د هبت الله هيبتناک مرګونه او فتواوې

 
ډيرو د طالبانو د نوي مشر هبت الله له ټاکل کيدو سره سم يي په څيره کې د سولې د کوترې خيالي پرواز ليده، زه له هم هغه وخت ښه ورته متوجې ووم ځکه کله چې يو عادي ملا له پنجوايي کډه شي په کوټه کې مدرسې او کيسې لري نو  په څيره کې يي عاطفه يا رحم لیدل هسې خيال دی خو ما ويل راځه خدای دې زما وړاندوينه دروغ کړي او ددې نورو دې الله رښتيا کړي.
سولې ته زموږ تنده د هر طالب تر مرګ وروسته ځکه ډيره شي چې د يو په وژل کيدو داسې فکر کوو چې ګوندې بل به نه غواړي د مظلومو افغانانو په وینو يي لاسونه سره شي او په زړه کې مو دا خبره تل راګرځي چې هر نوی کس له ځان سر نوي فکرونه هم لري نو ګوندي هبت الله د سولې نوی خيال په سر کې ولري.
خو داسې نه يي تل زموږ د دوستانو وړاندوينې د هر طالب مشر په مقابل کې ناسمې خيژي کله چې د طالبانو د وخت قاضي او د مرګونو فتوا ورکونکي د طالبانو مشرتوب خپل کړ او د حقاني زوی سراج الدين حقاني ددې ډلې مرستيال شو نو لومړنۍ وينې يي په کابل، بیا يي په هلمند او پرون يي هغه ده په کندز کې وبهولې.
ملاهبت الله تر منصور ځينې بدګڼې هم لري یو دا چې منصور خو لږ تر لږه د دنيا د مزایاوو خوند څکلی وو که نور نه وو د پوډرو تجارت خو يي کړی وو خو په وظيفه او د چړيانو په وچه ډوډۍ را لوی شوی هبت الله چې څه کوي شونې ده تر منصور يي زړه ډير سخت وي.
ما د منصور سوی وجود ولید،يبلې پښې، بې عزته په يوه دښته کې پروت او دوه اونۍ د پاکستان پر روغتونونو يي د مړي ګرځول کیدو په والله بالله ژړا را وسته ځکه لږ تر لږه مې افغاني غرور ددې اجازه نه راکوله چې دښمن مې دې يو وارې يو افغان په ژوند غلام کړي او بیا دې د مړي دومره بې عزتي وکړي زما وړاندوینه هبت الله ته هم ورته ده له دې سره سره چې طالبان يي قاضي، شيخ الحدیث بولي خو که چیرته په اسلام کې قاضيان يا شيخ الحديث علما ورته وحشتونه کوي بیا خو نو العیاذباالله دا شعار چې:« اسلام د سولې، مینې او ورور ولۍ دين دی» همدې علماوو او شيخ الحدیث مدرسینو غلط ثابت کړ ځکه د دوی په اند خو اسلام د وحشت، دحشت، سر پرې کولو، انسانانو د قتل او قتال دين شو، دوی خو دا واقعیت نه درک کوي خو  د کفري نړۍ د کليساوو پروژه وي ادارو ډير مخکې لا ددې وحشتونو په اړه مستند فلمونه جوړ کړي دي چې شونې ده د وحشتونو د ډيروالي په صورت کې يي نندارې ته وړاندې کړي او بیا نو د اسلام د مبارک دین د هر ډول ودې او مخکې تګ مخنیوی وکړي.
هبت الله باید څو ټکو ته پام وکړي:
الف: منصور په پردي وطن کې پردۍ الوتکې و ويشت، خو په وطن کې يي فاتحې هم د وسلو او وحشت تر سيوري لاندې په زوره واخيستل شوې چې دا د یو افغان او مسلمان د مړي له شان سره نه بلکه د يو قاتل او وحشي له شان سره ښکاري.
ب: منصور په ژوند هم بې عزته وو او په مرګ هم بې عزته شو ځکه ده وطن پريښی وو او په بل وطن کې يي په خپل د وطن د ورانۍ او تباهۍ د يوې استخباراتي پروژې مشري کوله.
ج: منصور داسې پناه شو لکه درې کاله مخکې ملاعمر، څلور کاله مخکې اسامه او  شپاړس کاله مخکې د طالبانو امارت چې په پوره ۲۴ ساعتونو کې يي له ټول افغانستان څخه ګیلم ټول شو.
نو هبت الله صیب راځه پر وطن د زړه د سوي په خاطر، د يو مسولیت منونکي افغان په توګه که د وينې د توييدو مخنیوی نشي کولای نو لامل خو يي مه کيږه ځکه که چیرته ددې وحشتونو په لړ کې ته وینې تويي کړې نه يوازې د خلکو زړونه به خپل نشې کړای بلکه نور به هم ستا په مقابل کې کرکه ډيره شي او بیا به دې مړی د پاکستان په روغتونونوکې ګرځي او فاتحې به دې وسله وال او قاتلین په زوره اخلي.