اسلام د تضاد او تقلب دين نه دی

 
هر کله چې د جندر یا مساوات خبره کوئ، هیڅکله يې هم له  اسلام سره مه ګډوئ،ځکه اسلام یو دین او دجندر یا په ټولنه کې د نارینه او ښځینه رول د ورځني ژوند  دود او بڼه دی .
رواج او دین  دوه بیلابیل شیان دي او په بیلابیله توګه یې پيژندل شوني دي خو له بده مرغه اوسمهال زیاتره خلک  د اشتباه یا غرض له مخې کوښښ کوي چې دین له نورو حیاتي ارزښتونو سره ټکر کړي . 
دین او سیمه ییز رسم او رواج له یوبل سره ډیر زیات توپیر لري، خو  زمونږ زیاتره خلک عربي کلتور هم د اسلام جزء او برخه ګڼي چې دا د دین په حق کې ستر زیاتی دی ، په همدې ترتیب زموږ زیات خلک په دین کې هم دومره پوهه نه لري چې ضعیف، موضوعي، مرفوع، معلول، مصنوع او د حدیثو داسې نورې برخې په سمه او معقوله توګه وپیژني، هغوی ته ټول حدیث یو شان حدیث ښکاري اوهر څه چې دحدیث تر عنوان لاندې ویني نو د رسول الله (ص) وینا یې بولي  او ګڼ شمیر خلک حتی په خیال کې هم دانه شي ګرځولی چې ګویا په رسول اکرم (ص) دې هم چا دروغ ویلي وي ، خو کله که له حقایقو خبر شو نو زیاتره وخت داسې شوي دي چې د زمانې کاذبو او مغرضو اشخاصو خپلې خبرې د رسول (ص) د احادیثو په نامه وړاندې کړي چې دیني عُلمایې مکذوب بولي .
 زموږ د ټولنیزو روایتونو او اجتماعي قرار دادونو له مخې ځینې موضوعات داسې دي چې هیڅکله تاسو ته څوک اجازه نه در کوي چې په اړه  یې په څرګنده تو ګه خبرې وکړی ، مثالونه يې ډیر دي خو زیاتره  وخت داسې موضوعات مخې ته راځي چې یو څوک به دخپل پراخ علم له مخې ورباندې کافي پوهه هم لري مګر ټولنه به اجازه نه ورکوي چې په اړه یې خبرې وکړي او دا دلیل به وايي چې د موضوعاتو دحساسیت په پام کې نیولو سره باید پر دغو موضوعاتو له خبرو کولو جدي ډډه وشي .
تیره میاشت د کویت د پوهنتون یوه کارکونکې میرمن په  دې دلیل په بند محکومه شوه چې ویلي یې  وو،   د هیوادونو قوانین اوآینونه  مقدم او مقدس  دي ، ترڅو چې قوانین ونه منو په نوې نړۍ کې نه شو داخلیدلی.
 عربي علماء په فتوا ګانو کې ډیر مخکې دي او هر یو يې ډیره عجله لري چې یوه فتوا ورکړي او شهرت ته ورسیږي ، خو په عین وخت کې دا درک نه لري  چې دورکول شوې فتوا راتلونکې پایله به څه وي ، یو مثال یې له لوډسپیکر څخه نیولې تر ټلویزیون پورې د نویو صنعتي توکو پر وړاندې د ممانعت دفتوا صدور و چې پایله یې نه وه سنجول شوې.
په همدې ترتیب په ځینو عربي هیوادونو کې  د ښځو له تعلیم څخه نیولې آن د ښځو د رأی اچونې  پورې فتواوې  موجودې دي چې عربي مُلایانو ورکړي دي . دعربي هیوادونو ددغو ناسنجول شویو  فتواو ناوړه اغیز زمونږ پر هیواد هم شوی  او تر ټولو بده لا دا چې زموږ په هیواد کې ورته ځینې  خلک د هیوادني او سیمه ییز کلتور پوښ هم وراغوندي او داسې څرګندوي چې بویه دا زموږ دآر کلتور یوه برخه ده او کوښښ کوي په دې توګه هغه ناقصې فتواوې پر خپلو ساده هیوادوالود دیني اصولو په نوم ومني .
 د پیغمبري قانون نعره همیشه له عربي هیوادونو بهر په نورو هیوادونو کې اوریدل کیږي خو خپله عربي هیوادونه دا نعره نه مني ښايي دا بندیز  په دې خاطر وي چې د هغو هیوادونو وګړي له یوې خوا له خپلو مطلق الحکم سلاطینو څخه ډاریږي  او له بلې خوا  د عربي دربارونو په مراعتونو اخته فتوا ګران د دربار غوړې زیړې خوري ، مګر په شرعي نظام کې په هیڅ توګه د داسې پادشاهت جواز نشته چې شرعي قوانین تر پښولاندې کړي .
د تاریخ په اوږدو کې دا څرګنده شوې چې زیاتره وخت ځینو کړیو او اشخاصو دخپلو ګټو لپاره د احادیثو غلطې ترجمې او تعبیرونه کړي دي چې زه  به یې دلته په لنډه توګه یو مثال وړاندې کړم ، یو ډیر لوی حدیث دی، د هغه په متن کې دا هم راغلي چې ښځې ناقص العقله او ناقص الدینه دي، د حدیث متن کټ مټ  همداسې دی (نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ) دا حدیث څو څو ځله په بخاري شریف، مسلم شریف، مسند امام احمد، مسند امام ابی داود، او د ابن ماجه په سننو کې راغلی دی. ما دلته د هریو کتاب باب او د حدیث ریفرنس هم ورکړی.
  دداسې احادیثو د وړاندې کولو وړاندې کونکي خلک  په درې ډوله پيژندل کیدی شي :
لومړی ـ  ملحدین،چې هغوی  دا حدیث د ټولو مسلمانانو او باالخصوص د مسلمانو ښځو د توهین او  رټلو یوه وسیله ګرځوي .
دویم ـ جاهل متدین، هغوی همدا حدیث د میرمنو د سپکاوي او په ټولنیز ژوند کې دهغوی د ونډې د له منځه وړلو  لپاره یوه وسیله ګرځوي .
درېیم ـ  په حقیقت پوه خلک ، چې دا خلک د دغه  حدیث درک کولی شي په معنااو وزن یې په ښه توګه پوهیږي مګر هغوی ته بیامغرض دیني ټیکداران  مستشرقین وايي او د مسلمانې  ټولنې له خوا رټل کېږي  اوآن  له ملحدینو سره يې په یو کتار کې شمیري .
 زه په دې اړه کوم نوی  نظر نه لرم مګر دومره هرو مرو ویلی شم چې دا څرنګه ممکنه ده چې اسلام دې له یوې خوا وايي چې د مور تر قدمونو لاندې جنت دی ، چاچې خپله لور په سمه توګه تربیه کړه جنتي مؤمن دی ، اسلام تر بل هر دین زیات ښځو ته په  اعزاز ، نظافت ،  لطافت او جمال قائل دی او په هیڅ توګه پر ښځه باندې د سنګینو شرایطو وضع  کونکی نه دی  مګر له بلې خوا بیا اسلام ښځه د دین او عقل ناقصه ګڼي .
دا تضاد په دې معنا دی چې یا په قصدي او یا هم اشتباهاً دا ډول روایتونه د مؤلفینو له خوا د احادیثو په نامه وړاندې شوي دي ، که دا کوم قصدي عمل وي نو هغو خلکو ته دې الله ج سزا ورکړي چې دداسې ګناه مرتکب شوي دي او که اشتباه وي نو الله ج دې د هغوی په حال ورحمیږي او مؤمنانو ته دې دسمې لارې هدایت وکړي .
نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِين
 بخاري شریف:
1/83(304)
2/149(1462
3/45(1951)
3/226(2658
بخاري شریف د احادیثو ستر کتاب دی، او د صحاح ستة له جز څخه یو دی. بخاري شریف د اهل سنت په نزد معتبرترین کتاب ګڼل کېږي، دا کتاب بخاري صیب په کال ۱۹۴-۲۵۶هجري کې لیکلی دی.
صحیح مسلم:
 1/61(155) 1430
2045
2462
1/61(153)
مسلم شریف د مسلم نیشاپوري کتاب دی چې په کال ۲۰۶ _ ۲۶۱هجري کې يې لیکلی دی، دا کتاب هم له بخاري شریف څخه وروسته د اهل سنت په نزد معتبرترین کتاب ګڼل کېږي .
 مسند امام أحمد:
2/66(5343)
د امام احمد بن حنبل مهمترین اثر دی چې مسلمانانو ته يې پریښی دی. په دې کتاب کې  ۲۹زره حدیث راټول کړل شوي دي چې اکثره يې د فقهي مسایلو په اړه بحث کوي.
مسند امام أبو داود:
 4679
مسند ابی یا ابو داود د حافظ سلیمان اثر دی چې په کال ۲۰۲ _ ۲۷۵هجري کې لیکل شوی ، دا د مسلمانانو په نزد  د احادیثویو غوره او  معتبرترین کتاب دی.
مسند/سنن ابن ماجة:
4003
د ابن ما جه سنن د مسلمانانو په نزد یو د صحاح الستة او د احادیثو له شپږو معتبرو کتابونه څخه یو دی. دا کتاب محمد ابن ماجه په کال ۲۰۷ _ ۲۷۵هجري کې لیکلی دی.
المرأة تأتي على صورة شيطان.. فإذا رأى أحدكم امرأة فأعجبته، فليأت أهله، فإن معها مثل الذي معها. (حديث صحيح) أبو داود في النكاح.
النساء سفهاءإلا التي أطاعت زوجها. (حديث)
ا يسأل الرجل فيما ضرب أهله! . (حديث صحيح) أبي داود والنسائي وابن ماجه
علّقوا السوط حتى يراه أهل البيت فإنه أدب لهم. (حديث صحيح) الألباني في ” السلسلة الصحيحة
استعينوا على النساء بالعري، فإن المرأة إذا كثرت ثيابها وأحسنت زينتها أحبت الخروج. (حديث صحيح) أخرجه ابن أبي شيبة
لا يجلد أحدكم امرأته جلد العبد،ثم لعلّه يعانقها ويجامعها في آخر اليوم. (حديث صحيح) صحيح البخاري
ثلاثة لا تتجاوز صلاتهم آذانهم: العبد الآبق حتى يرجع، وامرأة باتت وزوجها عليها ساخط.. (حديث حسن ) ابن ماجة
لو كنت آمرا أحدا أن يسجد لأحد لأمرت المرأة أن تسجد لزوجها ، والذي نفس محمد بيده لا تؤدي المرأة حق ربها حتى تؤدي حق زوجها ولو سألها نفسها وهي على قتب لم تمنعه! . (حديث حسن) ابن ماجة والترمذي
أيما امرأة سألت زوجها طلاقا في غير ما بأس فحرام عليها رائحة الجنة! . (حديث صحيح) أبو داود
لا ينظر الله إلى امرأة لا تشكر لزوجها , وهي لا تستغني عنه! .(حديث صحيح ) في الصحيحين
إذا دعا الرجل امرأته لفراشه , فأبت أن تجيء فبات غضبانا عليها , لعنتها الملائكة حتى تصبح (حديث صحيح ) صحيح البخاري
مثل المرأة الصالحة بين النساء مثل الغراب الأعصم بين مئة غراب. (حديث) الطبراني
يقطع الصلاة المرأة والحمار والكلب. (حديث صحيح) مسلم
لا يجوز عطية امرأة في مالها إلا بإذن زوجها (حديث صحيح ) النسائي
أكثر أهل النار النساء: يكفرن العشير، ويكفرن الإحسان (حديث صحيح) البخاري