
تيره ورځ طالبانو په رسمي توګه ومنله چې امير يي ملا اختر محمد منصور د بې بيلوټه الوتکې په بريد کې چې په بلوچستان کې تر سره شوی وژل شوی دوی د د دې خبر دمنلو تر څنګ خپل نوی امير مولوي هيبت الله اخندزاده له خپلو دوه غښتلو معاونينو سره معرفي کړ، طالبان هغه څوک دي شا او خوا شل کاله کيږي چې د افغانستان دمعاصر تاريخ په پاڼو کې ځانګړی مبحث لري، د طالبانو په رامنځ ته کيدو او دوام ډيرې خبرې نه کوو،ځکه په دې ټول پوهيږي ، چې طالبان په هيواد کې دځينو مشخصو اهدافو د تطبيق په موخه د مشخص زمان لپاره د ځينو مشخصو هيوادونو د استخباراتي توافق په پايله کې رامنځ ته شوې يوه ډله ده ، چې مشخص وخت لپاره به سيمه کې فعاله وي.
د ملا محمد عمر مجاهد له مړينې وروسته دغه ډله د خپلمنځي پاشلتيا سره مخامخ شوه ، ډير غړي يي د ملا عمر د کورنۍ په شمول له ملا اختر منصور په دې خوابدي شول ، چې د نوموړي مرګ يې نږدې دوه کاله له دوی پټ ساتلی وو ، خو په افغانستان کې د جګړې د نغري د تود ساتلو لپاره او د پاکستان د پرله پسې هڅو په پايله کې طالبان وتوانيدل ځينې خفه شوي مشران بيرته پر ملا منصور راټول کړي اوس چې ملا منصور نه شته او د نوموړي مرګ هم ډيرې پوښتنې را ولاړې کړي ، د بيلګې په توګه : ملا منصور څنګه مړ شو؟ د هغه په اړه چا معلومات له امريکانو سره شريک کړي وو ؟ د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورت مسله ، څرنګه نوموړی په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې ازاد ګرځيده ؟ څنګه يې د دې هيواد له هوايي ډګرونو بهر ته د سفر چارې تر سره کولې ؟ دا هغه پوښتنې دي چې لا هم د جګړې په ډګر کې پراته طالبانو او نورو ته بې ځوابه پاتې دي.
خو اساسي مسله دا ده چې څرنګه طالبان دا ځل په ډير کم وخت کې په دې وتوانيدل چې خپلنوی مشر وټاکي ؟ د ملا منصور له مرګ وروسته اټکل کيده چې طالبان به داځل هغه څوک امير ټاکي چې جګړه ييز چارو کې تر ټولو غښتلی دی ، تحريک ته يي د امريکا او افغان حکومت پر وړاندې مبارزه کې تر نورو ټولو هغو ډيرې لاسته راوړنې لرلي ، سراج الدين حقاني په دې مبارزه کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي ، هغه د تحريک پر سر نه يوازې افغان حکومت بلکې سيمه ييز او نړيوال په خپل مقابل کې درولي ، نو ځکه خو د نوموړي حق جوړيږي چې د دې تحريک مشري اقلا په درېم پير کې وکړي ، سراج الدين همدا غوښتل ، بلکې په دې برخه کې يي د ملامنصور د مرګ د مخه هم ځينې داسې کړنې ترسره کړې وې چې ورڅخه جوتيدله چې نوموړی هوډ لري چې په راتلونکې د طالبانو دتحريک مشري وکړي ، هغه په همدې موخه ځينې بانفوذه طالب څيرې په يوه او بل نامه له صحنې لرې کړې ،چې د ملامنصور د مړينې او د ده د سفر په اړه د معلوماتو د شريکولو شک د ځينو له خوا هم پر همده کيږي،بل لوري ته سراج الدين حقاني نه غواړي د ملا يعقوب د قيادت لاندې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي ، ځکه هغه استدلال کوي ،چې نږدې ټوله جګړه حقاني نټ ورک پر مخ بيايي ټولې چارې د دوی له خوا اداره کيږي ، څه ستونزه ده چې نوموړی دې د تحريک د امير په توګه تعين شي ؟
داسې فکر هم کيږي چې سراج الدين حقاني په دې پلمه هم د تحريک له مشرۍ لرې پاتې کيږي چې ګواکې د لوی کندهار اړوند نه دی، او هغه دې خبرې ته ډير ځوريږي ، دا چې په اسلام کې هيڅکله سيمې پر بنسټ سياست کول اجازه نه لري ، نو بيا ولې دغه سيمه ييز توپيرونو د نوموړي د مشرۍ مخه ډپ کړې؟
خو بل لوري ته د ملا عمر مشر زوی ملا يعقوب چې يوه ډله طالبان پرې راټول دي د مشرۍ لپاره خپل ځان مستحق ګڼي ، د ملا منصور له مړينې وروسته ډير داسې فکر هم کيدلو چې نوموړی د دې مستحق دی چې دطالبانو مشري وکړي
دغه کشمکشونو په پای کې دواړه اړ کړل چې د هيبت الله مشري ومني ، خو دا چاره د موقت وخت لپاره ترسره شوې ، ځکه طالبان پوهيږي ، بلکې پوهول شوي ،چې که په دې حساس وخت کې د مشرتابه پر ستونزه کې ګير پاتې شي نو سل په سلو کې د تحريک د پاشل کيدو ويره شته همدارنګه دوی په دې هم پوهيږي چې په افغانستان کې د سږ کال دجګړې پر مخ بيونې لپاره مشخص اومحدود وخت لري که دوی دلته بوخت شي نو جګړه ترې سړيږي ، نو ځکه يې دموقت وخت لپاره هوکړه کړې چې ملا هيبت الله به د دوی مشر وي ، او وروسته به دوی د خپل حقيقي مشر لپاره کار وکړي ، ذهنيتونه به جوړ کړي او مخالف او موافق لوريو سره له مشورو ورسته به د خپل امير د ټاکلو چاره نهايي کړي