لیکنه زمونږ لوستل پر تاسو !!!

 
ناصر ځلاند
د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په بازر کې لاندې څو ډلې خلک موندلی شی! 
لومړی ډله خلک هغه لیکوالان دي،  چې هره میاشت له دولت څخه کافي اندازه معاش اخلي،  او لیکنې پلوري دغه ډله خلک ښه په نره ښکنځلیزه مبارزه کوي که په دولت سالمه نیوکه وکړي دوی یې ځوابوي داسې کمینټري کوي چې توبه وباسه،  سترګو ته خاوري درشیندي او خولې ته زهر.
دوهمه ډله خلک هغه ضعیف،  او د کمزوري پوهې لیکوالان دي چې نه هم خپله د نیوکې یا لیکنې ایډیالوژی لري،  او نه هم د بل د نیوکې او لیکنې زغم لري بې هدفه د توپ ډاز کوي،  د منطق او استدلال ژبه یې ګونګه وي او د موضوع په اړه نه معلومات لري او نه یې هم په بشپړه توګه په معنی پوهیږي،  دوی په اصل کې ماشومانه چلند کوي دغه  خلک نه دولت کې ځای لري او نه هم د خلکو په زړونو کې  دوی د یو نامعلوم مسیر پر لور د حرکت په حال کې دي.
درېیمه ډله خلک هغه نجیب سپیڅلي د نظر خاوندان دي یا لیکوالان دي ، چې ښه فکر او ایډیالوژي لري مګر مسولیت نلري دوی د خلکو په ژبه او درد ښه پوهیږي د ټولنې ستونزې په روانه ژبه ښې بیانوي،  تل په ملي ګټو فکر کوي د شخصي ګټو په لټه نه وي  د لوړ فکر او ژورې تجربې خزانې دي، پاکه سپیڅلي او ولسي مبارزه کوي  دوی د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای او پراخ ملاتړ لري هر نیوکه یې سالمه او ملي وي.
څلورمه ډله خلک  داسې انسانان دی چې د یو او بل له هویت نه استفاده کوي،  په اصل کې اخمد وي مګر د مخمود له نوم څخه ناوړه او غلطه استفاده کوي دوی ، دوی ځینې معلوم اشخاص توهینوي او شخصیت وژنه کوي دا ډله خلکو هدف معلوم وي مګر دوی نامعلوم وي.
 
درنښت