
ایمل افغان
کله چې سړی د موجودو اولاس ته راغلو پښتو ادبي آثارو پخواني اسناد مطالعه کوي،نو راښکاري، چې دغه لومړني آثار په ځینو داسې مراکزو کې ایجاد شوي دي،چې هلته د پښتنو خپل محلي حکومتونه او قبیله یې نظامونه وو او پښتانه هلته د خپل ملي هویت او سیاسي اقتدار خاوندان وو.
په دغومراکزو کې لرغونی مرکز او د پښتنو پخوانی ټاټوبی غور دی.
خو مخکې تردې چې په دغه مرکزکې د پښتو پرایجادي ادبیاتو خبرې وکړو،بهتره به وي دا خبره له یاده ونه باسو،چې د دوهمې هجري پېړۍ شاوخوا په غزني کې دلویکانو شاهي کورنۍ موجوده وه،چې تر ګردیز او زابلستان پورې سیمې یې په ولکه کې وې او د منطقې له سیمه ییزو شاهي کورنیو سره یې روابط هم درلودل.
د غزني د لویکانو د کورنۍ قدیم سړی جویر نومېده ،چې د ۱۲۰ ه ق په حدودو کې یې د ژوند زمانه وه ، د دې کورنې قدرت د سبکتګین (۳۶۵ ه ق ) په وسیله ختم کړای شو. د لوی استاد مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د څېړنو له مخې دلویکانو د کورنۍ نژادي تقارب له غلجي پښتنو سره ښکاره دی او دغه غلجي پښتانه له زابلستانه ترغزني پورې زمکو کې له قدیمه میشت وو او اوس هم میشت دي.
د غزني د لویکانو د کورنۍ د یوه لویک یو پښتو بیت موږ ته را رسیدلی دی. د بیت د ویونکي نوم نه دی څرګند ، خو د خانان لویک او خنچل شاه کابلي معاصرو او په ۱۶۳ ه ق کال کې ژوندی ښکاري.
دغه بیت لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د سلطان سخي سرور د کراماتو د یوخطي کتاب له یو حکایت څخه را نقل کړی دی او په اوسنۍ املا استاد داسې لیکلی دی:
په زمي غزنه ښخېد لویک لــویانو بایله لــویا
کښه تور به براغلوم (بلوم) ممله تازیو په ملا
دا لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسې تفسیر شوی دی:
څنګه چې د غزني خانان لویک په جبري ډول مسلمان شوی و، نو له کابله یو بل لویک دا لوړ بیت ورواستاوه ،چې دا لاندې مفهوم ځنې اخیستل کېږي های افسوس! لویک بت د غزني په زمکه کې ښخ شو، لویا خو خپله لویی بایلوده، زه به لښکر در واستوم ته د تازیانو(عربو) ملګري مه کوه.
د بیت له ژبني تحلیل څخه داسې نتیجه اخیستل شوې ده ،چې د اسلامي عصر په لومړیوپېړیو کې پښتو په شرقي خواوو کې پهلوي ژبې ته نژدې وه.
د غزني د لویکانو د دغه یو پښتو بیت له دې لنډې یادونې وروسته بېرته خپل اصلي مقصد ته را ګرځم او د پښتو ادبیاتو د ایجاد هغه لومړنی مرکز ښیم، چې په اسلامي لومړیو پېړیو کې هلته پښتو اثارو دایجاد زمینې درلودې او د پښتو هغه لومړني لیکلي اثار چې موږ ترلاسه کړي دي،په دغه سیمه کې ایجاد شوي دي.
(۱) غور: غور د افغانستان یوه لرغونې او تاریخي سیمه ده ،چې د پاچاهیو سلسلې پکې تېرې شوې دي او د دې سیمې پاچهانو د اسلام د مقدس دین د خورولو په چارو کې هم لویه برخه درلودې ده.
د پښتنو په لرغونو اوسیدنځایونو کې یوه هم د غور سیمه شامله ده،چې د غور له سوریانو سربېره د پښتنو د ځینو نورو قبایلو نسبت هم له دې سیمې سره ښکاره دی .
د پښتنو په قبایلو کې یوه لویه قبیله ، د غوري یا غوریا خیلو پښتنو ده ،چې د تاریخي اثارو او نسبي تحقیق د کتابونو د روایاتو له مخې د کند بن خرشبون بن سړه بن په اولاد کې د غوري په نامه د یوتن ذکر راځي. د مخزن افغاني د روایت له مخې د دې سړي اصلی نوم شیخ ابراهیم و، خو څنګه چې په غور کې زوکړی و، نوځکه د غوري په نامه مشهور و او اولاده یې تراوسه د غوري او یا غوریا خیل په نامه یادېږي. په غوري پښتنو کې څلور لویې قبیلې شاملې دي:
دولت یار،خلیل،زیړاني او څمکني،چې بیا دې هرې قبیلې ته نورې لسګونې پښتنې قبیلې اوپښې منسوبې دي.
د غور اوسني مرکز چغچران شرق ته اوس هم د دولت یار په نامه یو کلی شته ،چې د غوري پښتنو د دولت یار د قبیلې له نامه سره اړه لري.
د استاد پوهاند عبدالشکور رشاد د تحقیق له مخې د غه غوري پښتانه د چنګیزخان (۶۲۴ ه ق مړ) له بریدونو وروسته له غورڅخه کوچیدلی دي ، مخ په جنوب او شرق رالېږدېدلي دي.
له غوریا خېلو پښتنو سربېره د نورو ډېروپښتني قبیلو د اوسېدو پخوانی ټاټوبی هم غور و او ډېرې پښتني قبیلې له دې سیمې څخه نورو سیمو ته تللې او خورې شوې دي له دغو تاریخي روایاتو او اسنادو ښکاري چې د اسلامي عصرپه اوایلو کې د غور زیاتره اوسېدونکي پښتانه وو او د دوي ژبه پښتووه.
زمــــوږ د هېواد نومیالی مــــورخ ارواښاد میرغلام محمد غبار په خپل یــو اثر ( افغانستان ونګاهی به تاریخ آن )کې لیکلي دي چې د غور قدیمی آریایی ژبې د وختونو په تېریدو سره خپل ځای ځینو محلي لهجو او پښتو ته پرېښود او د غور سیمو ته د پښتنو دپرله پسې مهاجرتونو له امله دا ژبه هلته عامه شوه.
د غور له پاچهي کورنیو څخه یوه کورنۍ د سوریانو ده په طبقات ناصري کې د قاضي منهاج السراج جوزجاني د لیکنو له مخې د ضحاک (پښتو:سهاک) په اولاده کې دوه وروڼه وو، چې د یو نوم سور او د بل سام و، سوریی مشر ورور او پاچا و او دا بل یې دلښکرو مشرو، تر اسلامي عصره د مخه دوي په غور کې پاچاهي درلوده.
دغه د غور سوري شاهي کورنۍ په تاریخونو کې د شنسبانیانو په نامه هم مشهوره شوې ده او داځکه چې د دې کورنۍ یو مشرنیکه شنسب(شین اسپ) نومېده ،چې د پلار نوم یې خرنک و، د ا شنسب د حضرت علي (رض) په زمانه کې مسلمان شوی او د غور باچا منل شوی دی.
د شنسب زوی امیر پولاد و،چې د خپلو پلرونو نوم یې بیا را ژوندی کړ. هغه وخت چې ابومسلم مروزی د بني امیه امیران له خراسان څخه وشړل او د بني عباس په پلوۍ ودرېد، نو امیر پولاد د غور لښکرې د ابومسلم په مدد وکوچولې او دآل عباس د پاچهۍ مرکز د غور په مندیش کې و،کله چې دی وفاتېده نو یې پاچاهي زامنو ته ورسېده.
ماخذ: د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړې دوره :