نوى غزل

نـــور خلک لاړ شـــي قلـــــم واخلـــــــي کتابچه واخلي
پښتون چې لاړ شي دخپل ورور مرګ ته وسله واخلي

هله به دلتـــــه کـــې سکون راشــــي او سولـــــــه راشي
چې قلـــم لاسو کــــــې پښتون او پښتنـــــــــه واخلـــي

لېونۍ پام کــــوه چـــــې سره جوړه بيا وانــه غوندې
ځوانان خو څه چــــــې بوډاګان به هــــم لمبه واخلــي

خاونده دې وطن کــــــې بيا هغــــه دوران راولـــــې
چــــې ځوان اتڼ او پېغلـــــه لاسو کې چمبه واخلـي

که دغـــــه مسته يــــوه شپـــــه خاوند په ګير راولي
خداى راستـــــي که رانه يو مينټ دمــــــه واخلــي

لېونۍ ويلي چې په اور باندې به يې ونيسم خــو
( يرغل ) مـې خداکه له سرو شونډو نه مزه واخلي

ځانتــه په قهر شـــم چې ته ولـــــې جانان نه لــــرې
چې زما مخکې څوک له ښکلي نه بوسه واخلي

يوه ونه ويل چــــې ( يرغله ) راتر غــــــــاړې ووځه
که خداى تعالى خو دې دا واړه ښايسته واخلي
 
انوارالحق يرغل ننګرهار