
یو نفر و چې د خپلې ملګرې جینۍ د مسېجونو په لوستلو ستړی شوی و..
ځکه دې جینۍ به هر وخت ورته مسېج کاوه: "مینه درسره لرم! "، "ډېر مې یادېږې! "، "ستا بغېر راباندې یوه دقیقه هم نه تیریږي"... او همداسې ډېر نور..
یوه شپه هلک په کټ پروت و چې د جینۍ مسېج ورته راغئ، هلک ورته هیڅ پام ونه اړولو، ددې پر ځای چې مسېج ولولي سیده ویده شو..
سهار وخت هلک ته د جینۍ مور زنګ راغئ، د جینۍ مور ژړیده ورته وویل چې بیګا شپه هغه جینۍ چا وژلي وه... هغه وخت کله یې چې هغه ته مسېج کړئ و..
هلک په یاد شو چې هغه ته یو مسېج راغلئ و، ژر ورغئ او مسېج یې ولیده، لیکل شوي وو:
زما ګرانه! دلته ستاسو په کوڅه کې روانه یم او څو نفر دي چې ما څاري، هیله کوم ما سره مرسته وکړه او له دوی مې خلاصه کړه..
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پند:
هیڅکله هغه شخص مه پرېږدئ کوم چې ستا سره مینه کوي، او ستا خیال ساتي..
ځکه یوه ورځ به تاته دریاد شي او ډېر افسوس به وکړې چې ته له دې مخکې چې ستوري وشمارې سپوږمۍ دې له لاسه ورکړه..
ژباړه: ګودر