
لیکنه: ضیاء روښان
دموسیقی په صنف کې یوه دپاخه عمر ښځه وه په پوره مینه به یې د خپل هنر سره خیالي ذکر کاوه د آرمونیې له پردې به یې چې د راګ باد داخل شو په دومره عالی سور اوساز به له یوې داسې نغمې سره رابهر شو چې دزړه خلابه یې د جهان دهستیو هاغه هسکوته بیوله چې په هیڅ آرام تصور هم فکر نه ورته رسیده
زه به چې له استاد مخکې صنف ته ورسیدم ترخپل تمرین مخکې به مې د سازونو په دا ترکیب کې خپل ذهن آرام کړ د پاخه عمر ښځې خپل یوازینی کابو د لسو کلونو په عمر بچی هم له ځان سره راویست ځکه معمول داسې وو چې کله به دا له دفتر رخصت شوه نو ماشوم به هم له مکتب رخصتیده .
ماشوم به دموسیقۍ په دې وړوکې احاطه کې خپل وخت د دروازې مخامخ په هغه را وېزانده دیکور ګیتارونو تیراوه چې یوازې د صنف د منظم ښکاره کیدو له پاره را ځوړند شوي وو
ما به چې کله خپل رباب راواخیست او د دلویې هستۍ په لوړو فکرونو کې به مې له ښار د راګرځېدلو دیوالو پر سر تورې لړې ولیدې د قمرګلې هغه سندره چې وایې
په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه
ګلۍ وریږي
مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی
به مې د خیالونو په ژبه راواخیسته نو د پاخه عمر ښځه به که دموسیقۍ په هر سور کې وه نو دابه یې راسره غبرګوله
آن تر دې چې یوه ورځ یې یوه هلک ته ویلي وو چې ددې سندرې شعر په خپل اصلي کمپوز کې ورته تابلو کړي
نو زه پوه شوم چې د موسیقۍ عالي کیف همدا دی چې له زړه خیږي او په زړه لویږي.