
په ایران کې سختدریځه جریان ته نږدې ویبپاڼه لیکي: دطالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ایران کې دوه میاشتې تیرې کړې وې، له ترور یوه اونۍ وړاندې یې پلازمینه تهران پرېښې وه، په دې دوو میاشتو کې یې له ایراني چارواکو سره هر اړخیزه خبرې کړې وې، له ځینو ایراني چارواکو سره یې تړونونه لاسلیک کړي وو. دایران دبهرنیو چارو وزارت بیا نه مني، چې ملا اخترمحمد منصور ایران ته هم تللی دی.
جهان نیوز لیکي: ملا منصورپه ایران کې له یو شمیر ایراني چارواکو او ادارو سره خبرې کړې وې، ویبپاڼه لیکي: ددې خبرو مهمه برخه،چې د دواړو خواوو ترمنځ شوې وه، دا وه، چې طالبان به په افغانستان کې له داعش سره نه یو ځای کیږي.
راپور لیکي: ملا منصور له ایرانیانو سره ژمنه کړې وه، چې طالبان به خپل هویت ساتي او هڅه به کوي، چې دافغانستان په شمال کې به د داعش دپرمختګ مخه نیسي او دا زمینه به نه ورکوي، چې داعش تاجکستان ته څېرمه ځانته روزنځایونه او پټنځایونه جوړ کړي.
ویبپاڼه زیاتوي: خبرو كې ډیرې پرمختګ شوی و، دواړه خواوې ځینو ښو پایلو ته هم رسیدلي وو، په دې برخه کې دمخدره موادو دقاچاق په اړه هم دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلې وې.
دطالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور، له ایرانه پاکستان ته په لار و، چې دامریکا بې پیلوټه الوتکې دتیرې میاشتې په ۲۱ نېټه په بلوچستان کې په نښه کړ،دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې امنیتي چارواکو دولي محمد په نوم پاسپورت تر لاسه کړی دی، چې دایران تازه ویزه لري.
وزارت ویلي و، چې دپاسپورټ څښتن دمی په ۲۱ پاکستان ته راننوتی او دا هماغه ورځ ده، چې ملا منصور په کې نښه شوی دی.
جهان نیوز پر پاکستاني استخباراتو تور لګولی دی، چې ISI امریکایانو ته دملا اختر منصور استوګنځای ښودلی دی، دا ایرانی ویبپاڼه لیکی: ایران دملا اختر منصور له ترور سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه یوه اونۍ وړاندې زموږ له خاورې وتې و.
د۲۰۱۵ ز دمی په ۱۸ په قطر کې دطالبانو د دفتر مسول طیب اغاهم ایران ته تللی و، د دریم ځل و، چې دطالبانو رسمي پلاوي ایران ته سفر کړی و.
داسی مالومیږي،چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې ډیرې پخې شوې وې او دلیل یې دملا اختر منصور سفر او هلته دوه میاشتې پاتې کیدل او له ایراني چارواکو سره لیدنې کتنې یې کره دلیل دی.
دسیاسي چارو کارپوه سعید کریمي وايي: دملا اختر منصور په ترور کې ایران لاس لري، دویکیلیکس داسنادو له مخې کله، چې دپاکستان په ایبټ اباد کې دالقاعدې پخوانی مشر بن لادن په نښه شو، ویکیلیکس وايي: دبن لادن وروستی مېرمن امل عبدالفتاح په ایران کې دغاښو ډاکترته تللی وه، هلته ایرانیانو دمېرمن امل په بدن کې داسی څه ایښې وو، چې ټول حرکات یې څارل کیده.