اې ظالمانو؛ د کرکټ بورډ په کوم ځای کې مشکل دی؟

 
محمد رفیع
له هغې ورځې ،چې دافغانستان کرکټ رامنځته شوی ، یوازې دګوتو په شمار کلونه دي ،چې ورځ تربلې یې دپرمختګ نښې ټول هېواد وال او حتی نړیوال ګوري.
که له هغو ادارو سره یې پرتله کړو ،چې درامنځته کیدو یې په سوونو کاله وتلي ،نو کرکټ بورډ به په خپلو کارونو کې ترې سل فیصده وړاندې لاړ وي ،چې ښه نومونه یې په تیر شل اوریز جام کې موږ له نیږدې ولیده .
که بیا تاسو دا فکر کوی ،چې دا کارونه خو دلوبغاړو دي ،چې ښه لوبه یې وکړه او نړیوال اتل ویسټ انډیز ته یې ماتې ورکړه ، نو دا هم له فکر مه اوباسی ،چې دهمدې لوبغاړو تر شاه یو قوي مدیریت و ،چې په شتون کې یې لوبغاړي تر دې بریده ورسیدل ،څو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي .
هغه به په ځاي پریږدو ،دلته به داخل ته راشو ،موږ تاسو وینو ،چې هره ورځ یو نوی خبر ترلاسه کوو،چې نن کرکټ بورډ په پلاني ولایت کې اکیډمي جوړه کړه او په پلاني ولایت کې یې داکیډمۍ چارې پیل کړې او په پلاني ولایت کې بیا دسټیډیم چارې روانې دي ،نو اوس تاسو ووایی ،چې دې کارونو ته پنډ پیدا کول اسان کار دی او دیو چا له جیبه دپیسو راویستل داسې اسانه خبره ده ،والله که څوک دنسوارو روپۍ هم درکړي ،ځکه چې ټول هېواد وال ښه سره پیژنو .
دې ډول کارونو ته پیاوړي کسان لګیږي ،څو یو څوک دې ته لیوالتیا وښيي ،چې دکرکټ په برخه کې دې پانګه والي وکړي .
بله خبره یې دا چې دیوه مکمل ممبرهېواد لوی ټیم ( حبیب بانک ) راوستنه افغانستان ته او بیا دلته په افغانستان کې له هغه سره لوبه ترسره کول خوب لیدل وو،موږ تاسو ټول پوهیږو ،چې دحبیب بانک لوبډله دپاکستان یوه هغه لوبډله ده ،چې نوم یې په پاکستان کې تاریخي سابقه لري او دپاکستان هغه اتل لوبغاړي ،چې همیش یې پاکستان ځلولی له همدې لوبډلې سره لوبیږي او دکرکټ په برخه کې ددې بانک پانګونه دومره ده ،چې هیڅ حساب یې نه کیږي .
دکابل په زړه کې هغه وړوکی میدان ،چې کرکټ بورډ ټول کارونه له هغه ځایه سمبالوي او له هغه ځایه زموږ اتل لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې بریاوې هېواد ته راوړي او له هغه ځایه دافغانستان ټول ولایتونه سمبالیږي ،څومره ښکلی کړی .
په هره سیالۍ کې تاسو ټول ګوری ،چې دغه لوبغالی داسې ښکاري ،ته به وايې ،چې په استرالیا کې دی او یاهم انګلینډ کې .
په داخلي برخه کې دافغانستان کرکټ دومره غښتلی دی ،چې په هره برخه کې لوبډلې لري ،چې نومونې یې دلته تاسو ته یاولی شم :
۱- سکول لیول.
۲- کلب لیول .
۳- دولسوالیو په کچه ولایتي سیالۍ .
۴- د معیوبینو ولایتي او زون سیالۍ .
۵- دکڼو ملي لوبډله .
۶- د۱۷ کلنو ولایتي لیول .
۷- د ۱۷ کلنو زون لیول.
۸- دپوهنتونونو سیالۍ .
۹- د ۱۹ کلنو لیول .
۱۰- ملي ۱۹ کلنو لوبډله.
۱۱ – ملي لوبډله.
۱۲ – دمعیوبینو ملي لوبډله .
۱۳- ولایتي دویمه درجه سیالۍ .
۱۴- ولایتي اوله درجه سیالۍ .
۱۵- ۲ ورځنۍ سیالۍ .
۱۶- څلور ورځنۍ سیالۍ .
او داسې نور ...
نو اوس تاسو فکر وکړی ،چې دومره ډیر پروګرامونه هغه هم په یوه کال کې په تقسیم اوقات برابرول او بیا ترسره کول تاسو ته کار نه ښکاري او که ستاسو جیبونو ته څه پکې رسیږي نه .
دهندوستان د یوه لوبغاړي (ایشون ) معاش په میاشت کې (۱۹۰۰۰۰) ډالر کيږي .
دغه اندازه ډالر به زه فکر کوم ،چې زموږ ټول کرکټ بورډ ،دملي لوبډلو لوبغاړو ، ولایتي مسؤولینو او نورو له معاشونو څخه زیات وي .
بیا نو تاسو فکر وکړی ،چې څنګه به دوی ته دغلا موقع پکې برابره شي او بله دا ،چې هر سپانسر دخپلې بودیجې دمصرف هره برخه له نیږدې څاري او دومره لیونیان هم ندي ،چې بس موټر ترې رابار کړي او دوی ته یې په کرکټ بورډ کې واچوي او دوی هم هر یو ترې خپل دواسکټ جیبونه ډک کړي او کورونو او بانکونو ته دې انتقال کړي.
کرکټ بورډ ټول انکشافي او تخنیکي کارونه برابروي او سپانسر کوونکي پرې خپل لګښت کوي .
او وروستی زیری خو یې تاسو هم ګوری ،چې تاریخي زیری له ویسټ انډیز سره دسیالیو برابرول .
نور نو اوس تاسو او خدای ،چې قضاوت څنګه کوی ،خو که بیا هم کوم کس په دې کارونو سترګې پټوي ،یوه بله اداره دې را وښيي ،چې له دې سره یې پرتله کړو او که ترې زیات کارونه یې کړي وي ، په خپله برخه کې نو موږ به مو هم ترشاه ودریږو او مرګ دانش نارې به کوو.