تـــږي ژڼـــي لــــه غـــــزا راستـــــانــــــه شــوي
د ډول غــــږ دی پـــه بريا راســـــتانه شـــوي
مټــې څنـــډ وهـــــه ظالمـــــــه زمانـــــــه ده
اوازې دي چــــــې وبا راســـــتانه شــــوي
د رامبېل چامبېل خوشبو په سپږمو لګي
ښکاري بيا تللي هـــــوا راستـانـــه شـــوي
بيــــا مــــــوږ لــــــه خونړۍ انقلاب راوړ
يزيدان لــــــه کـــربلا راســــتانه شــــوي
د خلوت خبــرې خوند کـــوي پی مخيــه
محفلـــــونو ته چوپتــيا راستــانه شـوي
وروستي