د مولانا وحیدالدین خان ۱۵۰ غوره ویناوې

 

  • اکثره خلک
  • د ژوند کتاب لوستل پیلوي
    خو پرته له دې چې
    دوې د ژوند ژبه زده کړې وي
     
  • د هغه کس سره چې
  • کتاب وي
    یواځې نه دی
     
  • ژوند لکه د کتاب یوه اوږده افسانه ده
  • دا هغه کس د کامیابې ترڅنګ لولي
    د چا چې پام
    همیشه د افسانې راتلوونکي متن ته وي
     
  • هر چا چې خپله په خپل ځان بریا ترلاسه کړ
  • د هغه لپاره
    پر نورو بریا ترلاسه کول، څه ستونزمن کار نه دی
     
  • انسان د ځواک یوه پټه خزانه ده
  • د ستونزو له منځه وړل
    دغه خزانه
    د انسان له دننه وجود څخه بهر را باسي
     
  • د خپل حق څخه ډېر غوښتل
  • تا خپله
    د خپل رېښتنې حق څخه هم محروموي
     
  • د بد سلوک ښه ځواب
  • ښه سلوک دی
    د ناپوهې ښه حل
    د ناپوه ناپوهې له منځه وړل دي
     
  • د هر څه له لاسه ورکولو وروسته
  • که په تا کې زغم لا هم پاتې وي
    نو پوه شه چې
    اوس تا هېڅ څه د لاسه نه دی ور کړی
     
  • د هر ماښام څخه وروسته نوی سهار راځي
  • خو هغه کس د سهار پالوونکی وي
    چې د سهار راتګه پورې انتظار کوي
     
  • یو کس وویل چې ماښام شو
  • بل کس وویل
    داسې ووایه چې سهار کېدونکی دی
     
  • د لوی زړه لرونکی سړی
  • همیشه بریالی وي
    او د وړوکي زړه لرونکی
    همیشه ناکام
     
  • هر چا
  • خپل د تېر شوي پرون بیه پرې کړې
    کامیاب هغه دی
    چې خپل نن د لاسه ور نه کړي
     
  • کله چې د یو کس تېر او حال
  • لوټ شوې وي، نو اوس مهال هم
    ددې راتلوونکې خوندی دی
     
  • پدې نړۍ کې هېڅ لمر ولویدنه وروستۍ نه ده
  • د هر لمر ښکته کېدنې لپاره، یو نوی لمر خاته شته
    پدې شرط چې انسان خپل ماښام
    بېرته په سهار بدلولو کې حوصله وساتي
     
  • د بریالیتوب فرصت
  • یواځې یو ځل
    د یو چا دروازه ټکوي
     
  • د خپلې ماتې منل، د دې هوډ څرګندونه کوي چې
  • ته یو ځل بیا زحمت باسې
    تر څو خپل بایلل شوې لوبه
    بیرته وګټې
     
  • ما وخت برباد کړی وو
  • اوس وخت
    خپله ما بربادوي
     
  • که تاسو خپل د پیل پالنه وکړه
  • نو تاسې پخپل پای لوبه کې هم بریالي یاستې
    ځکه چې د یو ښه پیل
    بل نوم یو ښه پای دی
     
  • فرصتونه به له یوه وخت څخه بل وخت ته نقلېږي
  • خو پام مو وي
    فرصتونه ختمېږي نه
     
  • ستونزې د راتلوونکي به خونه کې اچول
  • او فرصتونو څخه ګټه اخیستل
    پدې نړۍ کې
    د کامیابې اصلي راز دی
     
  • ماته ځنډیدنې ته به وايي
  • خو
    ناکامې ته نه وايي
     
  • ناپوه وویل:
  • ما خپل ماضي او حال برباد کړ
    پوه وویل:
    راتلوونکې خو برباد شوې نه دی
     
  • بیړه مه کوه ځکه
  • ته چې څومره بیړه کوی
    همدومره ډېر ځنډنۍ کېږي
     
  • یو پوه او هوښیار
  • له کولو نه مخکې فکر کوي
    او نادان له کولو نه وروسته
     
  • هوښیار هغه دی چې
  • د نورو سهوې هېرې کړي
    او خپلې سهوې همیشه په یاد وساتي
     
  • که چیرې ته تمځای ته
  • ځنډ رسیدلی اوسې، نو ته
    له ډریور څخه سر نشې ټکولای چې
    ولې يې ستا له اجازې پرته حرکت کړې
     
  • په وړوکي کوزه کې ډېرې اوبه نه راځي
  • همدا ډول په وړوکي زړه سره
    ستره کامیابي لاسته نه راځي
     
  • دیوال
  • په یوې ډیکې غورځولې نشي
    ددې هڅې مطلب یواځې دا دی:
    دیوال نه غورځي، خو ته خپل ځان به ژوبل کړې
     
  • د کافي تیاری نشتون
  • یو تر لاس لاندې نیول شوی اقدام
    له اوله څخه، ډېر سختوي
     
  • تجربه هغه ده
  • چې له نورو څخه يې زده کړې
    ځکه چې خپله تجربه همیشه
    د زیان په قیمت تر لاسه کېږي
     
  • هر ستر کار
  • یواځې هغه کس کولای شي، چې د خپلې
    وړوکي کار په کولو خوښ وي
     
  • د نن ښکته شوي لمر څخه وروسته
  • د راتلوونکي ورځې لمر ختل حتمي دی
    خو اکثره خلک د راتلوونکي ورځې پورې
    د لمر ختلو انتظار نه کوي
     
  • تر ټولو کامیابه جګړه هغه وي چې
  • دښمن په داسې ډول بې وسلې کړای شي چې
    د هغې سره د جګړې لپاره هېڅ ځواک پاتې نشي
     
  • لاره یواځې د هغه کس لپاره بند وي
  • د چا چې په لاره تلل نه زده
    نرمه هوا
    هره ورځ همدا پیغام ور کوي
     
  • هغه کسان چې په وړو څیزونو
  • کې مشغولیږي
    دا یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې
    دوې په خپل ژوند کې غټ کار کول نه غواړي
     
  • الوتکه په هوايي ډګر کې
  • ډېر خوندي وي
    خو الوتکه
    د هوايي ډګر لپاره جوړ شوې نه ده
     
  • که ته خپل راز
  • د خپل دښمن څخه پټول غواړې
    نو دا راز خپل دوست ته هېڅکله ونه وايې
     
  • د ژوند راز دا دی چې
  • یو کس دا حقیقت ومني چې
    د هر ګل سره یو اغزی شته
    او د هر اغزي سره یو ګل
     
  • که یو کس د نورو له سهوو څخه
  • زده کړه وکړي
    نو هیڅکله به هغه په خپلو معلوماتو کې غلط ونه خيژي
     
  • کامیابي د هر هغه کس
  • د صلاحیت نوم دی چې
    غیر موافق حالات
    په موافق حالاتو بدل کړي
     
  • که ته د ګل تر لاسه کول
  •  غواړې، نو ته
    د اغزو څخه د خپلې لمنې
    د ساتنې هنر زده کړه
     
  • که کوم ښکاري
  • د کوم ځناور سیوري، ځناور وګڼي
    او پرې وسله وچلوي، نو د کار په پای کې ددې په برخه
    د خالي کارتوس څخه پرته نور څه نه وي
     
  • د محرومیت په اکثرو حالاتو کې
  • پایله داسې وي چې یو کس د
    هغه څه تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي
    چې دې ته نه ور رسیږي
     
  • د خپلې بربادې سبب نور خلک ګڼل
  • یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې
    دا کس د خپل امکاناتو څخه بې خبره دی
     
  • هوښیار کس هغه وخت خبرې کوي
  • کله چې نور ویناوال
    غلي شوې وي
     
  • د یو ځواکمن دښمن څخه
  • د انصاف غوښتنه داسې ده
    لکه ډبرې ته ووايې چې
    د اوبو هغه چینه جاري کړه
     
  • هوښیار هغه دی چې ډېر غواړي
  • خو کله چې خبره د اخیستو وي
    د کمو په اخیستلو راضي شي
     
  • که یو اورګاډی خراب شي، نو سړی به د سفر کولو لپاره
  • یو بل اورګاډی ونیسي، خو اکثره خلک دا حقیقت
    هغه وخت هیروي، کله چې د ژوند په دوران کې
    یو فرصت د هغه د لاس څخه وتلې وي
     
  • خلک چې څه وايي هغه نه کوي
  • ځکه
    هغوې نه غواړي چې ددې قیمت پرې کړي
     
  • هېڅوک د بل چا سره جګړه نه کوې
  • هر یو کس
    د خپل ژوند سره په جګړه کې اخته دی
     
  • هوښیار هغه دی
  • چې د خپل حق څخه د کمو په اخیستو راضي واوسي
    او د نورو
    د حق څخه ډېرو ورکولو ته چمتو وي
     
  • خپل منزل ته رسیدل، یواځې د هغه شخص په تقدیر کې وي
  • چې په لاره د اغزو څخه
    ځان بچ کوي او د مخکې تګ ګامونه اخلي
     
  • که چیری ته سمه لاره
  • غوره نه کړې نو
    ته چې د کوم شي پالنه کوې
    په هغه کې به ناکامیږې
     
  • د ناپوهې له کوم ګام پورته کولو څخه
  • تر ټولو غوره دا ده چې
    هېڅ کوم یو ګام پورته نه کړې
     
  • که دوه کسه په خپلو کې جګړه کوي نو دواړه په غلطه دي
  • که یو له دوې څخه په سمه وای
    نو هغه د جګړې له ځایه پاڅېده
    نو بیا جګړه پخپله ختمېده
     
  • کله کله پوهیدنه ددې نوم وي چې
  • انسان ووايې:
    زه هېڅ نه پوهېږم
     
  • انسان به د خپلې سهوې قیمت په خپله پرې کوي
  • خو انسان د سهوې له کولو وروسته
    پدې هڅه کې وي
    چې کوم بل کس ددې له لورې
    د سهوې قیمت پرې کړي
     
  • کوم څه چې دې د لاسه ور کړی، هېر يې کړه
  • ترڅو
    کوم څه چې پاتې دي، هغه تر لاسه کړې
     
  • د بزدلی ښودلو څخه وروسته غلی کېدلو نه بهتره
  • دا ده چې سړی
    بزدلي ښکاره کړي، پرته له دې چې غلې شي
     
  • ته په یوه شیبه کې د ځان لپاره
  • یو خیالي محل جوړولې شې
    خو په حقیقي راتلوونکي کې یو محل
    له اوږدو هڅو نه پرته په دې نړۍ کې امکان نه لري
     
  • د ژوند ستونزې
  • د حکیمانه او ښو تدبیرونو له لارې حلېږي
    نه د نیوکو، چغو او کوکارو له لارې
     
  • بدبختې همیشه
  • له هغې دروازې څخه دننه راځي
    کوم چې مونږ
    د هغې لپاره له اوله خلاصه پریښې وي
     
  • که هنډوانه د چوړکی سره ټکر وکړ نو
  • د ځان وژنې یو عمل دی
    نه کوم مجاهدانه ګام
     
  • خلک یواځې په دې پوهېږي چې
  • سترګې څه وايي
    خو هوښیار سړی هغه دی چې پدې هم پوه شي چې
    سترګې څه ویل نه غواړي
     
  • پطرول او اوبه
  • دواړه په ظاهره یو ډول دي
    خو پطرول د اور لمبو ته پراختیا ور کوي
    او اوبه د اور لمبې له منځه وړي
     
  • هوښیار کس د هر شي امید
  • د خپل ځان څخه کوي
    او ناپوه کس
    د هر شي امید له نورو
     
  • په هغه ستونزه کې چې ته خپله غلطې ومنې، له منځه تلې شي
  • ددې لپاره چې پر نورو د غلطې منلو هڅه وکړې
    د وخت داسې ضایع کول دي، چې په دې مرتکب کېدل
    کوم نادان کولای شي
     
  • په ځینو حالاتو کې
  • داسې یو عمل کول په کار وي چې
    یو کس هېڅ عمل ونه کړي
     
  • کوم کس چې یو شی
  • په خواریو تر لاسه کړې وي
    ته هغه د هیله کولو پواسطه لاسته راوړلې نشې
     
  • که ته څه ویل نه غواړې نو
  • خاموشه اوسه
    ځکه چې غلی پاتې کېدل همدومره غټ کار دی
    څومره چې ویل ستر کار دی
     
  • محرومیت ستا لپاره
  • د پرمختګ یو پوړ دی خو که دا ستا
    په وجود کې پټ شوي قوتونه را ښکاره او ثابت کړي
     
  • د کولو والا همیشه
  • خپل کار نن ورځ کوي
    او د نه کولو والا همیشه
    خپل کار سبا ورځ ته پرېږدي
     
  • خوشبويي دې ته اړتیا نه لري
  • چې هغه دې خپل موجودیت
    په اعلان کولو سره ثابت کړي
     
  • د فرصتونو د استعمالولو نوم
  • قیادت دی
    او د فرصتونو د بربادولو نوم
    حماقت
     
  • دا نړۍ د سیالې نړی ده
  • که ته له نورو څخه مخکښ لاړ نشوې
    نو نور له تا څخه مخکې ځي
     
  • فساد یواځې
  • په ښو تدبیرونو له منځه وړل کېږي
    نه د
    فساد ختمولو په غوښتنو باندې
     
  • د غچ اخیستلو څخه مخکې
  • فکر وکړه
    د غچ څخه هم غچ اخیستل کېږي
     
  • چیرته په لاره چې بریک لګول کېږي
  • هلته موټر چټک کول
    خپل منزل لورې ته د رسولو پر ځای
    د هدیرې په لورې د ګاډي تاوول دي
     
  • هوښیار کس هغه دی چې
  • هغه څیزونو سره په امن او پرده کې وي
    کوم چې دې کس هغه بدل نه کړې شو
     
  • د تېږو ویشتوونکو سره جګړه مه کوه
  • بلکې خپل ځان دومره اوچت کړه
    چې د تېږې ویشتوونکې تېږه هغه ځایه پورې ونه رسیږي
     
  • که ته دنیا کې
  • بریالی کېدل غواړې نو لمړی
    د ناکامې د لمانځلو حوصله پیدا کړه
     
  • د الله تعالی په دنیا کې هېڅ څه ناممکن نه دي
  • یواځې دا ناممکن دی چې
    ممکن شیان د ناممکن طریقو پواسطه
    د حاصل کولو هڅې وشي
     
  • که لرګی مات شي نو دوه ټوټې کېږي
  • خو د ژوندي شیانو لپاره د ماتې سوال نه پيدا کېږي
    یو ژوندی امیب چې کله هم دوه ټوټې شوې
    نو د هغه څخه دوه ژوندي امیبونو جوړ شوي
     
  • د یو کس یا ډلې د کامیابې راز
  • یواځې په دې کې دی چې
    ډېر جذباتي فرصتونو پروخت غوره عقلي پرېکړه وکړې شي
     
  • سوال:غټ کبان تر کومه پورې
  • واړه کبان خوري
    ځواب: ترڅو پورې واړه کبان
    پخپله خپل ځانونه دومره غټ نه کړي چې
    هغه د غټو کبانو په نس کې ځای نشي
     
  • ستونزه یو داسې عذر دی
  • کوم چې
    تاریخ هغه هیڅکله نه قبلوي
     
  • ته خپل د سهوې قیمت
  • له نورو څخه وصول کولای نشې
    او په ژوند کې
    ترټولو ډېر تریخ حقیقت همدا دی
     
  • له ستونزو مه ویریږه
  • ځکه چې همدا ستونزې دي چې
    په اصل کې له انسانه انسان جوړوي
     
  • د یو کس د پرمختګ پوړې د هغه زحمت دی
  • خو ډېرې خلک
    د نورو بربادي د خپل پرمختګ
    تر ټولو نژدې پوړې په ډول پیژني
     
  • د خبرو د هیرولو عادت خپل کړئ
  • د هرې خبرې یاد ساتل
    د خپل ذهن څخه د کباړ خانې جوړول دي
     
  • د پورته تګ لپاره همیشه لویدل په کار دي
  • خلک د ولویدلو لپاره تیار نه دي
    د همدې لپاره اکثره خلک پاللونکي نه جوړیږي
     
  • د خپل مصیبت پړه په نورو اچولو څخه
  • د کرکې او مایوسې ذهنیتونه رامنځته کېږي
    او خپله د مصیبت پړه په خپل ځان اخیستلو څخه
    د عمل کول او مخکې تلل
     
  • زغمل بزدلي نه دی
  • زغمل
    د ژوند یو اصل دی
     
  • اکثره خلک پخپله خپل ځان
  • سل په سلو کې نه استعمالوي
    همدا وجه ده چې اکثره خلک خپل موخې کې
    سل په سلو کې بریالي نه وي
     
  • حقوق یواځې
  • د فرض په ادا کولو سره تر لاسه کېږي
    نه چې د حقوق په نوم
    لفظي چغو پورته کولو څخه
     
  • د بریالیتوب راز دا دی چې
  • یو کس
    خپل د ناکامې راز وپيژني
     
  • ژوند د ازموینې لړۍ ده
  • دلته له لس ځلو کولو نه وروسته
    یوولسم ځل
    ماتیدنې نوم بریالیتوب دی
     
  • د ناکامې اسباب همیشه د سړي په خپل
  • دننه وجود کې وي
    خو اکثره د دوې
    د نورو په وجود کې د هڅو په لټه کې وي
     
  • ته پخپله خپل ځان بدل کړه
  • ستا قسمت
    خپله پخپله بدلیږي
     
  • د نورو له شره
  • ته خپل ځان خوندي ساتی
    خو تر ټولو غوره دا ده چې یو کس
    د خپل شر څخه نور خلک خوندي وساتي
     
  • له نورو څخه شکایات کول په اکثرو حالتو کې
  • یواځې د خپل
    نااهلي اعتراف کول دي
     
  • کله کله د ظلم ماتولو لپاره، ماتول
  • د ظلم ماتول نه وي
    بلکه یو بل ظلم
    د دوو ظلمونو کولو په معنا وي
     
  • عام خلک د خپل ځان په غټولو ژوند کوي
  • مومن هغه دی چې
    د خداې تعالې په ستروالي کې ژوند غوره کړي
     
  • د یو کس بي صبري
  • د دې د دښمن تر ټولو لویه وسله ده
    تر ټولو ستر نادان هغه دی
    چې د خپل لورې څخه دښمن ته دا وسله برابر کړي
     
  • د ښه مزاج
  • غوره نښه دا ده چې یو کس
    د بد مزاج زغم وکولای شي
  • په دې نړۍ کې د ژوند کولو
  • یواځې تدبیر دا دی چې هر کس د ځان سره
    یو پراخه قبرستان ولري چې په هغه کې
    د خلکو غلطیانې دفن کوي او پر مخ ځي
     
  • د ټولو کامیابېو
  • تر ټولو غټ راز صبر دی
    او د ټولو ناکامیو
    تر ټولو غټ راز بې صبري ده
     
  • په ټولنیز ژوند کې
  • تر ټولو کم ارزښته کلیمه ‘’زه ’’ ده
    او تر ټولو ارزښتمنه کلیمه ‘’تا یا تاسې’’
     
  • په جذباتو کې مغلوبول
  • د عمل کولو پایله، همیشه ناکامي وی
    او د جذباتو په قابو کولو سره
    عمل کولو پایله، همیشه کامیابي
     
  • تر ټولو غلط پالوونکی کس هغه دی
  • چې د هغه سره د ویلو لپاره دا نه وي چې
    ما غلطې کړې
     
  • د دښمن بښل
  • د غچ اخیستلو تر ټولو بریالې طریقه ده
    که څه هم ډېر کم خلک دي چې
    د بریا دا راز پیژني
     
  • هغه کسان چې ماته ومني، هغوې ګټلې ده
  • کوم خلک چې په شا تګ باندې راضي وي
    هغوې بیاځل مخکې صف کې ځای نیسي
     
  • له نورو شکایت کول
  • یواځې ددې خبرې اعلان دی چې
    دا کس د ژوند په دوران کې
    د نورو څخه وروسته پاتی دی
     
  • په معاملو کې مشوره وکړئ
  • مشوره کول
    تاسو له ستر زیان څخه خوندي ساتي
  • ژوندي خلک
  • خپل سهوې پيژني
    او مړه خلک
    یواځې د نورو سهوې پيژني
     
  • جګړه نه کول تر ټولو بریالې جګړه ده
  • خو ډېر کم خلک دي چې
    د جګړې دا ډول پيژنې
     
  • د یو مخالف انسان په دننه کې همیشه
  • یو بریالی انسان پټ وي
    د دې پټ شوي انسان په پالنه کې کوشش وکړه
    نو بیا به ستا له کوم کس څخه شکایت نه کېږي
     
  • لوړ مقام
  • همیشه د خپل ځان لوړولو سره لاسته راځي
    نه د چغو او جنډو په پورته کولو سره
     
  • ښه قسمت د هر کس
  • دروازه ټکوي او پوښتنه کوي
    ایا پوهه او عقل
    ستا د کور دننه وجود لري؟
     
  • ګل په خپل خاموشه ژبه
  • دا اعلان کوي چې
    د انسانانو ترمنځ ګل شه او اوسیږه
     
  • کینه او حسد نیکي
  • داسې له منځه وړي
    لکه څنګه چې اور لرګی
     
  • رښتینولي د انسان په ژوند کې
  • د اصولو تابع دی
    او دروغ د انسان ژوند کې
    د ګټو تابع
     
  • له مرګه وروسته په جنت کې اوسیدلو لپاره
  • له مرګه مخکې
    جنت کې اوسیدل په کار دي
     
  • د ستر کار قیمت دا دی چې پخپله ځان وړوکی کړې
  • اکثره خلک د خپل ځان په وړوکی کولو نه راضي کېږي
    د همدې لپاره اکثره خلک کوم غټ کار هم نشي تر سره کولای
     
  • له کومې غلطې وروسته سرکشي مه کوئ
  • ځکه چې الله په دربار کې
    غلطې د بښنې وړ دی
    خو سرکشي د بښنې وړ ندی
     
  • کینه او حسد چې
  • کله د انسان په وجود کې دننه شي
    نو له انسانه عقل بهر کوي
     
  • مذهب دا دی چې
  • لمړې له الله څخه وویرېږئ
    او د نورو لپاره هغه څه خوښ کړې
    چې د ځان لپاره يې خوښوئ
     
  • د نورو سره
  • د جګړې نه کولو لپاره
    د خپل ځان سره جګړه کول پکار ده
     
  • یووالی څه دی
  • د اختلافاتو باوجود
    په یووالي کې پاتې کېدل
     
  • د نورو لپاره د بدو غوښتنه یو داسې زهر دی
  • د کوم چې نیمايي برخه
    یو کس خپله خوړلو ته مجبورېږي
     
  • د نورو بي عزته ګڼل
  • همیشه په یو داسې قیمت وي چې
    سړی خپله خپل ځان
    د الله تعالی په نظر کې بي عزته کړي
     
  • خلک د ژوند په فکرونو کې ژوند کوي
  • پداسې حال کې چې دوې
    د مرګ په فکرونو کې ژوند کول غواړي
     
  • د یو کس د بې عیبې
  • تر ټولو غټه پيژندنه دا ده چې
    هغه په نورو کې
    د عیبو د پيدا کولو هڅه نه کوي
     
  • د یو کس ستاینه کول غټ جرم دی
  • او ددې څخه هم غټ جرم دا دی چې
    د کوم کس په ناحقه ستاینه وکړې
     
  • اکثره خلک په جهنمي سکروټو کې
  • غورځېدلي وي
    او داسې فکر کوي چې
    هغه د بې ضرره ګلانو سره لوبې کوي
     
  • بد کول بد دي
  • خو د بد کوونکي څخه کرکه کول
    ددې څخه هم ډېر بد دي
     
  • هغه کس چې سبا ورځ هم د خداې
  • نیونې څخه ونه ډار شي
    ته نن هم
    د هغه له شر څخه خوندي نه يې
     
  • رېښتنې پيل همیشه
  • په ریښتنې پای ختمیږي
    او دروغجن پیل همیشه
    په دروغو پای ته رسېږي
     
  • عذر د هر چا مخې ته راځي
  • خو ژوندی انسان هغه دی چې
    عذر استعمال نه کړي
     
  • جګړه نه کول کمزوري نه دی
  • جګړه نه کول
    د ژوند له ښه اصولو څخه دی
     
  • پدې دنیا کې سکون
  • یواځې هغه کس لپاره دی
    چې د بې سکونې حالت باندې
    خپل ځان راضي کړي
     
  • په ځواکمنې باندې پر دښمن فتح کول
  • نیمه بریا ده او په محبت سره
    دښمن باندې فتح تر لاسه کول بشپړه بریا ده
     
  • تر ټولو ډېر ویوونکی
  • هغه کس پيژني
    چې تر ټولو ډېر
    غلې پاتې کېدل غواړي
     
  • هر انسان خپله ونه
  • غواړې چې بیل بیل نیال کړي
    همدا وجه ده چې
    د انسانیت باغ نه چمتو کېږي
  • ورځ په هر حال
  • په دوولسو ساعتونو کې پای ته رسېږي
    خوښه ستا ده چې ته
    ورڅخه ګټه اخلې او که بربادوې
     
  • که یو کس د سبا ورځې امیدواروونکي حالات وپيژني
  • نو دا کس به هیڅکله هم د نن ورځې
    مایوسوونکو حالاتو باندې زړه ماتی نشي
     
  • تر ټولو نادان هغه دی چې
  • کوم وړوکي شي لپاره
    لوی شی د لاسه ور کوي
     
  • ته له ګل څخه، هېڅکله هم اغزی بیلولې نشې
  • که ته ددې خلاف
    څومره ډېر نیوکې وکړې
     
  • کوم شی چې په ذاتي خواریو سره لاسته راځي
  • هغه ته هېڅکله
    د نورو څخه په غوښتلو تر لاسه کولای نشې
     
  • انسان د بریالیتوب لپاره پيدا شوی دی
  • خو د خپل غفلت او بې پروا په وجه
    خپله خپل ځان ناکاموي