سیمه ایزو طالب مشرانو ته د وروستيو  هدفي وژنو پيغام:

 
اکرام الله اتل
په کلیو کې خيرن پوندي چې اوس هم د اسلام او يا افغانستان په نوم ځانونه وژني يا نور وژني دا نو د حماقت وروستی حد دی دوی باید له منصور، ملاعمر او په طالیبانو کې له روان ټيل ماټیله زده کړي، دوی د پردۍ جګړې او په کوټه کې ناستو خيټه ورو ملايانو  ته نور نه ښايي د خپل چم بدۍ په غاړه واخلي ځکه غچ به سل کاله وروسته هم له همدوی څخه واخيستل شی د دوی د هيڅ زياتي تاوان نه منصور ورکه، نه ملاعمر ورکړی وو او نه به يي هيبت الله او سراج الدین حقاني ورکړي.
دوی باید سرونه خلاص کړي چې دا پردی جنګ دی هيڅ افغان ګټونکی نلري ځکه که يي ګټونکی وی نو لومړنی فاتح به يي ملاعمر وی، دوهم به يي منصور او دریم به يي هم هیبت الله آخند وی خو وينو چې ددې پردۍ او تپل شوې نښتې ګټونکي هيڅوک هم نه دي خو تباهي يوازې او يوازې د خوارافغانستان په نصیب شوې.
که چیرته په افغانستان کې د پنجاب په ننګه روانې جګړې او شواخون ګټونکی لرلی نو نه به يي مشر په کوټه کې وژل کيد ای او نه به ټاکل کيدای په کليو کې طالبان دې د منصور د سوي وجود انځورونو ته ښه ځير وګوري له ځان سره دې فکر وکړي چې منصور چیرته او چا مړ کړ د منصور مرګ يوازې يو خبر نه بلکه تر شاه يو ستر راز لري او هغه راز دادی چې پردي ته تورې وهونکی به په خپله توره مري.
د اسلام په نوم جګړه هغه وخت سپيڅلې وي چې پردۍ کړې پکې نه وي دخيلي او په مشخصه جغرافيه کې يي معلومې څيرې مشری وکړي د اسلام د مبارک دين په ۱۴۰۰ کلن تاريخ کې آیا تاسو کله ليدلي دي چې مبهمو اشخاص دې دا الهي دین تر بشریت پورې رسولی وي، دا چې د اسلام د مبارک پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه مبارک غاښ پکې شهيد شو، دا چې آنحضرت له صحابه وو سره شخصا په غزواتو کې ګډون درلود او دا چې په هره غزا کې به وتلو صحابه وو د شهادت جامونه په سر اړول ددې لامل دا وو چې باید جغرافيه او د حقي مبارزې کونکي معلوم وي خو نن داسې نه ده منصور په کوټه کې ناست وو د پوډرو او نشه يي توکو قاچاق يي په افغانستان کې کاوو، ملاعمر په کراچۍ کې ناست وو خو د مرګ فتواوې او د وحشي بریدونو امرونه به يي په افغانستان کې کول نو که چیرته د دوی مبارزه په افغانستان کې د اسلام لپاره وي بیا نو په کوټه او کراچۍ کې يي شتون څه مانا؟ .
په کابل کې ځینې ناست طالب ته کمپاین کونکي چې ځانونه لوستي بولي او له یو اس اې ای ډي او نورو ادارو معاشونه اخلي په لاشعوري ډول د افغانستان هغه تاريخي دښمنان دي چې مخنیوی يي فرض عین دی ځکه دوی چې د امريکې د سنا له بودجې ورته معاشونه را چالان دي او يخ ايرکنډیشن ته ناست د جنګ جګړې نغارې ډنګوي باید پوی شي چې دوی ددې وطن ازلي دښمنان دي.
راځئ نور له خوبه را ويښ شو طالب نن او سبا محوه کيدونکی دی خو سیمه ایز طالب مشرانو چې خلک يي بې عزته کړي، د خپلې سيمې مشران، ځوانان، پیسه داران يي اختطاف کړي والله به يي درې نسلونه د پلار د کرلي کښت حاصل واخلي زما زړه نن ته نه بلکه سبا ته بد دی زه نني ناورین ته نه يم خپه سباني وحشت، غچ اخيستنو او  دحشت ته خپه یم.
په کليو کې نن سبا هيڅوک خوندي نه دی بس هر سړي اوبوز تاو کړی، مخ پټ سترګې يي لوڅي دي او چې څوک خوند ورنکړي د جاسوس،دولتي کارکونکي او........ په نوم يي وژني  خو د همدې کارونو تاوان په خدای تعالی همدا نني د دين په نوم را پورته شوي اختطافچيان او بې سوادان ورکړي زه منم چې د دوی پر پاکو احساساتو لوبې شوي دي، منم چې د يوې استخباراتي جګړې ښکار شوي دي خو داده زما په څير لسګونو ځوانانو د دوی د پوهولو په خاطر قلمونه را پورته کړي دي او کوښښ کوي د سباني ناورین د مخنيوي په خاطر له خپل وس سره سمې هڅې وکړي.
په کوټه کې د طالب مشر وژل کيدل او په افغانستان کې بیا د اسلام په نوم روانه نښته يي نور هيڅ ډول معقوليت نه لري کله چې يو څوک په کوټه کې ناست وي او هم هلته يي امریکايي الوتکې ولي، ایرانۍ ويزه، پاکستانی پاسپورت او شناختي کارت ورسره وي نو په افغانستان کې يي جګړې ته مشروعيت د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ باندې ملنډې دي.
اکرام الله اتل