د افغانستان اقتصاد ته لنډه کتنه

  د یوې ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول او بدلون د هغې په اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. دنړۍ زیاتره هېوادونه د تولید د عواملو د نامتوازنې توزیع له کبله یو له بل سره تړلي دي. یوتر بله د هېوادونو اقتصادي تړاو دومره غښتلی دی چې حتی په زیاتره مواردو کې دسرحدې ستونزو او سلیقوي اختلافاتو شتون هم نشي کولای د تجارتي اړیکو د لارې خنډ واقع شي . لکه څنګه چې وویل شول د جوامعو اقتصادي انکشاف د هیوادونو تر منځ د روابطو په تحکیم پورې اړه لري، هغه څه چې د ورته شرایطو په تحکیم کې رغنده رول لري، له تجارت څخه عبارت دی،ځکه سوداګري او تجارت د هېوادونو د نژدېوالي عمده عنصر او دهغوی له باندني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکي لري. نو د هېوادونو د اقتصادي ودې په ګړندي توب کې تجارت د یوې مهمې وسیلې په توګه عمل کوي. د وریښمو له لارې د معبر په حیث د افغانستان تاریخې سابقې ته په کتنې سره، د پیړیو په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ د تجارتي کاروانونو مسیر وه، او له همدې کبله افغانستان په عنعنوې توګه د شیانو د لیږد رالیږد او تبادلې په برخه کې طولاني سابقه لري. د سمندري مواصلاتو له کشف نه وړاندې د تجارتي اموالو حمل او نقل یوازې د وچې له لارې تر سره کیده، او هغه مهم معبر چې د هغې زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود، د وریښمو له لارې څخه عبارت دی. له دغې لارې څخه په وریښمو برسیره ، په افغانستان کې معدني، نباتې او حیواني محصولات هم مختلفو هېوادونو ته صادریدل، چې بیا وروسته د سمندري لارو له انکشاف سره دغه مسیر متروک شو او د ډیرو کلونولپاره له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو چې تر اتلسمې پیړۍ پورې یې دوام وکړ. له نولسمې پیړۍ وروسته تجارت بیا وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، میوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوګانو ، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څیرد افغاني توکوصادرېدل بهرنې نړۍ ته پیل شول
په همدې ترتیب په هغه زمانه کې دافغانستان ورادات لکه څنګه چې فیشر (Fisher) د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې په خپله رساله کې یادونه کړیده، شالونه، جامې، وړین توکي، چای، قند، چیني لوښي، هګۍ ، د وریښمو چنیجي او داسې نورو څخه تشکیلیدل
افغانستان د جنوب شرق له لور تر هند د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي روابط درلودل . په 1919 میلادی کې د افغانستان د استقلال له تامین کیدلو وروسته د نورو تحولاتو ترڅنګ د هېواد تجارتي روابطو هم پراختیا وموندله، له بېلابېلو هېوادونوسره تجارتي تړونونه لاسلیک شول ، یو شمېر شرکتونه ایجاد شول او تجارت خورا ښآیسته بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځينې تجارتي توکیو باندې محصولات لږ شول او د ځینو نورو پر وړاندې خو بیخې له منځه ولاړل. د کورنیو محصولاتو د حمایت او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وراداتو په وړاندي ګمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوي له ګاونډیو هېوادونو سره د زمانې په مختلفو نقطو کې تجارتي روابط متفاوت دي. له ګاونډیو هیوادونو ، خصوصاً له پاکستان، ایران او روسیې سره دتجارتي اړیکو څرنګوالې رغنده رول لوبولای دی. یوازنی هېواد چې زموږ په ګاونډ کې پروت دی هندوستان دی چې سیاسي او اقتصادي اړیکي یې تل روښانه او پرمختلونکي دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلای شو چې پدې وروستیو کلونو کې زیات ښه والی پکې رامنځته شویدی.
راټولونکی : محمد نعیم افکار