
څپاند خوږياڼى
د منځنۍ اسيا سيمې ته د امريکا راتگ هغه څه وو، چې تر شمېر پورته ستونزې يې له ځان سره راوړې او يا خو يې وزېږولې. هغه وخت چې د طالبانو واکمني ړنگه شوه او پر ځاى يې کرزى کښېنول شو، نو د يو سمبوليک ولسمشر په توگه کرزي د امريکا د ستونزو د زېږولو د مادې پر وړاندې چوپه خوله و، او چوپه خوله به ځکه و، چې د همدې امريکا له برکته کرزى د واک پر گدۍ کېنول شوى و.
امريکا سيمې ته د زلمي خليلزاد په راوستلو د هغه په مټ هغه څه وکړل، چې بايد په ډېرو کلونو کې شوي واى، خو د خليلزاد ځانگړي مهارت (په پښتو او دري پوهېدو او ځان د افغانستان په بچي معرفي کولو) د ډېرو کلونو کار په لږه موده کې وکړ او د امريکا د گټو د خوندي کولو لپاره يې پر ټولو کړنو سربېره د افغانستان په قانون جوړونه کې هم پراخ لاس دخيل کړ. په رښتيا هم خليلزاد کامياب شو او د امريکا غوښتنې يې په څو پوښونو کې نغښتې پلې کولې. اوس چې مونږ څه گالو؛ دا ټول د خليلزاد د کړنو له برکته دي. په افغانستان کې د ټاکنو قانون هم د خليلزاد راپاتې هغه څه دي، چې امريکا غوښتل.
اوس چې د روان کال د زمري د مياشتې د ٢٩مې ټولټاکنې لغوه شوې او د درغلۍ له امله هيڅ کوم نوماند پنځوس سلنه پوره نه کړه، نو ځکه د خليلزاد د پراخې مداخلې په لړ کې د رامنځ ته شوي اساسي قانون له مخې د بيا ټاکنو اعلان وشو.
طالبان هغه څوک دي، چې د واکمنۍ له ړنگېدو سره يې د “طالب خوځښت” د پاى خبره هم رامنځ ته شوه او د کرزي په راتگ سره په لومړيو دوه درې کلونو کې يې د مقاومت کچه هم د “نېشت” په برابر وه، خو د امريکايي يرغل د څلورم کال له پيل کېدو وروسته د طالب مقاومت کچه هره ورځ پورته تلونکې ده. په تېر کال کې طالبان د مقاومت هغې پړاو ته ورسېدل، چې ځانونه يې سره بيا منظم کړل او د بې نظمه شوي طالب خوځښت پيوستون ته يې لاره هواره کړه. اوس طالبان د ستر مقاومت په کچه رامنځ ته شوي او د امريکا او د افغان حکومت د سختو هڅو پر وړاندې مخ پورته تلونکي او جنگېدونکي دي. طالبان که د مقاومØ
ª په لومړيو کې د يو غير منظم مقاومت جنگيالي وو، خو له تېر کال راپدېخوا د سياسي ميدان جنگېدونکي شوي هم دي.
د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ او ورپسې ولايتي او ولسي ټولټاکنې هم طالبانو د سياسي ډرامې په نوم ونومولې ، مگر د خلل د پيدا کولو توان يې نه و، خو د روان کال د ولسمشرۍ او ولايتي ټولټاکنې چې طالبانو د تېر په څېر د امريکا رامنځ ته کړې ډرامه وگڼله، نو د تېر په خلاف دا وار يې د گډوډولو او نيمگړي کولو توان تر اټکل هم ډېر و. طالبانو چې دا ټولټاکنې د سياسي ډرامې برخه گڼله، نو ځکه يې د سياسي ميدان د گټلو په موخه د ټولټاکنو په ورځ تر ځانتېرو بريدونو پورې هڅې وکړې او په پايله کې يې د رايه اچوونکو شمېره تر سلو څلوېښتو ته راټيټه کړه، چې دې کار د طالبانو سياسي ځواک ته لا پياوړتيا ورکړه.
اوس چې د بيا ټولټاکنو لپاره جدي هڅې روانې دي؛ په مقابل کې يې طالبانو هم د جدي مخالفت دريځ نېولى. طالبان د ټولټاکنو پر وړاندې ځکه د خنډونو د راپورته کولو او د گډوډولو هڅې کوي، ځکه چې د دوى پر اند ټولټاکنې د امريکا گټې په سيمه کې خوندي کوي او ترڅنگ يې امريکا په سيمه کې د مېشت کېدو چانس مومو.
د روان کال د زمري د ټاکنو په ورځ کرزي له ټولو رسنيو لومړى غوښتنه او بيا گواښ وکړ، چې په دې ورځ دې د طالبانو له لورې د کېدونکو ټولو بريدونو راپورونه نه خپروي او که چېرې کومه رسنۍ د طالبانو بريدونه خپاره کړي، نو پايلې ته دې انتظار وکړي. هغه وار په رښتيا هم د ټول افغانستان په ټولو ښارونو کې د طالبانو له گواښ سره سم ډېرې چاودنې او بريدونه وشول، ان تر نورو عادي ورځو لس چنده زيات مو د بريدونه او چاودنو غږونه واورېدل، په ډېرو ځايونو کې مو ولېدل، چې طالبانو د رايو اچوونې مرکزونه خالي کړل او کارکوونکي يې وتښتېدل، خو رسنيو د کرزي د گواښ پر وړاندې څه نشو کولÙ
‰ او چوپه خوله وې. طالبانو لکه څنگه يې چې گواښ کړى و؛ په هماغه کچه يې د زمري د مياشتې ټاکنې گډې وډې او نړۍ ته يې د ټاکنو حيثيت يو نمايش ثابت کړ. په دې مانا چې د سلگونو نړېوالو څارونکو او امنيتي ځواکونو په شتون کې يې دا وښودله، چې طالبان په خپل گواښ کې څومره پياوړي دي؟ او هغومره چې د نړېوالو اټکل و؛ د هغې څو چنده زيات يې نړېوال حيران کړل، ځکه چې يوازې څلوېښت په سلو کې رايې واچول شوې او پاتې شپېته په سلو کې رايې د طالبانو د سياسي دريځ د اثبات لپاره تر اټکل پورته بېلگه شوه.
د بيا ټاکنو د امنيت پر وړاندې يو وار بيا طالبان گواښمن دي او د لړم د شپاړسمې د ټولټاکنو پر وړاندې يې خپلو جنگياليو ته پر تېرو تجربو او تاکتيکونو سربېره د نويو تاکتيکونو او د زړو د يوځاى کولو امر کړى او څرگنده کړې يې ده، چې ولايتي مسوولينو ته يې نوي پلانونه ورکړي.
د طالبانو پر جنگي ځواک که څو کاله وړاندې مونږ سترگې پټولى شوې، خو اوس پرې سترگې پټول د حماقت په مانا دي، ځکه مونږ په خپلو سترگو د امريکا او د طالبانو د زور لېدونکي يو او د طالبانو د کلاشينکوف، راکټ او پيکا پر وړاندې د امريکا په سلگونه ډوله په ټکنالوژۍ سمبال وسلې وينو، چې څه ډول په شا روانې دي. طالبان چې د ټاکنو پر وړاندې يو وار بيا تر ټولو جدي گواښ دى او د ناټو پر ځواکونو سربېره د امريکا او دولت ځواکونو يې پر وړاندې د مقابلې لورى نېولى، نو نشي ويل کېداى، چې د زمري د نهه ويشتمې په څېر به طالبان يو وار بيا په کړي گواښ کې بريالي شي او که دا وار به د ناټو،
امريکا او دولت ځواکونه کامياب وي، خو دا خبره د ويلو او منلو ده، چې که د زمري د مياشتې ټاکنې د څلوېښت په سلو کې د رايو په بدرگه ترسره شوې، نو دا وار ښايي تر دې هم د رايې اچوونې د فيصدۍ کچه کمه شي، ځکه يو لوري ته طالبان د پوره ځواک درلودونکي دي او بل لوري ته تېرې ټاکنې د افغانانو په ذهن کې د ډرامې په توگه انځور شوې؛ نو ځکه دا وار بيا ټاکنو ته افغانان د رښتينو ټاکنو په سترگه نه گوري او د يوې سمبوليکې پروژې د پلې کولو څانگه يې گڼي.
د ملگرو ملتونو له لورې د ٣٨٠ څارونکو له ډلې څخه د ٢٠٠ څارونکو له دندو گوښه کولو او پرې د درغلۍ په کولو کې د دخالت تورونه هغه څه دي، چې پر ټاکنو د افغانانو باور يې ختم کړ، ځکه د ملگرو ملتونو په څېر د نړېوالې ادارې له لورې ټاکلي څارونکي چې په درغلۍ کې لاس ولري، نو د انصاف غوښتنه به له چا کوو؟.
د لړم د شپاړسمې ټاکنې د افغانستان د تجزيې يوه برخه ده، چې د نړېوالو په هڅو روانه ده او ترسره کېږي، خو په مخ کې يې جنگېدونکي طالبان د نړېوالو په مخ کې ستر خنډ دى. دا چې طالبان به د ټاکنو په ورځ او يا مخکې څه رامنځ ته کړي؟ که رسنۍ په خپلواکه توگه رول ترسره کړي، نو ترې خبرېداى شو او که چېرته د “زېړ ژورنالېزم” په لوري ولاړې شي، نو زمونږ پوښتنې بې ځوابه پاتې کېداى شي.