
محمد صدیق امرخیل
په یو هیواد کې پرمختګ هغه وخت شونی وي چې کلي یی پرمختګ وکړي د کلیو او لیرې پرته سیمو پرمختګ د ټول هیواد د پرمختګ لامل ګرځي. جنوبي کوریا په نړۍ کې د دې کار تر ټولو لوی مثال دی. کوریا په ۱۹۴۵ میلادي کال کې له جاپان څخه خپلواکي واخیسته او بیا وروسته په دوه برخو وویشل شوه، چې جنوبي او شمالی کوریاوې دي. په ۱۹۵۳ کال کې د جنوبي او شمالي کوریاوو هیوادونو ترمنځ جګړه وشوه، په هغه وخت کې جنوبي کوريا سخته کمزورې او شمالي په قوت کې وه. د جګړې پر مهال په میلیونونو انسانانو خپل ژوند لاسه ورکړ، ګڼ شمیر بې کوره شول او ګڼ شمیر نور له لوږې مړه شول. د دواړو کوریاوو تر منځ کله چې جګړه پایته ورسیده، په ۱۹۶۱ میلادي کال کې جنرال پارک هی د یوې پوځې کودتاه له لارې په جنوبي کوریا کې واک ته ورسید. ښاغلي پارک په ۱۹۶۱ کال کې د خپل هیواد جنوبي کوریا لپاره یو ۵ کلن انکشافي پلان جوړ کړ. دا نو داسې یو وخت وو چې ګاونډیو هیوادونو هر یو لکه چین او جاپان تل دا غوښتل چې دا هیواد باید زما تر تسلط لاندې وي او زه باید پرې واک ولرم، لکه دا وخت چې پاکستان، ایران او یو شمیر نور هیوادونه زمونږ د هیواد افغانستان په چارو لاس وهنه کوي هغه وخت کې جنوبي کوریا هم په همدغسې یو حالت کې وه. ولسمشر پارک د خپل هیواد د ۵ کلن پلان د تطبیق لپاره په لویه کچه کمیټه جوړه کړې وه چې یو شمیر کلیدي وزیران او نور چارواکي یی غړي وو. په دې وخت کې د جنوبي کوریا سرانه عاید ۷۹ امریکایی ډالره وو. خلکو د خوراک او ژمي لپاره ډیر کم او ابتدایی مواد درلودل او آن ځینې وخت به کیده چې ډیری خلکو به د ونو پوستکي او پاڼه خوړلې او دولت پر وړاندې سخت منفي نظریات موجود وو او هیچا هم له دولته د اسانتتیاوو توقع ندرلوده. یو څو کاله ووتل کله چې ولسمشر پارک متوجه شو ګوري، هر څه چې کوي خلک هماغسې پراته دي او هیڅ ټکان نخوري، په کلیو خلک له یو بل سره راټولیدل او خپل ټول وخته به یی په اپلتو او وزګاري تیراوه. په دې وخت کې د جنوبي کوریا په یوه ولایت کې طبیعي آفت سیلاو راغلي وو او د هغه وخت ولسمشر پارک د هغه ځای د خساراتو د معلومولو او د خلکو او سیمې د لیدو لپاره هلته تللی وو. کله چې بیرته له هغې سیمې راګرځي یوه ډیره ښکلي او پرمختللی کلی یی په مخ کې راځي ، له موټره ښکته کیږي او د هغه سیمې مشران راغواړي او ورڅخه پوښته کوي چې د دې کلي د پرمختګ علت څه دی، هغوی ویل چې مونږ کله هم حکومت ته نه ګوور چې راشې او زمونږ کارونه وکړي له حکومت ځخه دومره تمه لرو څومره یی چې وسه ده. مونږ خپل ټول کارونه په ډلییز ډول او له یو بل سره په همکاري تر سره کوو، د یو بل ستونزه خپله ګڼو، یو بل ته درناوی کوو. کله چې ولسمشر پارک له دې کلي څخه ځي ژر تر ژره د خپل هیواد ۵ کلن پلان لغوه کوي او هغه ناکام بولي او رښتیا هم چې ناکام شوی وو. په دې وخت کې ولسمشر پارک د کلیو د پیاوړتیا پروګرام د (سمیول انډونګ ) تر نامه لاندې جوړ کړ چې موخه یی د کلیوالو لپاره ، د کلیوالیو له خوا، کلیوالو ته وه. په لومړي پړاو کې د جنوبي کوریا حکومت له خوا هر یو کلي ته ۳۳۵ بورۍ سیمټ او سیخ ګول ورکړل او د کلیو خلکو ته وویل شول چې لومړی تاسو د خپل کلي مشران وټاکۍ او دغه ساختمانۍ مواد ستاسو دي چې د خپل کلي لپاره هر څه پرې کوۍ هغه ستاسو خوښه ده. په دې وخت کې خلک لږ لږ په حرکت راغلل او داسې ابتکارات یی وکړل چې د خپلو کلیو لپاره یی زیاتې ګټې ورسولې. له هغه وروسته حکومت داسې زمینې هر کلي ته برابرې کړې چې ابتکار به د کلیو د خلکو وي او حکومت یواځې تخنیکي همکاري او یوه ډیره کمه اندازه روپۍ ورکوي چې داسې وړې وړې پروې تر لاس لاندې ونیسي چې وروسته عایدات ولري او د حکومت قرض پیسې هم بیرته ورکړل شي او کلیوالو ته ګټې هم ورسیږي څو کلي وغوړیږي، پرمختګ وکړي او خلک د خوشبختي په لوړ ګام کیږدي. چې څه موده وروسته همدا کار وشو کلیوال په یو قوي حرکت راغلل. همداوس جنوبي کوریا د اسیا او نړۍ په کچه یو پیاوړ او پرمختللی هیواد دی چې د یو شمیر نړیوالو لیکوالانو په اند دغه هیواد د ټولې نړۍ په مقایسه ګړندی پرمختګ کړی دی چې د نورو شاته پاته هیوادونو لپاره یو ژوندی مثال دی.
دا وخت د جنوبي کوریا سرانه عاید ۲۷۰۰۰ او خالص تولیدات یی ۳۰۰۰۰ ډالره دي. د جنوبي کوریا هم د افغانستان په شان یو غرنی هیواد دی چې ۷۰ برخه یی غرونه جوړوي فصلونه هم څلور فصله لري، خو تفاوت دلته دی چې جنوبي کوریا اوبو ته لار لري او افغانستان اوبو ته لار نلري او په وچه کې یو پروت هیواد دی. افغانستان بیا نور ستراتیژیک او جیوپولیتیکي ځانګړتیاوې لري او د بل دا چې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د یو پل حیثیت لري. جنوبي کوریا معادن نلري مونږ بیا معادن هم لرو. لنډه دا چې د جنوبي کوریا له تجربو څخه ډیره ګټه پورته کولای شو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې. په ۱۹۷۰ کې د جنوبي کوریا ټول غرونه لغړ او لوڅ وو خو اوس داسې غر هلته نشته چې شین نه وي یا ونه پکې نه وي ایښودل شوي. مونږ هم یو قوي زراعتي، صنعتي او د کورنیو تولیداتو د لوړولو لپاره یو انقلاب ته اړتیا لرو چې ټول حکومت، خلک، عالمان ، مدني ټولنې، ځوانان، د ښځو ټولنې او نورې برخې له یو بل سره لاس ورکړو او یو پیاوړی، سمسور او په خپلو پښو ولاړ له احتیاجه خلاص افغانستان ولرو. په دې کار سره کولای شو چې بهرني مداخلې هم بندې شي، د بهرنیانو له احتیاجه او احسان هم خلاص شو په هغه صورت سره هم دین او هم دنیا خپلولی شو.
په درنښت