د منصور تر وژل کيدو وروسته د پاکستان وارخطايي څه مانا لري؟

 
د منصور تر وژنې وروسته د پاکستان له سياسی وارخطايي ښکاري چې کرار کرار د لوبې لوری بدلیدونکی دی،له تیرې ورځې را هيسې پاکستان له هرې شونې لارې کوښښ کوي پر امریکې فشار راوړي او ددې هیواد په اړه را پیدا شوی ذهنیت بدل کړي ځکه که دوی داسې ونکړي نو نړۍ والې انزوا ته تلی پاکستان به نور هم منزوي شي.
له پرون را وروسته د پاکستان د ديپلوماتيکو ادارو غصې،په پاکستان کې د امريکې سفير ته رسمي شکايت ‎، په سنا کې تيره ورځ انډوخر او  باالاخره له تیرو دوو ورځو را هيسې د ذهنيت بدلولو په خاطر د پاکستان د استخباراتي ادارې د ځينې پوششي رسنیو او کارپوهانو  اغواکونکي نظریات او د لاریونونو له خبرداریو  ښکاري چې پاکستان د افغانستان وروستي سياست،د امريکې فشار او  په نړۍ کې انزوا ته تګ وارخطا کړی دی.
پاکستان له پرون را هيسې شوي بریدونه پر خپله خاوره تیری بولي خو دوی کله هم دا پوښتنه نه ده کړې چې له کوټې، وزیرستان، راولپنډۍ، کراچۍ او اسلام آباد څخه را روان طالبان چې ژمی يي هلته د دوی په معاشونو او چندو تود تیر کړی دی په افغانستان کې ګلان نه کري بلکه هره ورځ بیګاه انسانان وژني او د پرديو د موخې په خاطر يي اسلاميت، افغانيت او انسانيت حربه ګرځولې ده، نو کله چې پر پاکستان برید تیری کيدای شي نو هلته د منصور اوسیدل، تجارتونه، پاکستانی پاسپورت، شناختي کارت او مدرسې بیا  څنګه نيکي بللی شو که د ګاونډيتوب حسن نيت همدا وي لکه پاکستان يي چې کوي بیا خو نو په پاکستان کې کيدونکي هوايي بريدونه هم د افغانستان او امریکې حسن نيت دی.
پاکستان چې په ډيره بې شرمي له تیرو ۱۴ کلونو را هيسې يي له هرې شونې لارې په افغانستان کې له روانې تپل شوې او تحميلي نښتې امتیاز اخيستی دی کوښښ کوي د امتياز دا لړۍ جاري وساتي او د همدې په خاطر خو يي د منصور له ټاکل کيدو سره سم د طالبانو د دړې وړې کیدو  د مخنيوي او سراج الدين حقاني ته د امارت د مشرتوب د ورکړې په خاطر منډې ترړې پيل کړې وې.
خو په پاکستان کې  د طالب مشرانو ژوند، کورونه، له هغه ځايه پر افغانستان د بریدونو د پلانونو نيول کیدل، داعش ته سربازګيري او.... هغه څه دي چې نور هيڅ ډول اسنادو ته اړتيا نلري.
په وروستیو دوو ورځو کې د پاکستان د استخباراتي رسنیو او شنونکو نظریات ډير څه له ځان سره لري دوی په ټول کې ډير تمرکز پر دې کوي چې د منصور له وژل کيدو سره به سوله نوره هم سخته شي خو کله هم ددې پوښتنې ځواب نلري چې منصور کله سوله کولای شوای ځکه که يي سوله کړې وای نو بیا خو به يي برخلیک تر ننه هم بدتر وی او کيدای شي چيرته يي د پنجاب په زندانونو کې لکه ملاعبيدالله، ملاياسر او.... يا ساه ختلې وی يا لکه ملابرادر مړی او ژوندی به يي تر ننه ورک وی.
پاکستاني رسنۍ کوښښ کوي د ځينو استخباراتي شنونکو او ژورناليستانو په شتون کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو سره يو لوري ته په افغانستان کې عام ذهنیت اغوا کړي او بل پلو طالبانو ته روحيه ورکړي ځکه دوی ډير مخکې لا پر سراج الدين ډلې کار پيل کړی وو چې د طالبانو مشري ته به يي رسوي.
نن هم پاکستاني نيږدې ټولو رسنیو د وژل شوي منصور پر ځای ناستي مقالې لیکلي وي د ټولو نظر دا وو چې شونې ده حقاني د طالبانو نوی مشر شي خو ځينو دا هم ورسره څنګزنه ياده کړې وه چې په کوټه کې ډيری د طالبانو د څو کميسیونونومسولین او مشران وايي چې باید ددې ډلې مشرتوب بیرته د ملاعمر کورنۍ ته انتقال شي او زوی يي د طالبانوامیر وټاکل شي خو پاکستاني رسنیو بیا ډير زيات ټينګار په دې کړی وو چې نه مولوي يعقوب ځوان دی او جنګي تجربه نلري نو له دې خبرې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې نه يوازې سوله نه غواړي بلکه نیت يي هم نلري او دا چې حقاني شبکې ته د طالبانو مشرتوب ور انتقالوي روښانه خبره ده چې دوی د وحشت د دوام پلوي دي.
د پاکستاني رسنیو له دې خبرو ښکاري چې دوی پټ او ښکاره د حقاني شبکې لپاره ذهنيت سازي کوي او شونې ده د همدې لپاره خو پر ځينو طالب مشرانو په تیرو څو ورځو کې فشارونه هم ډير شوي وي ځکه پاکستان په دې برخه کې يو لوري ته پوره تجربه لري او بل لوري ته به يي ان سر له اوسه د ځينو طالب مشرانو د کورنیو د برمته کيدو چار پيل کړی وي.
نو د پاکستان وارخطايي د روانې لوبې د بدلون زیری له ځان سره لري که څه هم شونې ده طالبان په ظاهري ډول سره پر يو کس سره هوکړې ته ورسيږي خو دا وارې به څو ډلې نورې هم له طالبانو بیلې شي او په دې سره به په افغانستان کې د افغان وژنې نوې لړۍ پيل شي.
طالب مشران او د دوی مسولین چې کولای شي خبره يي تر يو ځای پورې ورسيږي باید نور د منصور تر وژل کيدو وروسته په دې سر خلاص کړي چې پاکستان څه کول غواړي ځکه اسلام اباد په ډيره بې شرمۍ سره کولای شي يو وار بیا نوی ذهنیت رامنځ ته کړي خو دوی باید نوره اجازه ورنکړي.
بله مهمه خبره داده چې پاکستاني رسنیو نن ډير تمرکز پر دې کړی وو چې منصور ایران ته تلی وو او نيږدې يوه نيمه مياشت يي هلته تیره کړې د آې آر آی په نوم د پاکستان يوې خبري سرچينې خو د يو پاکستاني چارواکي له خولې حتی دا ليکلي وو چې شونې ده د منصور په وژنه کې ځينې ایراني استخباراتي کړۍ هم لاس ولري ځکه د دوی په خبره چې کيدای شي منصور او ایران په معامله کې نه وي سره جوړ شوي يا د تیرو معاملو له افشا کيدو د مخنیوي په خاطر يي منصور امريکې ته ور ښودلی وي.
نو برني دلايل او ستونزې باید طالب مشران درک کړي کنه شونې ده د  دوی پر سر نوې سودا پیل شي او بیا به هغه وخت امتياز پکې پاکستان واخلي خو د يو بل پر مرۍ به چاړه افغانان سره تیره کړي.