
په افغانستان کې په هرڅه کې ګټه شته خو د رسنیو او مدني ټولنو ګټې بیا تر نورو ډيرې دي، په رسنیو کې مشخص قوم ته سپکاوی، شخصيت وژنې او.... هغه څه دي چې د رسنیو مالکینو ته يي ډيرې ګټې ور رسولي دي يو کال مخکې د طلوع په نوم يوې خصوصي رسنۍ د خپلې اف ام راډيو له لارې د پکتيا شمله ور ولس ته سپکاوی وکړ تر همدې سپکاوي يو بل کال مخکې همدې رسنۍ د ننګرهار د شینوارو غيور ولس ته توهين وکړ او دا ده يو کال وروسته د يک په نوم يو بل خصوصي ټلويزیون بیا پښتنو ته په ټول کې توهين وکړ او په يوه طنزي خپرونه کې يی پښتانه ترهګر، شر خوښي او... وبلل.
په ټولنيزو پاڼو کې ډيرو کمو خلکو په دې اړه خپل غږ پورته کړ ل شونې ده ډيرو به دا خپرونه نه وي لیدلی خو هغو چې ليدلي خپل غږ يي پورته کړی دی،يک او طلوع ټلویزیون دواړه په افغانستان کې د تعصب، قومي او ژبنیو عقدو بنسټ ايښودونکي دي، دوی دواړه له يوې سرچينې حمايه کيږي او دواړه تلويزیونونه چې نن په رسنیز بازار کې ځانونه مخکښان بولي لامل يي دادی چې د دواړو د تمويل سرچينه يوه ده.
د يک تلویزيون تر دې توهين وروسته د ولس مخ خامخا دولت ته اوړي خو دلته ځينې پټې داسې کړۍ شته دي چې ډ ازادو، فعالینو، مدافعینو او،..... په نوم د کرکې او تعصب د خورولو د پروژو د فاع کوي چې په دې کې يوه يي هم د نۍ يا له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره ده.
نۍ ادارې په تیرو ۱۴ کلونو کې د افغان خبريالانو او رسنیو په نوم ښې ډيرې پروژې اخيستي دي،له بیلابیلو سرچينو يي دومره ډالر او يورو تر لاسه کړي دي چې هيڅ حساب يي نشته، همدې نۍ ادارې يو وخت چې کریم خرم داطلاعاتواو فرهنګ وزیر د نوموړي پر ضد منظم تحلیلونه او حتی کتابونه لیکل، زه هغه وخت ډير نه پوهيدم يو دوه ځلې يي ماته هم ځينې برخې په برښنالیک کې را ولیږل شوې خو ډير وروسته پوی شوم چې نۍ اداره د څه شي په لټه کې وه دوی ان له هغه وخته چې نوی نوی د لويديځ د ډالرو وياله افغانستان ته راماته شوې وه د مشخص قوم د شخصيت وژنې پروژه يي اخيستې وه.
راځم د يک توهین او له دې توهين څخه د نۍ اداري دفاع ته:
اول خو باید دا و وايم چې موږ د بيان د ازادۍ په نوم نه شو کولای شخصي حريمونو ته ور تير شو، د بیان آزادي شته خو د ولسونو عزت د بیان تر آزادۍمخکې دی ځکه ولسونو ددې خاورې راتلونکې تضمين کړې نو ولس د يو اصل په توګه تر هرڅه مخکې او ارزښتونه يی هم تر هرې آزادۍ مخکې دي.
راځم د اساسي قانون په رڼا کې آزادۍ ته د ورکول شويو حقوقو مادو ته:
۲۴ ماده:
آزادي د انسان حق دی دا حق د نورو له ازادۍ او عامه مصالحو پرته چې د قانون له لیاري تنظيمیږي حدود نلري.
د انسان آزادي او کرامت له تیري خوندي دی.
دولت د انسان د ازادۍ او کرامت په ساتنه او درناوي مکلف دی.
اوس راځم د يک زياتي او د نۍ ظالمانه دفاع ته:
آیا يک تلويزيون یو قوم ته توهين نه دی کړی که يي توهين نه وي کړی د هزاره لهجې په ټوکو ولې نۍ دومره جدي وه او پر پښتنو ملنډې بیا د بيان ازادی شوه؟ آیا دلته يک تلویزیون د پښتنو پر انساني کرامت تیری نه دی کړی؟ آیا نۍ بیا ددې تيري او ظلم د توجي په خاطر يو وار بیا پښتنو ته توهين نه دی کړی؟ آیا دولت مکلف نه دی چې زموږ د حقوقو ساتنه وکړي؟ که په ټولنیزو پاڼو کې خلک خپل حق غواړي نو نۍ بیا د کوم باغ ملۍ ده چې د يک د قومي توهين ننګه وکړي.؟؟
نۍ د کرکې او تعصب هغه ځاله ده چې تل يي د مشخص قوم، مشخصې ډلې او مشخصو څيرو دفاع کړې نۍ اداره له توحيدي تر نني مجيب خلوتګر پورې پټې کرکې او تعصبونه پاللي دي له پښتنو رسنیو سره د همدې نۍ ادارې له ادرسه زیاتی شوی دی، نۍ تل د مشخص قوم بیا د مشخصو رسنیو لپاره غږ پورته کړی دی.
عجيبه نه ده دلته يو قوم ته سپکاوی کيږي پر دې قوم روان ظلم يو ډول د ياد قوم بلل کيږي يو بل را پورته کيږي په ډيرې بې حیایی او سپين سترګۍ سره د شوي کار دفاع کوي، آیا دلته انساني حقوق شته آيا دلته د بیان د ازادۍ موخه د ارزښتونو او ولسونو سپکول دي؟
زه خو وايم که دلته د بيان ازادي همدې ته وايي نو ولس باید را پورته شي او ددې ازادۍ مخه ونيسي ځکه دا ازادۍ انسانیت او انساني ارزښتونه ښکنځي د نۍ اداره چې په مالي فساد کې ښکيله ده، د ماليي وزارت ټکس او نور حسابونه يي لا نه دي تصفيه کړي، پروژې يي اخيستي او ګټه پکې يو قوم کړې، په روزنیزو پروګرامونو کې يي مشخص قوم ته روزنې ورکول کيږي، توحيدي په هره ناسته پاسته کې د يو ې مشخصې ډلې دفاع کوي، په هيڅ رسمي دريځ کې يي پښتو ژبه او پښتانه نشته دي، عياشي، پټ او ښکاره فحاشي پکې اوج ته رسيدلې څنګه کولای شي شوی توهين توجي کړي.
دلته اوس باید ولس غږ پورته کړي خو داسې غږ نه لکه د طلوع پر ضد چې پورته شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید تر شدید فشارلاندې راشي د نۍ په نوم جوړه شوې اداره باید له خپلې اساسنامې سره سمه محاکمه، بیا وتړل شي او وروسته يوه ملی اداره ترې جوړه شي چې د هرې رسنۍ نشراتي کرښې او د ولسونو حقوق پکې خوندي وي، د نۍ پروژوي تغذيه او د ولس په نوم امتياز اخيستل د زهرجن مار لا چاغيدل دي.
ولس باید نور ويده پاتې نه شي منم چې زما په سیمو کې جنګ دی خو زه ترهګر نه يم ځکه که ترهګر وی نو نن به زما سيمې خوندي وی، ښونځي به مې پرانيستي وی، د يک، طلوع او.. په څیر به مې ډيرې رسنۍ او د نۍ په څير به مې څو د عياشی او فحاشي ادارې درلودای، که زه ترهګر وی نن به زما بيځایه شوي په قمبر څلور لارې او... کې در په در نه وی پراته، که زه ترهګر وی نو نن به مې د هلمند ښځمنې او سپين ږيري په دې سخته روژه کې در په در نه وی او باالاخره که زه ترهګر وی نو نن مې والله که يک او نۍ ته په قلم بلکه په سوک ځواب ورکاوو خو زه مجبور یم، د تپل شوې نښتې ښکار يم، قرباني يم، توهين شوی یم، وژل شوی یم، لوټ شوی او تالا شوی یم، پر مظلوميت که څوک نه راسره ژاړي نو له مظلوميته مې دې خوند هم نه اخلي.
نۍ که يک تلویزیون ته د دوی د کړنې پر ضد د يوې نړۍ والې رسنۍ راپور دې رسنۍ ته سپکاوی بولي او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه په دې اړه د عاجل ځواب غوښتنه کوي نو پښتون ولس هم باید څومره ژر او عاجل چې شونې وي له يک تلويزیون سره د خپل حیثیت معامله پاکه کړي، ځکه که پښتنو تر دې مخکې طلوع تلويزیون په جدي ډول تر خپل فشار لاندې راوستی وی پښتنو ژورناليستانو د نۍ د عياشي او فحاشي د پروژو او پروپوزلو په برخه کې خپل حق غوښتی وی يا يي دا اداره په رسمي ډول تحريم کړې وی نو نن به موږ د لستوڼي مار نه چيچلی.
بله مهمه خبره داده چې نۍ باید ځان د يوې بې پرې ادارې په توګه ثابت کړي او څو پوښتنې مې باید ځواب کړي:
۱: آیا يک تلويزيون يو قوم ته توهین کړی کنه؟
۲ـ د نۍپه اداري جوړښت کې څومره پښتانه دي؟
۳ـ د نۍ ادارې مشري تر اوسه کوم پښتون ته ورکول شوې؟
۴ـ نۍ ولې يوازې د يو قوم د رسنیو دفاع کوي تر اوسه د کومې پښتنې رسنۍ ورته دفاع شوې.
۵ـ نۍ آیا رښتيا بې پرې ده که بې پري وي بیا نو ددې ادارې بل رئيس توحيدي ولې قومي دريځ لري.
۶ـ که نۍ د رسنیو له حقوقو دفاع کوي آیا پرونۍ انعکاس راډیو رسنۍ نه ده ولې چوپ دي.
۷ـ که نۍ د رسنیو دفاع کوي آیا پر پښتنو رسنیو او ژورنالیستانو زیاتی نه کيږي.
۸ـ که نۍ ملي اداره وي نو خپل ملي والی دې ثابت کړي.
۹ـ که نۍ ملي اداره وي بیا نو توحيدی اوخلوتګر ولې د شمال ټلوالې ويندويي کوي.
۱۰ـ نۍ څومره روزنیز ورکشاپونه او ستاينليکونه پښتنو او څومره يي د نورو قومو ژورناليستانو ته ورکړي دي.
برنۍ پوښتنې باید نۍ اداره په آساسي ډول ځواب کړي، پښتانه باید نور د یک تلویزیون خپروڼې تحریم کړي که په دې رسنۍ کې شته پښتانه لږ هم ننګ لري نو په مرکز او ولايتونو کې يي باید کارکونکي استعفا ورکړي ځکه له دوی سره نور باید حساب يو طرفه شي.
د پښتنو دا وارې چوپتيا او په تشه بښنه ځان خلاصول يي بیا بيا ملنډو ته موکه سازی ده که غواړۍ د بیان آزادي باندې نۍ او يک پوی کړی نو له خپله حقه دفاع به مو يوازنۍ حل لاره وي.
پای
اکرام الله اتل