
نږدې څلويښت کاله کيږي چې افغانان له دين او هيواد څخه د دفاع په پلمه وژل کيږي ، هجرتونو ته اړ کيږي او بالاخره په همغه نړۍ کې چې دوی يې د خونديتوب لپاره قرباني ورکوي ، د ترهګر ، طالب او القاعده په نامه ياديږي ، د دين لپاره تر ټولو ستره فزيکي قرباني افغانانو ورکړې خو په فکري برخه کې هغه د چا خبره چې د نړۍ په هيڅ کتابتون کې به بيا د يو افغان ديني عالم يو داسې ديني کتاب نه پيدا کيږي چې د ماخذ په توګه تر ې ګټه پورته شي ، په دې مانا چې موږ دين لپاره څومره لوړه فزيکي قرباني ورکوو ، خو حقيقت کې پر دين نه پوهيږو ، د دين په اړه زموږ پوهه لا هم سر سري ده ، کله چې موږ په دې خبرې کوو چې اسلام د هر زمان او هر مکان لپاره وړ دين دی ، نو بيا ولې د اوسني عصر د پرمختګونو سره موږ هم پرمختګ نه کوو ؟ ولې د پرمختګ مخه په اګاهانه او غير اګاهانه توګه د اسلام او ديني اصولو څخه د ناسم پوهاوي پر بنسټ ډب کوو.
زموږ د بد مرغيو او اسلام څخه د ناسم پوهاوي لړۍ لا هم روانه ده ، همدا اوس طالب په نامه ياغي ډله چې خپله ، ټولو افغانان او مسلمانانو ته څرګنده شوې چې دپاکستان استخباراتي شبکې د اهدافو د پلي کولو لپاره کار کوي، له همغه ځايه تمويليږي، هملته په پاکستان کې خوندي ځايونه لري ،او بيا راځي افغان مسلمان په بيلا بيلو نومونو وژني ، حقيقي خبره دا ده چې دوی دين نه بلکې خپله او د دوی د بادارانو بقا په جګړو کې ويني ، هغه جګړه چې د يو مسلمان ورور پر وړاندې پرمخ بيول کيږي همغه جګړه چې دواړه لوري د مرميو د فير کولو پر وخت د الله اکبر غږ پورته کوي د اسلامي اساساتو پر بنسټ د مسلمانانو ترمنځ جګړه په اصل کې غير مشروع عمل دی ، ځکه اسلام من حيث دين د عامو خلکو په ځانګړې توګه د مسلمانو تر منځ اړيکې او ګډ کار قاعده او اصل ګرځولي قران کريم کې الله جل جلاله دې مثبتو ټکو ته داسې اشاره کړې :(وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً)، ژباړه : الله جل جلاله مسلمانانو ته ورپه زړه کوي ورته وايي هغه وخت را ياد کړئ کله چې تاسې خپل ترمنځ دښمنان واست د الله په نعمت سره يو تر بل ورونه شوئ .. همدارنګه د ګډ کار او همکارۍ په اړه الله جل جلاله فرمايي ( وتعاونوا على البر والتقوى )(2: المائدة) ژباړه : تاسې په نيکو کارونو او تقوا کې يو له بل سره هکاري وکړئ... خو بحرانونه او جګړې بيا په دين کې استثناءت دي ، بلکې قران کريم له دې مصطلحات په بده ياد کړي ، او وايي چې دا شيطاني کار دی چې د مسلمانانو ترمنځ دښمني او کينې خپره وي . ( إنما يريد الشيطان أن يوقع بينكم العداوة والبغضاء)(91: المائدة) په دې بل ايات کې بيا مسلمانانو ته امر کوي چې د تجاوز او ګناه په برخو کې يو له بل سره همکاري مه کوئ (ولا تعاونوا على الإثم والعدوان ، همدارنګه حديث شريف کې محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي (إذا الْتَقَى المسلمانِ بسَيْفَيهمَا فالقاتلُ والمقتولُ في النارِ) (رواه البخاري ومسلم) ژباړه کله چې يو مسلمان پر بل مسلمان توره پورته کړي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي د مسلمان د وينې تويولو دحرمت په اړه دلايل ډير زيات دي، چې ټول په دې دلالت کوي چې جګړه په اسلام کې اصل نه بلکې استثناء ده او د مسلمانانو تر منځ جنګ کول غير مشروع عمل دی په دې اياتونو کې په ډير جدي توګه يادونه شوې ( وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا)(النساء: 93 ) ژباړه : چا چې يو مومن په قصدي توګه ووژلو نو سزا يې جهنم دی ، نه يوازې جهنم بلکې په جهنم کې به د دايم لپاره پاتې کيږي تر څنګ به يې د الله جل جلاله لعنت او غضب هم پر دې قاتلانو ويل کيږي او بالاخره تر ټولو سخت عذاب به همدوی ته ورکول کيږي . په بل ايات شريف کې الله جل جلاله فرمايي (…وَلاتَقْتُلُواالنَّفْسَالَّتِيحَرَّمَاللَّهُإِلابِالْحَقِّذَلِكُمْوَصَّاكُمْبِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ )(الأنعام: 151) تاسې هغه نفس د وژلو هڅه مه کوئ چې الله جل جلاله يي پر تاسې وژل حرام کړي ، که دا کار کوئ نو د ديني اصولو په چوکاټ کې دا کار وکړئ او همدا تاسې لپاره دالله توصيه ده ، که عقل لرئ. په ايات کې څو خبرې دي لومړی : تاسې حق نه لرئ په خپل سر څوک ووژنۍ ، دويمه خبره داده چې الله مشوره درکوي چې دا کار مه کوئ او وروستۍ خبره که بيا هم تاسې دا کار کوئ نو له تاسې کمعقل او احمق انسان نه شته په دې برخه کې ډير اياتونه او احاديث شته چې د مومن مسلمان د وينې تويدو څخه د ځان ساتنې سپارښتنه کوي.
اساسي خبره دا ده چې د طالبانو وروستی ټاکل شوی امير چې ګمان کيږي چې شيخ الحديث دی او ديني پوهه يې د خپلو سلفو په پرتله ډيره ده نو بايد نور د افغان مسلمان وژنې ته د پای ټکی کيږی او د نورو د ګټو لپاره خپل هيوادوال نورو ته احتياج نه کړي ، د نفوسو په تناسب د نړۍ تر ټولو ډير مهاجر موږ لرو په نړۍ کې مو عزت له خاورو سره خاورې شو ، فکر کوم چې هيڅلکه اسلام دا نه غواړې چې مسلمان دې دومره ذليله شي که افغان مسلمان ذليله کيږي نو شيخ الحديث هيبت الله به يي مسول وي .