نظم
شاعر:ګل رحمان رحماني
زه محصل يم عجيبه زماژوندون دى
بس خوبونه اودرسونه ، پوهنتون دى
هره خوامې نظرلګي په يارانو
ليليه که خوړنتون که کتابتون دى
٭٭٭
زه محصل يم ، زه له کوره مساپريم
عجيب شانته خيالونه راسره دي
کله باغ ، کله په پارک کله مسجدکې
بس جايمازاوچېپټرونه راسره دي
٭٭٭
چې سهارشي له خوبونونه زنګېږم
سرمينځلى تدريسيوته روان شم
په يوه صنف کې ټولګيوالوسره کېښنم
افلاتون دزماني ياشاه جهان شم
٭٭٭
په تفرېح کې خنداګانې،نڅاګانې
چې استاذوي نومرغۍ دسخت توپان وم
رخصتي شي ، ورروان په ليليه شم
په قطارکې مې پښې وچې وي ستومان وم
٭٭٭
زه محصل يم رانه هېراوس کلى کوردى
عجيبه غوندې ملګروسره سريم
دباميان ، دکندهارکه دکابل وي
زه په ټولوباندې ګران دزړګي سريم
٭٭٭
ليليه کې يوه کوټه اوشل کسان وي
په کټونوباندې خېژواوکوزېږو
کله جنګ وي په کتاب ياپه کټونو
کله جوړه خوشحالي وي اوخنديږو
٭٭٭
چې کورکلى راپه يادشي حال مې بل شي
چېپټرواخلم دجومات په خواروان شم
تلفون باندې خبرې کړم ژړېږم
له درسواوکتابونونه ستومان شم
٭٭٭
له يارانوسره مينه کړم مين يم
موږبوټونه اوجامې وېشلې نه دي
زموږزړونوجدايي ليدلې نه ده
مونږه دغه فاصلې وېشلې نه دي
٭٭٭
سمسټرشي امتحان شي رنګ مې زېړشي
چې مې ګورئ لکه مړى وم يارانو
هلته ګورم په خوبوکې سپينې پاڼې
دلته ستړى ستړى ستړى وم يارانو
٭٭٭
په اوله کې خسته وم چې بلدشم
پانتوني شم کوراوکلى رانه هېرشي
په خبروکې هرڅو ک په ماپوهېږي
که يوکال وي خوپه مايوه شېبه تېرشي
٭٭٭
بس څلورکلونه تېرپه دغه حا ل کړم
مونوګراف وي فراغت وي ديارانو
خلک ټول راته خنديږي چې انسان شوم
خوزمازړه کې حسرت وي ديارانو
٢٠٠٩-١٠-٢٧اکتوبر
ننګرهارپوهنتون
وروستي