دیدار

 
زه به مړ شم ستا راتلو پورې جانانه
ستا وعدو پوره کیدو پورې جانانه
 
زما سلګۍ اخرنۍ دې ژر ژر راشه
راورسیږه ساه ختو پورې جانانه
 
صافی قبر ته ورکوز کړئ لږ معطل شئ
ستا دیدار د سترګو شنو پورې جانانه
 
شاعر: آحمدضیا صافی