
لیکوال: افراسیاب خټک
ژباړه: زمریال اباسین
د مې په ۲۱مه نېټه د بلوچستان په یوې لرې پرته سیمه کې د امریکا د بې پلوټه الوتکې د برید په پایله کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنې په ډراماتیک ډول په پاکستان کې د هغې ترهګرۍ د ګواښ له موجودیته پرده پورته کړه چې اسلام اباد لا هم لکه هغه ډول چې د دغه برید په غبرګون کې یې څرګنده کړه، ترې انکار کوي.
دا تر ډېره بریده یو څرګند راز و چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې مېشت دي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزیز څو میاشتې وړاندې په دې برخه کې موجود هر ډول شک له منځه یووړ او اعتراف یې وکړ چې د طالبانو مشران او کورنۍ یې په پاکستان کې اوسېږي او له بېلابېلو اسانتیاوو برخمن دي.
د بهرنیو سفرونو لپاره له پاکستاني پاسپورټ څخه ګټه اخیستنه ښايي د همدې اسانتیاوو له ډلې وي.
له هغه وروسته چې د طالبانو رژیم یا امارات نسکور شوی، د طالبانو اصلي مرکز هغه ځای دی چې امیر یې په کې هستوګن وي.
ټول پر دې پوهېږي چې له هغې وروسته چې د ملا عمر د مړینې خبر په عمومي ډول تایید شو، د هغه د ځای ناستي د ټاکنې په موخه کوېټې ښار ته نږدې د کچلاک په نوم یوې کوچنۍ سیمه کې غونډه وکړه چې په پایله کې یې ملا منصور د طالبانو نوی امیر وټاکل شو.
د رپوټونو له مخې، په تېر یوه کال کې د طالبانو درېیم او اتر دې دمه وروستی امیر مولوي هبت الله اخندزاده هم څو ځلي په همدې سیمه کې په رسنیو کې ښودل شوی دی.
خبره تر همدې ځایه پورې محدوده نه ده، بلکې د افغان طالبانو د مهمو پرېکړو کوونکې شورا د کوېټې شورا په نوم یادېږي؛ ځکه چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بلوچستان په مرکز کې مېشته ده.
د پام وړ خبره خو دا ده چې دغه شورا ان په هغه وخت کې هم په کوېټه کې وه چې طالبانو د افغانستان پر ډېرو سیمو حاکمیت ټینګ کړی و.
له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په اړه د افغانستان د بهرني سیاست ستره ستونزه د هغه دوه ګونی توب دی. د پاکستان بې واکه او ملکي مشران له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب پر اساس د مثبتو اړیکو په اړه خبرې کوي، خو د دغه هېواد پوځي ادارې چې په حقیقت کې د پاکستان د سیاست اصلي کرښې جوړوي او پلې کوي یې، په هېڅ ډول په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له هر اړخیز ملاتړه لاس نه اخلي.
په پاکستان کې ډېر خلک پر دې نه پوهېږي چې افغان طالبانو د افغانستان لپاره داسې دي لکه TTP یا پاکستاني طالبان چې د پاکستان لپاره دي؛ ځکه چې پاکستاني دولت له ډېرې مودې راهیسې د تبلیغاتو پر مټ دوی ته همدا ډول تصور ورکړی دی.
د معلوماتو نه درلودو او بېلابېلو ذهنیتونو له امله په پاکستان کې ډېر خلک سربداله شوي او پر دې نه پوهېږي چې طالبانو بهرنیو ترهګرو ته د پټنځایونو په برابرولو سره نه یواځې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راتګ لپاره لاره هواره کړه، بلکې د ۲۰۱۶ کال تر وروستیو یې له افغانستانه د ايتلافي ځواکونو وروستۍ شوې پرېکړه هم سرچپه کړه چې هوکړه پرې شوې وه.
خو دوی نه شوی کولی په خپل چلند کې بدلون راولي؛ ځکه چې د دولت ضد جګړه د دوی د تشکیل تر ټولو مهمه برخه ده. د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د طالبانو ايډيالوژي د دې لپاره رامنځته شوې چې د هر ډول مډرنو دولتي تشکیلاتو د سيستمونو پر وړاندې جګړه وکړي، خو اوس دا خورا روښانه ده چې د افغانستان د جمهوریت له منځه وړل او د توتالیتر او ديکتاتوري نظام رامنځته کول او پر افغانانو د زور له لارې حکومت کول د دوی اساسي موخه ده. پر دې پوهېدل به د پاکستان لپاره ستونزمن نه وي؛ ځکه چې دا کټ مټ هغه څه دي چې طالبانو د خپل حاکمیت پر مهال په سوات او فاټا یا قبایلي سیمو کې وکړل.
کله چې طالبانو پر دغو سیمو ولکه ټینګه کړه، د لومړني ګام په توګه یې د پاکستان بیرغ راکوز کړ، خو د پاکستان تبلیغاتي مطبوعات په ځانګړې توګه الکترونیکي میډيا (ټلویزیون، راډیو، ويبسایټ، سي ډي) افغان طالبان له پاکستاني طالبانو جلا او "د مقاومت د اتلانو" په توګه خلکو ته ورپېژني.
دوی په ساده ګۍ سره هغه مشترک ايډیالوژیک اصل له خلکو پټوي چې دواړه لوري (افغان او پاکستاني طالبان) یوه امیر ته ژمن او وفادار دي، دغه مبهم وضعیت لا هم دوام لري، کنه نو د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي څنګه کولی شول چې د افغان کډوالو په تړاو له بې ادبۍ ډکې لهجې سره څرګندونې وکړي، پرته له دې چې خپل موقف د طالبانو د هغې شورا پر وړاندې څرګند کړي چې په کوېټه کې د ده تر زنې لاندې اوسېږي.
په تېرو کې د بې پیلوټه الوتکو ډېر بریدونه په قبایلي سیمو کې ترسره شوي خو دغه سیمه د ټولو له پامه ځکه لوېدلې چې په افغانستان کې د خپل جغرافیايي او تاریخي موقعیت له امله په طبیعي ډول د جګړې د دوام لامل کېږي. په بلوچستان کې د ملا اختر منصور په لېږدوونکي موټر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید چې په خپل ډول کې بېساری دی، د دې ښکارندويي کوي چې بلوچستان نور د افغان طالبانو لپاره یو خوندي پټنځای نه دی. دا ویل به ستونزمن وي چې د امریکا د پالیسۍ دغه «د پام وړ» بدلون به پاکستان ته څرګند وي او که نه.
جالبه خو دا ده چې تر اوسه په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو د موجودیت په تړاو د پلټنې کولو هېڅ خبره نه ده شوې. که څه هم په خواله رسنیو کې د طالبانو په تړاو د پاکستان پر پوځي ادارو تندې نیوکې شوې، خو د پاکستان په نورو رسنیو لکه ټلویزیون، راډیو او ورځپاڼو کې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د هغه خطرناک دوه ګوني توب په اړه هېڅ ډول بحثونه نه دي شوي چې یو څوک یې اټکل کولی شي؛ دا ځکه چې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو تر منځ له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د عادي ساتلو په اړه تر ډېره بریده یو عمومي توافق موجود دی. خو داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د پالیسیو پر وړاندې ټول تسلیم شوي دي.
ښايي دا د پاکستان د ټولو عاقلو کسانو لپاره د اندېښنې وړ مسئله وي چې د افغانستان په تړاو د دغه هېواد دغه ډول پالیسي پاکستان نه یواځې منزوي کوي، بلکې له یو شمېر نسکورېدونکو هېوادونو سره یې په یوه کتار کې دروي.
دا یواځې د پاکستان د هغو پالیسیو پایله ده چې دغه هېواد یې د تروریزم پر ضد د یو شمېر پاکستانیانو د پام وړ له قربانیو سره سره د تروریزم پر یوه قطب بدل کړی دی.
د پاکستان «طالب پلوې» پالیسي د ګڼو عواملو له مخې هېڅ راتلونکې نه لري خو پوښتنه دا ده چې پاکستان به له دې مخکې چې له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ شي، په ړندو سترګو د دغې پالیسۍ له دوامه لاس واخلي او که نه؟
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه