم په لري واټن کې مومي چې د اوبو او برېښنا سيستم نه لري او دېوالونه یې درزونه کړي او په ساختماني چارو کې یې ګڼې ستونزې وي.
په افغانستان کې د امریکا له خوا په ټولو بېخبنايي پروژو کې له پیله کیفیت په هېڅ برابر دی. د کابل- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د هغو څو لاسه شوو قراردادونو له امله چې هېڅوک یې مسوولیت نه مني، پلچک او پلګوټي نه لري او موټر او لارۍ چې په دې لاره تېرېږي، باید په کراتو په دغه مسیر کې په خپله د تېرېدو غم وخوري. دا خبره د هغې تجربې له مخې کوم چې په ۲۰۰۳م کال ما خپله له هغه وروسته چې د دې لویې لارې برانيسته وشوه، یو ځمکنی سفر درلود. د دغه سړک د جوړولو پر مهال په څارنه کې د بې پروایۍ له امله له جوړېدو یواځې دوه کاله وروسته درزونه رامنځته شول. په افغانستان کې تر اوسه د امریکا له خوا د سړکونو جوړولو په برخه کې ۴ میلیارد ډالر لګول شوي دي. د جوړونې په چارو کې د ناغېړیو په پایله کې د دغو سړکونو ډېری یې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ او سړک غاړې ماینونو له اړخه د رامنځته شوو سترو خندکونو له امله د ترافیکي پېښو، د موټرو د ټکرونو او نابلدو چلوونکو له خوا د لا نورو مرګ ژوبلو وېره موجوده وي. له هغه وروسته چې د امریکا حکومت په انقلابي ډول د سړکونو د ساتنې او کیفیت څارنه پیل کړه، دا په دې معنا نه ده چې موږ به یې مخه ونیسو یا به سيستم ته بدلون ورکړو: اوس هم داسې قراردادونه شته چې پخوا شوي او لا هم خپلو چارو ته هماغه شان دوام ورکوي او په حقیقت کې یې بودجه نوره هم لوړه شوې ده. د ناوړه امنیتي وضعیت له امله اوس د سړک جوړونې په چارو کې پر هر کیلومتر ۵ میلیونه ډالر لګښت راځي او کیفیت یې هم داسې وي چې ښايي د پرانيستې تر ورځې هم دوام ونه کړی شي.
سیګار چې په افغانستان کې د بېخبنايي پروژو د څار لپاره د امریکا د دولت له خوا رامنځته شوی، خدای دې خیر ورکړي، په داسې چارو بوخت دی چې بې ګټې او په بشپړه توګه د هېچا لپاره د اورېدو وړ نه دي. دوی د میلیونونو ډالرو د ضایعه کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د USAID چارواکي نه یواځې د څارنې په برخه کې پاتې راغلي، بلکې د دغه بنسټ له خوا د هغو پروژو په اړه هم هېڅ معلومات نه لري چې لګښت پرې شوی خو دوی لا له نږدې لیدلي هم نه دي او یواځې پر هغو عکسونو بسنه کوي چې له سیمې د چارو د څرنګوالي په نامه دوی ته سپارل کېږي او ماضې فرضي حالت یې ښيي. له سیګار سره شمېرې، نومونه او هغه شواهد شته چې له سیمې یې د څار پر مهال ترلاسه کړي، خو په خواشینۍ سره چې هېڅوک یې خبرو ته غوږ نه نیسي. دوی د څېړنو په پایله کې یو شمېر هغه ستر قراردادیان هم موندلي چې په مدیریتي برخه کې پاتې راغلي او ان په چارو کې یې درغلۍ کړې، خو له څو سرسري پړاوونو وروسته دغو شرکتونو بیا هم ستر قراردادونه ترلاسه کړي دي.
اوس د سړکونو موضوع له پامه غورځېدلې ده او له کوم تعجب پرته "ورکشاپونه" موډ او د پام وړ موضوعات دي. دا خورا اسانه ده چې شل ښځې سرینا هوټل ته ور وبلل شي او په پرله پسې درې ورځو لپاره د مایک پر وړاندې د خبرو کولو تمرین وکړي. تر دې اسانه خو بیا دا ده چې څو استثنايي ښځې سره راټولې کړی شي او پرې د ښځو د حقونو او مدافعینو او د ښخو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د مخکښانو نومونه کېښودل شي او دغه راز ژمنې وکړي چې کله کور ته ستنې شوې، خپلو زامنو ته به وايي چې د طالبانو لیکو ته ورنه شي.
معیار هم شته که نه؟ مهمه نه ده، دغه ښځې پوهېږي چې د تبۍ په کوم اړخ یې ډوډۍ پخېږي او ستاسو پوښتنو ته داسې ځوابونه وايي چې لېوال به یې شئ. دغه کار مې ژوند بدل کړ او اوس به زه ولاړه شم د افغانستان نورې ښځې به راخوشې کړم. دغه راز به له خپل زوی سره هم په صراحت خبرې وکړم او وسله وال مخالفتونه به هم پای ته ورسوم. مننه کوم امریکا!
د دې پر ځای چې دغې ګرانې او بې ګټې لوبې ته دوام ورکړو، ښه به نه وي چې هېڅ ونه کړو؟ او یا ولې له یو داسې هېواد، لکه هندوستان سره په ګډه کار ونه کړو چې پر دغه ډول سيستمونو یې سر خلاصېږي او د افغانستان په څېر یوه هېواد د خلکو په اړتیاوو او څرنګوالي یې پوهېږي او کولی شي ګټور کارونه وکړي؟ د هند په څېر یو هېواد د پياوړي کولو پر رښتیني مفهوم پوهېږي او کولی شي چې بېلابېل کارونه په بېلابېلو ډولونو ترسره کړي.
کله چې تاسو په لوړه کچه او سوله يیزه فضا کې ژوند کوئ او د څراغونو په روښانه کېدو مو زړونه له تلوسې ډکېږي، ښايي د یوې ښځې په زوره زوره او لوړ اواز خبرو کولو ته پیاوړي کول ووایاست. خو کله چې تاسو غواړئ له څلوېښت کلنې جګړې بهر راووځئ، نو کله چې د نړۍ په یو تر ټولو بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو کې قرار ولرئ، تاسو د پیاوړي کېدو رښتينې معنا د یوه بند جوړول دي چې څو کیلوولټه برېښنا تولید کړي او له رښتیني برېښنا برخمن شئ.
زه غواړم د یوې فرضیې په شکل ووایم، کله چې له دغه بند څخه دوی د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره ګټه پورته کوي او کله چې خپل یو ماشوم کلینیک ته بیايي او په کې څراغونه روښانوي او له نلونو یې اوبه راځي، زرګونه هغه افغانان چې له دغو اسانتیاوو برخمن کېږي، له ځان سره به فکر کوي چې ډیموکراتیک هند چې زموږ په ګاونډ کې پروت دی، واقعاً یو څه دی! ښايي یو ځل یې له نږدې هم وګورو....
دا روښانه نه ده چې د سرینا پّ هوټل کې دننه شل روزل کېدونکې مېرمنې به د خپلې غرمنۍ بوفې خوړو سره څومره وکولی شي ورته اغېز پرېباسي.
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه