
ښکل مې نه کړې اف! ما څومره حوصله وکړله
دسیند پرغاړه مې له تندې سره شپه وکړله
ما دغوټۍ غوټۍ غوټۍ شونډې ونه سپړلې
ما د امکان ترحده ډیره ګذاره وکړله
په خوله مې هیڅ درته ونه ویل خفه ولې شوې
ماخو یواځې درته سترګو کې ګیله وکړله
موږ په دې ځمکه دخوښیو شیبې ونه لیدې
موږه په ژوند دخپلو هیلو جنازه وکړله
عمرخیل کله تاته نه خبره ونه کړله
هغه خو ته وې چې هر وخت کې دپلمه وکړله
کابل
شمشاد راډیو تلویزیون
1393/7/7