د سبا رڼا د تروږمۍ تر سيوري


سبا  يو ډير فقير او د هيلو ډک انسان دی. سبا به زما خړې جونګړې ته راتلو زما څخه به يې په ډير فقير او عاجز اواز پوښتنه کوله، زه به دده د فقير آواز په اوريدلو ډير خوشحاليدم . له هغه سره زما ډېره پيژندګلوي نه وه . هغه يو ډير اخلاقي او  پرېښته صفته انسان   و، او زما  ډيره تلوسه وه ، چې دده د تير ژوند په هکله ورنه پوښتنه وکړم مګر ونه توانيدم .يوه ورځ   سبا تری تم شو تر ډيرې مودې له ما ورک او تر سترګو مې پناه او د هغه فقير او د هيلو ډک رڼا مې هم ونه ليده ، نه پوهيدم له چا يې تپوس وکړم  .
د ورځو په تيريدو يوه ورځ هغه فقير او د هيلو ډک سبا د خپلې رڼا سره را څرګند شو غوښتل يې چې يوه د موسيقي اله زما څخه را ونيسي په دې وخت کې ورته زنګ راغی هغه په خبرو بوخت شو يو هلک راغی چې پخوا مې  هېڅکله نه و ليدلی ډير په بيړه يې راته وويل چې ايا ته دغه د رڼا او د هيلو ډک سبا پيژنې او ايا دده په هکه کوم چا څه درته ويلي ؟ زه ډير وارخطا شوم ، هغه کمبخت د هغې ناوړه پېښې په هکله هر څه په مڼډه مڼډه راته وويل زه ډير پرې خفه شوم او د ځان سره مې فکر وکړ چې ايا زه له ده څخه وپوښتم او که نه؟ پدې هم خبر شوم چې غوښتل يې  د خپلی رڼا څخه د تروږمۍ هغه يوه ذره څرک هم ورک کړی. که څه هم هغه پريکړه کړې وه چې له دنيا څخه کډه  وکړي مګر الله د هغې د دې ناوړې پريکړې سره نه و موفق، الله  دوباره نوی ژوند ورپه برخه کړو، ما پريکړه وکړه چې زه به داد هيلو ډک سبا له ځانه سره مل کړم هغه ته مې د ورورۍ لاس ور مخکې کړو هغه نور څوک نه درلودل هغه به هر وخت زما خړې جونګړې ته ته راتلو د هغه سره مې د ورور په شان رويه کوله، او يوه ورځ سبا د خپل تيرشوي ژوند ټول نکل راته وکړ.
ما به چې فکر کولو د اوسني سبا او د مخکيني سبا تر منځ ډير توپير موجود و، د هغه فقير او او د هيلو ډک سبا په مخکې هغه ژړا کمه شوې وه چيرې چې مخکې ما پکې ليدلي وه ، هغه به يوازيتوب کې ډير خوشحاله او ځان به يې ډير آرام احساس کولو له چا سره به يې خبرې نه کولې د خپلې هغې ښکلې رڼا په څرک پسې به يې زړه له خپلې سينې بهر را ايستی ؤ او د هغې سره يې ډير زياتی کولو هغه  به که ګرمي وه او که ساړه  تر هغه وخته يې خپل ځای ته نه پريښدو تر څو به يې چې د خپلی رڼا څرک نه ؤ ليدلی ، په خپلو ښو او بدو نه پوهيدو تل به خفه ؤ، اړو اوس هڅه کوی چې د خپلی رڼا څرک بيرته پيداکړی او هغه ته د دوستی لاس ور وړاندې کړي مګر د تقدير بدلول صرف د الله په لاس کې دی  انسان هيڅ کله خپل تقدير نشي بدلولی.
 
ليکونکی : منيرالله سباوون