د پښتو ورځ له شعاره تر عمله:

 
په وروستیو دوو کلونو کې د ټولنیزو پاڼو له دودیدو سره سم شونې ده د ډيرو خلکو به پرې سترګې لګيدلي وي« د پښتو ورځ» دا چې د دې ورځې تاریخي منشا له کومه ځايه ده ولې ورته ورځ ټاکل شوې پر دې ځکه بحث نکوم چې شونې ده د ځينو احساساتي خلکو له تند غبرګون سره مخ شم، د ورځې د لمانځنې يا نه لمانځنې په اړه يي هم پريکنده نظر ځکه نه ورکوم چې چیرته مو څوک ټاپه باران نکړي خو ځينې خبرې دي چې باید وشي.
زه نه غواړم په دې اړه ډير مخکې ولاړ شم خو ځينې خبرې لنډې یادوم:
۱ـ د پښتو د ورځې په نوم ورکول کيدونکې شعارونه یوازې د شعار تر حد پورې دي ځکه که شعارونه نه وی له يوې ورځې تر بلې ورځې يانې يو کال او بل کال په دې اړه په جوړيدونکو غونډو کې د پښتو ژبې د بډاينې او ودې په برخه کې د طرحو ورکول او د ستونزو لپاره حل لارې لټول ډير مهم دي نه دا چې  د پښتو ورځ لمانځم خو په کور کې دري وايم، په پښتو لیکل نشم کړای خو ورځ يي لمانځم او.....
۲ـ پښتو مړه ژبه نه ده: ګوګل ته د پښتو ور دننه کيدل، پښتو فيسبوک، پښتو سکايپ، پښتو ويبپاڼې، پښتو پر لیکه کتابتونونه او قاموسونه، هر کال ورته لیکل کيدونکي سلګونو ټوکه کتابونه، ورځپاڼې، اونیزې، مياشتنۍ او مهالنۍ خپرونې هغه څه دي چې پښتو يي د ژونديو ژبو په قطار کې درولې، نو د يو لوی تاريخ او عظمت لرونکي ژبې لپاره يوازې د شعار تر حد پورې د يوې ورځې ټاکل د همدې ژبې پر تير او له وياړونو ډک تاریخ باندې ملنډې دي نو که غواړو پر خپله ژبه ملنډې ونه وهو راځئ د خپلې ژبې ستونزې له یو کاله تر بل کال پورې ليست کړو همدا اوس د ګوګل پر لیکه ژباړه ستونزه لري، فيسبوک سل په سلو نه دی پښتو شوی نو که غواړو د نورو شوی کار لاغني کړو پر ليکه پښتو ژباړه لا ډير کار غواړي، نيمه کاره پښتو فيسبوک بشپړيدل غواړي، د پښتو تاريخي اثار او علمي کتابونه باید پر لیکه شي څو د نړۍ په هرځای کې ورته پښتون ځوان، زوړ،ښځه او نارینه ورته لاسرسی ولري.
۳ـ پښتو او ورځ يي:د پښتو  د ورځې په اړه چې زه څومره خبر یم دا یوازې د يو کس طرحه ده، يوکس له خپلې شخصي سليقي سره سم دا ورځ رامنځ ته کړې، منم چې د دې ورځې نومونکي پښتو ته ځینې خدمتونه هم کړي دي خو متاسفانه په پچه ختلي او کشمېر ليدونکي یوازې په یو کار باندې نور ځان د يوې سترې او څو ميليونه وګړو ویونکې ژبې قاضي بولي او دومره مخکې ځي چې ان د ورځو او شپو ټاکنه هم خپل حق بولي، خو ژبه د ولسونو ملکیت دی او پکې شخصي يا فردي لاسوهنې د يو کس له شان سره نه ښايي.
پښتو ته ور پيښې ستونزې:
۱ـ دربار او سرکار: په دولتي اداراتو کې پښتو ژبه يا هيڅ نشته او که وي هم په نشت شمار ده، خو داسې هم نه ده چې په دولتي اداراتو کې هيڅ پښتون نشته بلکه که سم حساب وشي نو لږ تر لږه خو له دې ټولو قومونو سره نيم په نيمه يا دريمه حصه راځي خو هيڅوک يی نه د لیکلو لپاره هڅه کو ي او نه يي هم د لیکلو لپاره د نورو هڅولو  ته موکه شته، بلکه په ډيرو دولتي ادارو کې پښتانه عملا د پښتو د لیکلو او  لوستلو پر ضد دي او لیکونکی يي د تعصب او يا ژبپالې په نوم ځپل کيږي او د ژبې د پالنې ورسره شته انګيزه وژل کيږی نو د پښتو د ورځې شعاری او فيسبوکي لمانځونکي دي سر له اوسه پر دولتي ادارو کار وکړي چې پښتو باید پکې رسمي شي، دفتر ته ور داخله شي او باالاخره په دولت کې په سجل، سوانحو، صادره او وارده کتابونو کې دې میرنۍ ژبې ته د ويونکو  له شمېر سره سم حق ورکول شي.
۲ـ پښتو او پښتانه: ننګرهار پښتون ميشتی ولايت دی، زابل بیخي پښتون ميشتی ولایت دی، کندهار د پښتنو تاریخي کور دی، لويه پکتیا د پښتنو د مرکو او جرګو وطن  دی،ميدان وردګ، لوګر،غزني،او تر څو ويشتو ډير نور ولايتونه چې اوسیدونکي يي مطلق يا اکثریت پښتانه دي،خو هيڅ پښتو لوحه پکې نشته، هيڅ پښتو د بلنې او يا غمشريکۍ معياري بلنيک پکې نشته نو بیا هم که د پښتو ورځې پالونکي پښتو لمانځي د همدې ورځې په وياړ دې دې ولايتونو ته سفر  وکړي او له هر لوحه لیکونکي دې په ډيره مينه وغواړي څو خپله لوحه پښتو کړي او په دې برخه کې که يو وجهيي صندوق جوړ شي د وړيا لوحې او یا متن لیکلو زمینه مساعده شي نو د پښتو د پاللو اصلي کار همدا دی ځکه کله چې يو پښتون ميشتي ولايت ته ځي دري، انګریزي،عربي او کله کله ان اردو او يا ایراني لوحې ويني نو چې پښتو لوحې پکې نه وي هسې په پښتو ګړیدونکي پښتانه څه مانا؟
۳ـ پښتو رسنۍ: په کابل او ولايتونو کې ښې ډيرې پښتو ليدنۍ، کتنۍ او اوریدنۍ رسنۍ شته دي داسې رسنۍ او د رسنيو خاوندان زه پيژنم چې د پښتو استادان، لیکوالان او پالونکي دي خو د دوی په رسنیو کې لا د معياري پښتو درک نشته نو بیا هم زما وړاندیز دادی چې ددې رسنیو له خاوندانو، کارکونکو او مسولينو سره منظمې ناستې ډيرې مهمې دي څو پښتو رسنۍ د رسنيز  معيار لوري ته ولاړې شي او موږ په رسنيزه برخه کې يوه معياري ژبه ولرو ډيرو خصوصي تلویزیونونو ته که ولاړ شې ځینو خو پکې له ځانه هم لغتونه جوړ کړي دي ، دا چې ولې هر سړی ددې جرأت کوي چې پښتو ته له خپلې خوښې سره سم لغت جوړ کړي نو ستر لامل يي د خوشال خان بابا دا شعر دی:
ځان ځاني او مغول دواړه ورته يو دي
څوک به پوی کړي پښتانه خوشال خټکه
۴ـ پښتانه د شعار خلک: لکه څنګه چې پښتانه په سياست کې يو دم يو کس مني او بیا يي يو وارې له منلو انکار کوي په ژبه کې هم ورته کار کوي،یو کس رامخې ته شي څو شعاري ويناوې، لیکنې او يا فیسبوکي پوسټونه وکړي دستي ټول پښتانه ور پسې شي خو چې لږ سره مخکې ولاړ شي پر پښتو سوداګر خپل ولس وپلوري او پښتانه په خالي میدان پاتې شي خو تر هرځلې خالي ميدان وروسته يو فکري ځای ناستی يا هغه د انګریزانو خبره بک اف نه وي نو نوی سوداګر ر پیدا شي او دا لړۍ پر پښتون ولس له باباآدمه تر دې دمه روانه ده، خو  ددې لپاره چې له دې ستونزو مو خلاص پيدا کړی وي پښتانه باید سياست زده کړي او په هر ډګر کې تر تشې مخکې يي د ډکوالي لپاره هڅې وکړي او منظم، ژبني، سياسي، اقتصادي او فرهنګي بديلونه پيدا کړي.
۵ـ پښتو او لهجې: هره ژبه سلګونو او لسګونو لهجې لري خو معیار  او معياري لهجه او لیکدود پکې معلوم وي، هندي ژبه، اردو،دري او په څنګ کې راسره پرته فارسي چې نن سبا له هرې شونې لارې يي په افغانستان کې ژبنيز او فرهنګي يرغل پیل کړی دی لسګونو لهجې لري، د کابل دري، د لوګر دري، د هرات دري، د شمالي دري او بیا د شمال دري دا ټولې بيلې بیلې لهجې دي خو که معيار او خصوصا ليکدود ته راشی هيڅ به پرې پوی نشی چې دا لیکل اوس مزاري دري ژبي کړي که هراتی يا کابلي ولې لهجې يي شته او زه چې څومره فکر کوم داچې ډيری بهرنیان دري ژبه زده کوي يا يي موږ ته زده کول آسانه دي نو يو لامل يي دادی چې دوی معيار لري او  د معیار له مخې يي د خپلې ژبې مينه وال ډير کړي دي خو په پښتو کې داسې نه ده پيښور شل سلنه پښتو، پنځوس سلنه انګریزي او ديرش سلنه نوره پکې اردو کاروي، ننګرهاريان بیا له مرکزي سيمو سره پر (خه)او(ښه) نه قانع کيږي کندهار ته چې ولاړ شې نو ټول به په (سو) او (شو) لګيا وي خو دوی دا فکر نه دی کړی چې همدا سمتي، ولايتي يا ژبنيزې خرځيلۍ د پښتو د ودې او ولسي يو والي تر منځ څومره واټنونه رامنځ ته کړي دي او دوی لا هم نه شی درک کولای چې يو بهرنی یا د بلې ژبې ويونکی اوس سيوری زده کړي که سايه، ښه زده کړې که خه يا شه، ږیره به سمه وي که ژيره،سیبان به سم وي که مڼې، درختې به سمې وي که ونې............دې ورته لسګونو نورې بیلګې هم شته دي خو متاسفانه موږ په يو وجود کې لا هم له يو بله پردي یو او د مور میرې سلوک ښه په درز کې روان دی.
۶ـ پښتو او علمي برخه: په علمي برخه کې پښتو خورا ډيرې ستونزې لري په هیواد کې د ننه شونې ده علمي سويه ټيټه وي خو موږ د نورو له تجربو هم ګټه نه شو پورته کولای که خپله کتاب نشو لیکلی نو ډير داسې پښتانه شته دي چې په بهرنیو ژبو پوهيږي نو که پښتو پالو نو د نورو ژبو علمی کتابونه خو را ژباړلی شو، البته په دې برخه کې په مسلکي برخه کې په طبابت، اقتصاد، ارواپوهنه، انجینري او.... کې لږ څه ناڅه شوې هڅې د يو نیم مسلکي کس پرته یوازې او یوازې هغو ځوانانو کړي دي چې دوی له ادبیاتو فارغ دي ولې له اقتصاده فارغ ایله بیله پر ډالري معاش فکر وکړي او له طب څخه فارغ بیا په دې غم کې وي چې څنګه کلي ته ولاړ شي او معاینه خانه پرانيزي خو دوی چې په یوه برخه کې يي مسلکي زده کړي کړي دي د خپلې ژبې لپاره هيڅ هم نه کوي خو يوه خبره ده ځينې چې په خپل مسلک کې يي ژبې ته کار کړی دی زما له برنۍ خبرې مستثنا دي خو په يو ګل نه پسرلی کيږي او نه هم موږ ټوله ژبه يوازې په شعر، ناول، لنډه کیسه او يا ادبي ټوټو ګټلی شو بلکه پښتو باید په هره برخه کې دومره مخکې وي لکه څنګه چې په ادبي برخه کې له خویندو او ګاونډیو ژبو مخکې ده.
۷ـ پښتو او د مورنۍ ژبې حق:د مورنۍ ژبې ستونزه لا هم ډيره جدي ده خصوصا په ښونځيو کې ځکه کله چې يو ماشوم ښونځي ته ځي دی باید درس و وايي خو پښتون ماشوم په خپل کور او کلي کې هم له دې حق څخه محروم دی، پښتون ماشوم چې ښونځي ته ځي نو اړ دی چې لومړی پردۍ ژبه بیا درس زده کړي چې دې کار يو لوري ته زموږ ماشومان له درس څخه زړه توري کړي  دي او بل يي د ظرفيت له پلوه پښتانه شاته پاتې کړي دي ځکه نور چې ښې نمرې اخلي نو په مورنۍ ژبه زده کړه کوي او پښتون چې له آخرې طرفه اول نمره وي لامل یي دادی چې دده ‌ ډيره ذهني انرژي د بل د ژبې په زده کولو تيریږي او همدا لامل شي چې په ژبه پښتو ويونکی په قلم پښتو نه شي لیکلی او باالاخره د خپلې ژبې پالل ترې پاتې کيږي او يا که کله جرأت کوي نو يو ډو يي د ماشومتوب له وخته انګيزه وژل شوي وي او موږ نن له همدې ستونزې عملا رنځ وړو دا ځينې چارواکي چې په پښتو له ډاره نه شي غږيدای يا لیکل نشي کړای ددې لامل د دوی په ذهن کې پیچکاري شوی د ماشومتوب ډار دی او دا نور چې په ډيره سپین سترګي ژبني، سمتي، ولايتي او يا مذهبی حقوق اخلي او يا د کرکې او عقدو اور ته ور پوه کي ددې لامل دادی چې دوی ته ان له ماشومتوبه خپلې ژبې دا جرأت ورکړی دی.
۸ـ تپل شوې جګړ ه: دې جګړې تر بل هرڅه ډير پښتنو او پښتو ته ډير زيان رسولی دی ځکه پيل يي له پښتون ميشتو سیمو څخه شوی دی او اوس چې د هیواد په ډيره لرې سیمه کې هم کومه استخباراتي ټکه راولويږي نو تر ډيره يي پړه پر پښتنو اچول کيږي  او يا هم لکه په بغلان، کندز، فارياب،بادغيس،مزار، سرپل، ميمنه او.... کې پښتنو ته چې هلته ژوند کوي دسيسې جوړيږي او ددې قوم منظمه نسل وژنه روانه د ه،د روان شواخون په اړه د ډيرو فکر  داسې دی چې ګواکې د  پښتنو له لاسه دی خو حال دا چې ددې تپل شوې، پردۍ او تحميلي جګړې لومړنی قرباني پښتون او د بيا د پښتون ولس، ژوند، ښونځی، پوله، پټۍ، سړک،پلونه او پلچکونه دي او هم دې جګړې خو پر پښتون مشر مشرتوب، پر ځوان يي ځواني، پر پيغله يي پيغلتوب او پر واده شوې میرمنه يي د ژوند خوند،. خاوند او له خپلو بچو سره په خوښۍ ژوند زهر کړی دی.
نو د پښتو د ورځې لمانځونکي ددې لپاره چې پښتو ته يي د ژبې او پښتنو ته يي ددې ژبې د ویونکو په توګه خدمت کړی وي د يو ملي او ولسي کمپاين له لارې په کليو کې بې سواده او غوليدلي ځوانان په دې پوی کړي چې ددې نښتې تاوان بیا هم پښتانه ورکوي او باید نور تپل شوې او پردۍ نښتې ته له يو پښتني ادرسه د يوې پياوړې پريکړې په کيدو او د ولس د عامه اذهانو د خلاصون په لړ کې نه وويل شي ځکه نه ونه وايو مرو هم موږ او محکوم به هم موږ يو نو له دې محکوميت او محروميت څخه د پښتون ټبر ژغورل او د پښتون ولس پوهول د پښتو ژبې لپاره تر ټولو ستر خدمت دی.
پښتانه باید په دې وپوهول شي چې د الهي دين ټيکه داران دوی نه بلکه ددې دين د ساتنې ذمه واري له خدای سره ده او نور دې پښتانه خپل کارونه خدای ته او د خدای کارونه ځان ته نه پريږدي بلکه ددې خاورينې کورې د يو مسولیت منونکي وګړي په توګه د خپل ولس په بساینه کې ونډه واخلي او د ترهګر، وحشي، شرخوښي،شرير او يا جنګ خوښي قوم استخباراتي ټاپه له ځانه لرې کړي.
نو که غواړئ پښتو وپالۍ په فیسبوک کې يي پر ډیزاین شوي( پښتو لیکم، پښتو وايم،پښتو لولم)شعار  يي مه پالی ځکه دا ډول شعارونه زموږ پر ضد يو لوري ته کرکې ډيروي او بل لوري ته مو هسې په دې شعاي مبارزه باندې دوستان کميږي او دښمنان ډيريږي،راځئ را ميدان ته شی عملا لاس په کار شوماشوم ته د مورنۍ ژبې حق ورکړو، مامور د پښتو لیکلو ته وهڅوو، د پر لیکه پښتو کتابتونونو، ژباړن سيستم او قاموسونو په بډاينه کې لاس په کار شواو باالاخره دا ثابته کړی چې له يو کال څخه تر بل کاله پښتو څومره مخکې تلې او څومره باید مخکې ولاړه شي نو که يي رښتيا پالۍ له حمزه بابا يي زده کول په کار دي:
اغیار به وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
وسلام
اکرام الله اتل