
د الوطن ورځپاني په خپله سرمقاله كى د افغانستان د انتخاباتو دويم پړاو ....اود سياسي كړنلارى ستونزي څيړلي زياتوي په افغانستان كي د رياست جمهوري انتخاباتو دويم پړاو چى ټاكل شوي د نومبر په 7 نيټه به ترسره شي توقع كيږي چى له لومړي ځل څخه به بهتره اوښه نوي چيرته چى د پاكوو اوبيطرفانه انتخاباتو د ادارى اوترسره كولو لپاره اساسات شتون نلري , حامد كرزي دويم پړاو انتخاباتو ته هلته غاړه كيښوده كله چى د ملګرو ملتونو څيړونكوو په يوه مليون رايو كى تقلب اولاسوهنه په ګوته كړله چى د ټولو رايوو څلورمه برخه تشكيلوي , په افغانستان كي په ټولټاكنو كي تقلب يواځنى ستونزه نده سره لدي چى د ټولو ستونزو مشره ستونزه ګڼل كيدي شي ,خوامنيتي بد وضعيت او د رايوو وركولو ټيټ نسبت هغه ښكاره دلايل دي چى د افغانستان د پراخه كړكيچ په استمرار باندي دلالت كوي , اوترڅو چى د افغانستان له سياسي انځور څخه امنيت او پرمختيا وركه وي تر هغه پوري به د افغانستان انتخابات دبهرنيوسياسي ډلوتر منځ يوبي ګټي كشمكش وي ,اوهمدارنګه د هغه داخلي سياسي ډلو تر منځ چى لا تراوسه د يوه قوي سياسي لاسته راوړنى څخه لري دي , افغانى كړكيچ دومره ژوردي چى د انتخاباتو په نسبي شكل ترسره كول باندي د افغاني ټولني څخه نشي لري كيدلى , اونړيواله ټولنه غواړي د ديموكراسي تګلاره په افغانستان كي پلي كړي خو لدي موخى څخه عاجزه اوناتوانه پاتي شوي ده , او دا پايله د امريكايى نظامي وړاندينو څخه په ښكاره په ډاګه كيږي .
پدي هكله كيدي شي د تجربه كارو خلكووړانديزونه وڅيړل شي اوپه تيره د هغو دولتونو وړانديزونه چى د افغانى سياسي كشالي په اړوند لويه تجربه لري او د افغانانوپه داخلي جوړښت باندي پوهيږي اودبهرنى سياست په اړه د دوي څرنګوالي وڅيړل شي , شاهزاده تركي ا لفيصل په خپله ورستى مقاله كى چى د امريكا د واشنګټن پوست په ورځپانه كى خپره شوي ده د امريكا سياسي مشرتابه ته د افعانستان د معضلى اړوند د اوه ټكيو تګلاره وړاندي كړي چى دري ټكي يى خورا مهم اود افغانستان له سياسي كړكيچ څخه د وتلولاره په ګوته كوي چى په لاندي ډول راغلي دي .
1- د كانديد عبدالله عبدالله كاميابي په ټاكنو كي به د افغاني ټولنى د ستونزو او نور كړكيچ لامل شي ځكه چى دي د افغانستان پښتنوو اواوزبكوو ته چى د افغانستان اكثريت تشكيلوي د منلو وړ ندي .
2- د ډيورنډ د كرښي د ستونزى اوارول د پاكستان او افغانستان ترمنځ .
3- د طالبانو په هكله د نړيوالومطبوعاتو تګلاره بدلول او د القاعدى اوطالبانو تر منځ توپير كړل چى كيدي شي د ا تګلاره د افغانى ټولنى د وحدت لامل وګرځي .
د رايو نسبت اوپرتله بايد د سيموو د امنيتى وضعيت په اساس وټاكل شي ځكه چى د پښتنو سيمى د امنيتي لحاظ څخه كړكيچني دي نود رايو نسبت پكښي دير لږدي , نو لدي ځايه نړيوالى ټولنى ته پكار ده چى د افغاني سياستوالود سياسي هڅو اتحاد اويووالى په هكله زيار وباسي او د يوه وطني ملي حكومت د جوړولوكوښښ وكړي پځاي د دى چى هغه انتخابات تر سره شي چى د ملت غوښتني نشي تر سره كولي .
عبدالرحمن فرقاني