
د ملا هيبت الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې تر ټولو لوی هيبت او خوف پيل په کندوز کې د څو بيګناه مسافرو په وژلو پيل شو ، موږ پوهيږو چې دا لومړی او وروستی هيبت او افت نه دی ، ځکه هغه همداسې ويرې خپرولو مرګونو او
جنګونو لپاره ګمارل شوی ،هغه له جنګ جګړې، ويرې خپرونو پرته ولس ته بل پيغام نه لري کنه يو مشر بايد خپل ولس ته په لومړي پيغام کې ، چې نږدې څلويښت کاله يې په جګړه کې تير کړي ، پرديو هيوادنو ته مهاجر شوي ، رټل شوي ، ميندې يې بورې شوي ميرمنې يې کونډې شوې او بچيان يې شهيدان شوي ، د سولې ، بيا رغونې ،ژوند او راتلونکې ته د هيلمنتيا پيغام ورکړي ، خو بر عکس ملا صيب خپل لومړني کارونه د بې ګناه انسانانو په وژلو پيل کړل.
له پرونۍ پيښې څرګنديږي ، چې ښاغلی هيبت الله د خپلو سلفو په څير په جګړه باروي دی ، هغه هيڅکله په خپلو هيوادوالو زړه نه خوږه وي ، هغه ته دهغه چا وينه چې کلمه وايي ارزښت نه لري ، هغه دا هم نه درک کوي چې په افغانستان کې د جګړې د نغري د تود ساتلو ګټه چاته رسيږي ، هغه له دې هم نه دی خبر ، چې د افغانستان او پاکستان حالات په کوم تمځای کې ولاړ دي ، هغه په دې نه پوهيږي چې په دې حساس پړاو کې هغه د چا په طرف کې ولاړ دی ، د خپل ولس په څنګ کې که د ولس د دښمن په څنګ کې ، پاکستان همدا اوس د افغان کډوالو سره څه ډول چلند کوي ؟ پاکستان همدا اوس په افغانستان کې په خپلو مرستو پيل شوې پروژو ته پيسې نه ورکوي.
پاکستان همدا اوس د تورخم دروازه افغانانو پر مخ تړي ، هلته له ويزې پرته چا ته د ورتګ اجازه نه نه ورکوي ، پاکستان دا هيڅکله نه شي زغملی چې افغانستان دې په خپلو پښو و دريږي دوی غواړي چې افغانستان دې تل همدوی ته محتاج پاتې وي د چاه بهار معاهده پاکستان ته يو ستر ګوزار وو ، پاکستان خو که دا کارونه کوي ، ځکه هغوی فکرکوي چې په افغانستان کې امن هيڅکله د دوی په ګټه نه دی طالب چې د افغانيت دعوا کوي او دا هم وايي چې د پاکستان له تاثير لاندې نه يي، نو بيا ولې پاکستان سره د هغوی د اهدافو په پلی کولو کې مرسته کوې؟
د ملا منصور له وژل کيدو وروسته دا هيلې را ټوکيدلې وې چې ملا هيبه الله چې فکر کيږي چې يو شيخ الحديث دی او په طالبانو کې تر نورو ډير په اسلام پوهيږي ، حالاتو او ظروفو ته په کتو به د طالبانو په جګړيږې تګلارې له سره کتنه وکړي ، فکر کيده چې هغه ته به دا ايات ضرور معلوم وي ( وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا)(النساء: 93 ) ژباړه : چا چې يو مومن په قصدي توګه ووژلو نو سزا يې جهنم دی ، نه يوازې جهنم بلکې په جهنم کې به د دايم لپاره پاتې کيږي تر څنګ به يې د الله جل جلاله لعنت او غضب هم پر دې قاتلانو ويل کيږي او بالاخره تر ټولو سخت عذاب به همدوی ته ورکول کيږي.
مولوي صيب ته به حتما دا حديث زده وي(... ومن خرج على أمتي يضرب برها وفاجرها، ولا يتحاش من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده فليس مني، ولستُ منه) ژباړه : هغه څوک چې زما د امت پر وړاندې وسله پورته کوي د ښه او بد توپير نه کوي او په دې برخه کې په زړه کې له خدای ويره هم نه لري ، همدا رنګه په خپلو ژمنو وفا هم نه کوي نو دوی زما په ډله کې نه دي او زه ه د دوی له ډلې نه يم ) په دې برخه کې په لسګونو اياتونه او احايث شته چې د مسلمان د وينې ارزښت او درناوی په کې ثابت دی ، که شيخ هيبت الله په ريښتيا شيخ الحديث وي نو دا اياتونو او او احاديث به يي حتما مخې ته راغلي وي.خو داسې ښکاري چې دا سړی شيخ الحديث څه چې ملا هم نه دی ، ځکه د بې ګناه انسان وژنه په اسلام کې له شرک وروسته تر ټولو ستر جرم دی.
ملا صيب بايد په دې هم پوه شي چې د کندوز وروستۍ پيښه قطاع الطريقي ( لار شکونه ) ده
قطاع الطريقي په څو ډوله ده : لومړی چې له مسافرو مال واخلې نور څه ورته ونه وايي ، نو په دې حالت کې د غلا حيثيت لري چې بايد دغل لاس پرې شي ، دويم که يي قتل وکړ او مال يي پريښود ، نو قاتل وژل کيږي ، او که چا هم مال واخست او هم يي قتل وکړ ، نو په دې حالت کې د وخت امير اختيار لري چې لومړی تر لاس او خپه غوڅه کړي او بيا يي ووژني ، امير اختيار لري چې را ځوړند يي کړي ، چې دا د امام ابي حنيفه مذهب هم همدا دی ، په قران کې د دې کارونو تر سره کوونکو ته مفسدين ويل شوي او دوی يي هغه څوک بللی چې د خدای سره په جګړه کې دي الله جل جلاله فرمايي(:ا نما جزاء الذين يحاربون الله ورسوله ويسعون في الأرض فسادا أن يقتلوا أو يصلبوا أو تقطع أيديهم وأرجلهم من خلاف أو ينفوا من الأرض) ژباړه : دهغو کسانو چې د الله او د الله د رسول پر وړاندې جګړه کوي او هڅه کوي چې په ځمکه کې فساد خپور کړي ، سزا دا ده چې بايد ووژل شي ، په دار را وځړول شي او لاسونه او پښې يي ترې غوڅې شي او يا هم له هيواده وشړل شي ...
همدا رنګه اټکل کيږي بلکې د طالبانو له وروستيو فعاليتونو په ښکاره دا جوتيږي چې نوموړی د تيرو مشرانو په پرتله ډير سخت دريځه انسان دی ، ده د خپل امارت په لومړۍ ورځ د خپل مسلک سره جفا وکړه ،دی چې قاضي پاتې شوی په لومړۍ ورځ يي په کابل کې قضايي ډله په نښه کړه ، او په دې توګه يي په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کينولې هغه چې خپل هم مسلکي وژلي شي هغه په هيچا صرفه نه کوي هغه چې خپل مسلک ته ژمن نه دی هغه هيڅ ته ژمن نه شي پاتې کيدای ، نو ځکه له نوموړي د سولې په اړه تمه کول هم معقوله فريضه نه ده.
په پای کې په کندوز کې له پرونۍ وحشي پيښې څو خبرې په ازبات رسيږي :
- ملا هيبت الله ديني عالم او شيخ الحديث نه دی ، ځکه حقيقي شيخ الحديث د مسلمان وينې تويدنې مخالف وي او باوري وي چې د بې ګناه انسان د وژنې پوښتنه حتما ترې کيږي .
- د کندوز وروستۍ پيښه قطاع الطرقي بللی شو ، چې په اسلام کې د قطاع الطريق ( لارشکوونکو ) سزا مرګ دوی بايد ټول ووژل شي
- طالبان په هيڅ ډول ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي بلکې په څرګنده د يوې داسې جګړې مسوليت مني چې نه د دين او نه هم د ملت په ګټه ده .
- طالبان د پاکستان د ګټو تامينونکي دي او په دې برخه کې پر خپلو هيوادوالو هيڅ ډول رحم نه کوي
- د سولې په اړه هيلې لا هم مړاوي دي او جګړه لا هم طالبانو ته لومړيتوب دی
- نوی طالب مشر سوله ييز فکر نه لري دی هم د خپلو تيرو مشرانو په څير هر څه په جګړه کې ويني، چې نه د دين ، نه د ولس او نه هم د هيواد په خير ده ، بلکې د دوی په خير هم نه ده .