پر افغانستان او سیمه د چابهار درې اړخیز تړون اغېزې

 
د چابهار بندر د عمان خلیج پر غاړه د ایران په سوېل ختیځه برخه کې کې پروت دی. څلور فصله د پسرلي په څېر ښکلې او ملایمه هوا لري، په همدې سبب ورته چهاربهار (چابهار) وايي. د افغانستان له سرحد څخه کابو ۹۰۰ کیلومتره سوېل لور ته پروت دی.
د نړیوال تجارت او ترانزیټ ډېره برخه د سمندرونو له لارې ترسره کېږي او هغه هېوادونه چې د سمندرونو پر غاړه پراته دي، تجارتي او ترانزیټي بندرونه لري، د نورو هېوادونو په پرتله یې اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی. پر وچه د محاط هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره له سمندر سره د پیوستون لپاره نږدي، مصئونه او ډاډ وړ لارې درلودل یو اساسي عنصر شمېرل کېږي.
مخینه:
افغانستان په وچه یو محاط هېواد دی او له نړۍ سره د کراچۍ بندر له لارې خپلې ډېرې د راکړې ورکړې معاملې ترسره کوي. دا لاره له پاکستان سره د کړکېچونو او سیاسي ستونزو له کبله تل له ستونزو سره مخ وي او تر ډېره د هغه هېواد له خوا د سیاسي فشار او موخو لپاره ترې ګته اخیستل کېږي. د افغانستان حکومت هم دا حساسیت او مجبوریت کاملاً درک کړی او تر ډېره د داسې بدیل په لټه کې و چې دا حساسیت او مجبوریت له منځه یوسي او خپل تجارت او ترانزیټ د یوه ځانګړي هېواد له انحصار او ولکې وباسي.
د چابهار بندر موضوع د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۲ کال کې مطرح شوه چې په پایله کې يې د دریو هېوادونو تر منځ یوه توافقنامه لاسلیک شوه. د دې توافقنامې پر اساس ایران له چابهار بندر څخه د افغانستان تر سرحد پورې د لويې لارې چې کم او زیات ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو او هند د افغانستان له سرحد څخه تر دلارام پورې د لويې لارې د جوړېدو مسوولیت پر غاړه واخیست. اوس دا دواړه لويې لارې بشپړې شوې او په دې سره د چابهار بندر د کابل هرات له لويې لارې سره وصل دي. له دې مقدماتي کارونو سره- سره په سیمه کې د نړۍ او شاوخوا هېوادونو سیاسي کړکېچونو له دغه بندر څخه د عملي تجارت او ترانزیټ لاره ډپ کړې وه.
هغه وخت د افغانستان د نړیوال تجارت او ترانزیټ تر څنګ د ناټو او امریکايي قواوو ټول اکمالات د کراچۍ بندر له لارې ترسره کېدل او له ایران سره د اټومي مسئلې پر سر د غرب او په ځانګړې توګه د امریکې خرابې اړیکې د دې سبب شوې چې دې موضوع ته ډېر اهمیت او عملي بڼه ورنه کړل شي؛ ځکه هغه وخت امریکې ته د ایران په پرتله د پاکستان ګټې ډېرې مهمې وې او هڅه يې دا وه چې پاکستان خوشاله وساتي. پاکستان هم په سیمه کې د خپل انحصاري سیاست له مخې خوښ نه و چې افغانستان دې په اقتصادي لحاظ له پاکستان پرته پر بل هېواد تکیه ولري او یا هم د پام وړ اقتصادي پرمختګ وکړي.
تېر کال د ایران او غرب، په ځانکړې توګه له امریکې سره د اړیکو له سمون وروسته، د دغو هېوادونو په بهرنیو سیاستونو کې هم د پام وړ بدلونونه را منځته شول او په پایله کې د هند، ایران او افغانستان تر منځ د چابهار د دری اړخیز تجارتي او ترانزیټي تړون لاسلیک ته لاره هواره شوه.
د هند، ایران او افغانستان تر منځ دا تجارتي او ترانزیټي تړون د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په درېیمه د یادو هېوادونو د تجارت او ترانسپورت د وزیرانو له خوا د دریو یادو هېوادونو د رهبرانو په شتون کې د ایران په پلازمېنه تهران کې لاسلیک شو چې له مخې به يې دا هېوادونه عملاً د دغه بندر له لارې خپل تجارتي او ترانزیټي فعالیتونه پیل کړي.
تړون ته د هند، ایران او افغانستان اړتیا:
هندوستان: د هند اقتصاد د سیمې او نړۍ په کچه د چټک پرمختګ په حال کې دی. له یو پلوه د خپلو تجارتي توکو لپاره یوه مناسب بازار ته او له بل پلوه د خپل صنعت د چلولو لپاره په کافي اندازه انرژۍ ته اړتیا لري. هند د خپلو تجارتي توکو لپاره د مرکزي اسیا هېوادونه، روسیه او اروپا مناسب بازار بولي. په دې لاره ورته لوی خنډ پاکستان دی؛ ځکه له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له کبله نه شي کولای له هغې لارې خپل توکي افغانستان او بیا مرکزي اسیا، روسيې او اروپا ته صادر کړي. له بلې خوا هند په سیمه کې د لویو تولیداتي فابریکو د جوړولو لپاره یوه مطمین او صادق ملګري ته اړتیا لري چې تر ډېره هند دا شرایط په ایران کې ویني. پر همدې اساس هند له یوې خوا غواړي د چابهار بندر له لارې افغانستان، مرکزي اسیا، روسيې او اروپا ته په کم وخت او لګښت خپل تجارتي توکي صادر کړي او له بلې خوا غواړي د چابهار په ازاده تجارتي ساحه کې له ایران سره په ګډه د المونیمو او کیمیاوي سرې په ګډون مهمې صنعتي فابریکې په کار واچوي. له ایران څخه د انرژۍ پیرودل هم د هند له لویو موخو شمېرل کېږي.
ایران: ایران د سیمې او نړۍ په سطحه د تېلو او ګازو غني زېرمې لري، له نړیوالو بندیزونو سره سره ایران هڅه کوله تر څو په سیمه کې د خپلو تېلو او ګاز لپاره بازار ومومي؛ که څه هم د نړیوالو بندیزونو پر وخت ایران له هند سره د نفتو قرارداد درلود، خو هند له امریکا سره د خپلو روابطو د ساتلو په موخه دا راکړه ورکړه ډېره محدوده کړې وه او د امریکې په غوښتنه يې خپل د اړتیا وړ نفت له سعودي عربستانه پېرودل. پر ایران د نړیوالو بندیزونو له لرې کېدو وروسته دا محدودیتونه رفع شول او اوس هند د ایران د نفتو لپاره تر ټولو ښه او نژدې بازار دی او ایران غواړي له دې موقع د ځان په ګټه کار واخلي. ایران همدارنګه چابهار یوه ازاده تجارتي سیمه اعلان کړې او پر نړیوالو يې په دې سیمه کې د پانګې اچونې غږ کړی او په دې توګه غواړي د چابهار بندر د سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي ثقل پر مرکز بدل کړي.
له بلې خوا د چابهار بندر د شمال او سوېل د تجارتي او ترانزیټي کوریدور پر سر پروت دی او ایران به د اذربایجان له لارې له روسيې او اروپا سره نښلوي او ایران به له دې هم لویه اقتصادي ګټه پورته کوي.
افغانستان: افغانستان چې تر ډېره یو مصرفي او پر وارداتو متکي هېواد دی، خپل د اړتیا وړ توکي د کراچۍ بندر له لارې د سیمې او نړیوالو مارکېټونو څخه هېواد ته واردوي. د سیاسي کړکېچ له وجې، پاکستان تل د افغانستان له دغه مجبوریته خپل سیاسي اهداف ترسره کوي او په ډېرو حساسو وختونو کې دا لاره د توکو د ترانزیټ پر مخ تړي او یا هم افغان تجارانو ته بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي. افغانستان غواړي د پاکستان له دې اقتصادي انحصار او سیاسي فشارونو ځان خلاص او له نړۍ سره د تجارت لپاره د چابهار له بندره ګټه واخلي. د نړۍ له مهمو مارکیټونو سره د افغانستان نښلېدل به په هېواد کې تولیدي سکتور ته هم وده ورکړي. زراعت او معادن هغه سکتورونه دي چې کېدای شي ډېر ژر خپل تولیدات نړیوالو مارکیټونه ته له دې لارې صادر کړي.
پر هېواد او سیمه د تړون اغېزې:
که څه هم د چابهار دری اړخیز تړون د هند، ایران او افغانستان تر منځ یو تجارتي او ترانزیټي تړون دی، سیمې او یادو هېوادونو ته له اقتصادي ګټو سره سره ګڼې نورې سیاسي او امنیتي ګټې هم له ځان سره لري. په اقتصادي توګه به په سیمه او یادو هېوادونو کې د تجارت او ترانزیټي فعالیتونو او کارموندنې له لارې یو لوی اقتصادي خوځښت او تحرک رامنځته شي چې د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره به لاره هواره کړي. د هند له خوا له چابهار بندر څخه تر حاجي ګک پورې د رېل ګاډي د پټلۍ جوړول هم د دغه پلان یوه برخه ده چې په دې سره به افغانستان هم له چابهار بندر، ایران او مرکزي اسیا سره د رېل ګاډي له لارې وصل شي.
دغه تړون یوازې په دې دریو هېوادونو پورې منحصر نه دی، د نړۍ او سیمې نور هېوادونه هم کولای شي په دغه تړون کې ګډون وکړي چې له مخې به يې دا سیمه د نړۍ په سطحه د پانګې اچونې او اقتصادي فعالیتونو د ثقل مرکز وګرځي.
د دغه اقتصادي خوځښت او تحرک د پایښت لپاره یاد هېوادونه اړ دي چې په سیمه کې د سیاسي ثبات او امنیت لپاره یو له بل سره مخلصانه مرستې وکړي. د تروریزم او مخدره توګو پر وړاندې ګډه مبارزه او د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه به د دې مرستو یوه برخه وي او په دې سره به ټول په یوه غږ په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب، ثبات او امنیت لپاره هلې ځلې کوي. د افغانستان لوېدیځې او جنوبي برخې چې د دغه تړون د فعالیتونو ډېره برخه تشکیلوي اوسمهال د هېواد له نا ارامو او ناامنو سیمو شمېرل کېږي چې د دغه تړون په عملي کېدو سره به ورو ورو په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه د نظامي فعالیتونو ځای نیسي او د خلکو په اقتصادي ژوندانه کې به د پام بدلونه راشي.
دغه تړون به په سیاسي لحاظ هم د هند، ایران او افغانستان تر منځ پوره همغږي را منځته کړي چې دا همغږي به نوره هم د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. له بل لوري به دا همغږي د سیمې د نورو کرغېړنو سیاستونو انحصار مات او له تخریبي سیاست څخه به يې د مرستې، همغږۍ او صداقت سیاست پر لور مجبور او را مات کړي.
په هېواد کې وروستي عملي پرمختګونه لکه د ټاپي پروژې پیل، د سلما د بند بشپړېدل، د تجارت د نړیوالې ادارې غړیتوب او چابهار تجارتي او ترانزیټي تړون هغه لوی او بنسټیز کارونه دي چې په ګډه به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، سیاسي ثبات او امنیت کې د پام وړ بدلونونه له ځان سره ولري.