پښتو معاصر ادبيات  او په افغانستان کې يې د انکشاف پړاوونه

 
يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. 
لومړۍ برخه
دا مقاله د يوه تيسيس (Thesis) لنډون (خاکه، اوټ لين) دی چې د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز د جوړيدو د لسمې کاليزې د لمانځنې په بين المللي سيمينار کې د مباحثې د پاره وړاندې شوه. د معاصر ادب پيلامې په باب له دوو مخالفو نظريو پرته، تيسيس د پوهانو له خوا تائيد شو.
فرضيه (Hypothesis): د پښتنو معاصر ادب د شلمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د «سراج الاخبار افغانيه» او «افغان» د جريدو په خپريدلو سره پيل شو او په افغانستان کې يې د ټولنيزو اقتصادي، او سياسي حالاتو تر اغيزې لاندې په درو عمده پړاوو کې انکشاف وکړ چې دلته د روښانتيا، ويښتيا، او اوښتون د پړاوونو په نومونو ياد شوي دي.
د اصطلاحاتو پيژندنه:
۱- ادب: په دغه تيسيس کې د «ادب» اصطلاح د هنري «یا بديعي» ادبياتو په مفهوم استعمال شوې ده، چې (شعر) او (کيسه)يې دوې مهمې څانګې دي.
۲ – معاصر ادب: پښتو ادب په عمومي توګه په درو کټګوريو يا جريانونو ويشل کيدی شي: فولکلوري ادب، کلاسيک ادب او معاصر ادب.
له معاصر ادب څخه مراد هغه ادب دی چې د موډرن ژوند صنعتي، ټولنيزې، سیاسي، او فرهنګي پديدې يې په هنري ايماژونو کې منعکسې کړې وي او د اوسني عصر د مفکورو، غوښتنو، ارزښتونو او ایډيالونو هينداره وي.
د پخوانیو څيړنو پس منظر:
د پښتو د معاصر ادب د پيلامې په باره کې ځينو ادبي مورخانو نظرونه وړاندې کړي دي چې دلته به په انتقادي ډول تر څيړنې لاندې ونيول شی. اما په افغانستان کې د پښتو د معاصر ادب په برخه کې تر اوسه منسجم او سيستماتيکه څيړنه نه ده شوې. کومې څيړنې چې په دې باره کې ترسره شوي دي، د تذکرې په توګه د منفردو ليکوالو او شاعرانو بيوګرافيو ته وقف شوې دي. د يوې ټاکلې دورې ادبي جريانونو او مکتبونو په باب څه نه وايي او (د عصر روح) نه دی په کې تمثيل شوی.
د پښتو د معاصر ادب د پيلامې په باره کې دا لاندې نظريې بيان شوې دي:
۱ – د پښتو معاصر ادب، هند ته د انګريزانو له راتګ سره پيليږي.
۲- د پښتو معاصر ادب افغانستان ته د انګريزانو د راتګ (۱۸۳۹ ع) څخه پيليږي.
۳ - د پښتو معاصر ادب د امير شيرعلي خان د پاچهۍ په دوهمه دوره کې شروع کيږي.
۴ - د پښتو معاصر ادب په تيره (هنري نثر) بنسټ د نولسمې پيړۍ په اويايمو کلونو کې ايښودل شوی دی.
۵ - د پښتو معاصر ادب د افغانستان د خپلواکۍ، د جګړې (۱۹۱۹) سره سم تيغونه وهي او وده کوي.
۶ – د پښتو ادب اوسنۍ دوره له (۱۳۵۰) کال څخه پيليږي.
د پورتنيو نظريو کره کتنه:
زما په پوهه، دغه پورتني نظريې د تامل وړ دي.
 د لومړۍ نظريې په اساس، د پښتو معاصر ادب هند ته د انګريزانو له راتګ سره پيليږي. که مقصد فقط «د انګريزانو راتګ» وي، نو د شرق الهند د کمپنۍ له جوړیدو (۱۶۰۰ ع) سره انګريزان هند ته راغلل. په دغه وخت کې خوشحال خان خټک لا هم دنيا ته نه و راغلی. په دې اساس د پښتو د معاصر ادب بنسټ د خوشحال خان نه مخکې د روښانيانو په زمانه کې ايښودل شوی دی. تر کومه ځايه چې ما د روښانيانو آثار کتلي دي په هغو کې د انګريزانو د راتګ د اغيزې کومه خاصه نښه نه ليدله کيږي او که د انګريزانو راتګ د «مبدا» له ټاکلو نه زيات، کوم بل هدف له ځانه سره نه لري، په دې صورت کې کيدای شوه چې په پښتونخوا کې کومه پيښه د «مبدا» په توګه ټاکل شوې وای، په تيره هغسې پيښه چې له ادبي جريان سره يې اړه درلودای.
دا بايد ووايو چې «هند ته د انګريزانو راتګ» يوه مبهمه فقره ده. که مقصد يې په هند کې د انګريزانو فتوحات وي، نو د اوولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې انګريزانو کلکته او ځينې نور ځايونه تر لاسه کړي وو.  انګريزانو د هند نيمه وچه په څو محدودو کلونو کې نه ده نيولې، بلکې ان د نولسمې پيړۍ تر نیمايي پورې د ځينو سيمو په نيولو بوخت وو. نو موږ نشو کولی دغه مبهمه فقره د تيسيس په توګه ومنو.*
* د سيمينار د برخه والو له جملې نه يوه نامتو تذکره ليکونکي له نوموړې نظريې نه داسې دفاع وکړه: پښتنو شاعرانو د انګريزي استعمار پر ضد شعرونه ويل نوي مفکوره ده او معاصر ادب له همدغه وخته پيل کيږي. په دې حساب د قاسم علي اپريدي شعر د معاصر ادب لومړنۍ بيلګه ګڼل کيږي. د ده ديوان په (۱۸۱۶ ع) کې تمام شوی دی. د شعر يوه بيلګه يې دا ده:
د انګريز طنبور ترم دلته غږيږي
نصارا شوه حاکمان فرخ آباد
حکومت د پښتانه له سره لاړی
وارخطا کړ نوابان فرخ آباد
(پښتانه شعرا، لومړی ټوک، مخ ۳۶۸)
د دې خبرې په ځواب کې وويل شول چې د محتوا په لحاظ دا موضوع نوې نه ده. بابا هوتک (۶۶۱ – ۷۴۰ هـ) او خوشحال خان خټک لا ډير پخوا د خارجي يرغلګرو او استعمارچيانو پر ضد شعرونه ويلي دي. د دغه ډول شعرونو بيلګې د قبيلوي ټولنو په ادبياتو کې هم شته، د معاصرتوب معيار نشي ګڼل کيدای. د شکل په لحاظ د قاسم علي اپريدي شعر په مجموع کې نيمګړتياوې لري حتی ګرامري غلطۍ پکې ليدل کيږي. استاد حبيبي د ده د اشعارو په باب ليکي: «د قاسم علي اشعار په ځينو ځايونو کې سکتې او ماتوالی لري... مګر اشعار يې ډير کچه او بې خونده نه دي.» (پښتانه شعراء، لومړی ټوک، مخ ۳۶۹) پښتانه اديبان يقيناً د دې جملې په مانا ښه پوهيږي چې: «ډير کچه او بيخونده نه دي.» نو هغه شعر چې ډير کچه او بې خونده نه دی، څنګه د معاصر ادب د لومړنۍ بيلګه ګڼل کيدای شي؟
د دغې نظريې او داسې نورو نظريو د ابهام يو بل ټکی دا دی چې په هغو کې «د معاصر ادب» اصطلاح نه ده تعريف شوې او معيارونه نه دي ټاکل شوي. ځينو د «د استعمار غندنه» د معاصر توب نښه ګڼلې ده. که داسې وي نو هغه معاصر شعرونه چې د استعمار له غندنې پرته نورو موضوعاتو ته وقف شوي دي، باید معاصر شعرونه و نه بلل شي. که په ځواب کې وويل شي چې دا يوازينی معيار نه دی، نو په دې صورت کې نور معيارونه هم باید توضيح شي او د معاصر ادب اصطلاح شرح شي.
دوهمه نظريه چې د لومړۍ نظريې سره ورته والی لري، پر دغه اصل ولاړه ده چې «د پښتو معاصره دوره له ۱۸۳۹ – ۱۸۴۰ څخه چې د انګريزانو لومړنۍ حمله ده پر افغانستان، پیل کيږي.» (۱) ليکن په دغه دوره کې د «سراج الاخبار» تر خپريدو پورې نه يوازې دا چې د معاصر ادب بيلګه نه ليدل کيږي د «حنان» نه پرته د بل کوم نامتو شاعر نوم نه تر سترګو کيږي. پخپله «حنان» هم د پوهاند رښتين په قول د « حميد بابا د ادبي مکتب شاګرد او پيرو دی».
«د پښتو د ادب تاريخ، کال ۱۳۲۵، مخ ۱۰۵» کې کوم شاعران او ليکوال چې له ( ۱۸۳۴ یعنې د محمدزيو له زمانې نه) د پښتو ادب په تاريخونو کې معرفي شوي دي، د هغو نومونه تر سراجيه دورې پورې په دې ډول دي:
سردار پردل خان، ميرزا حنان، صديق آخوند زاده، بابا سيد ګل، سليم، حبيب الله کاکړ، عبدالمجيد کاکړ رسولداد، مرادعلي صاحبزاده، دوست محمد خټک، نورشالی،دوستم، مير افضل، امانت مليار، شاه ګل، عليخان، عيسی ګل، عبدالغفار، بهرام، ګل محمد، برات، مجيد شاه، مير عبدالله، احمد شاعر، ميا رجب، سید احمد، محمد خان، ارسلا، عجم، بادر، کريم، محمود، ظريف خان، غازی الدين، عبدالله، اکبر شاه، ناصر، قاسم، کريم، عليجان خان، نواب، نورالدين، نياز محمد، ګوجر، محمد ولي،حضرت علي، اکرم جان، ليونی محمد جی، صفت خان، ميرهزار، خانمير، باره خان، خدای دوست، ګل محمد، بهره مند، در محمد، عبدالزاهد، ملا مقصود، توکل، ميرا، سيد کمال، ملا ميران، کمال، نوروز، محمد دين، ولي محمد، شهنواز، محمد ايوب، شاه پسند، برخوردار، خدای رحم، شاه عالم، نور صاحب، مير يحیی، عبدالودود، صالح محمد، عنوان الدين، نظر محمد کاکړ، غلام محمد پوپلزی، شیر احمد شيدا، محمد امان،  احمد ګل، عبدالباقي کاکړ، عبدالله پوپلزی، سعادت خان، اسد الله، اشرف، اکبر، منشي احمد جان، مير احمد شاه رضواني، احمد دين، ملا نعمت الله، ملا احمد جان، احمد اخون خيل او په لسګونو ليکوال او شاعران.
د دغه اوږده لست له راوړلو او بيا قطع کولو څخه مقصد دا و چې تر منشي احمد جانه پورې په شعر او نثر کې د نوښت او معاصرتوب بيلګې نه وينو. د منشي احمد جان فعاليتونه هم له هغه کلونو سره سمون خوري چې په دغه اوسنۍ مقاله کې د معاصر ادب د پيلامې کلونه ګڼل شوي دي او افغانستان ته د انګريزانو د راتګ په زمانه پورې اړه نه لري. په دې ډول د دوهمې نظريې د ملاتړ د پاره هيڅ ډول اسناد نشو وړاندې کولی. زما په نظر په پورتنيو طرحو کې دا تر ټولو کمزوري او بې بنياده طرح ده چې ځينو ادبي تاريخ ليکونکو پر افغانستان باندې د انګريزانو له لومړۍ حملې او ځينو د محمدزیو د پاچهۍ له پيل کيدو سره تړلې ده.
دريمه نظریه: د پښتو د معاصر ادب پيل د امير شیرعليخان د پاچهۍ په دوهمه دوره کې لټوي، په دې کې شک نشته چې د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي کې د افغانانو په عنعنوي ژوند کې د يوه نوي تحرک او ډيناميزم بیلګې تر سترګو شوې، د ماشيني صنايعو په منځته راتلو سره د فيوډالي نظام په بدن کې د بورژوا طبقې د پيدايښت زمينه برابره شوه. د امير شيرعليخان د سلطنت په دوهمه دوره (۱۸۶۸ – ۱۸۸۸) کې و* چې د وسلې جوړولو کارخانې تاسيس شوې، تجارت پراختيا ومونده، په اداري او نظامي چارو کې نوښتونه منځ ته راغلل؛ او د فرهنګ په ساحه کې د «شمس النهار» د جريدې، يو شمېر کتابونو او نظامنامو په خپريدلو، د حربي او ملکي ښوونځيو په جوړيدلو سره د موډرنيزيشن (عصري کيدليو) په لور ګامونه واخستل شول. په همدې وخت کې د يوه عصري روغتون بنسټ هم کېښودل شو او د پوستې نوی سيستم منځته راغی. د امير شيرعليخان د سلطنت په دوره کې پښتو ژبه د عسکري اصطلاحاتو او اداري نومونو له لارې رسمياتو ته داخله شوه. د تدريس لپاره د «تحفة الامير» په نامه يو ګرامر وکښل شو.د انګريزانو پر ضد عزا ته د خلکو د رابللو د پاره د امير په سپارښتنه د «روضة المجاهدين» کتاب په نظم وليکل شو.
که څه هم د مډرنيزيشن خوا ته د ګام پورته کولو او د پښتو ژبې د رسمي کولو د پاره د امير شيرعليخان هڅې د يادونې وړ دي خو په دغه دوره کې د معاصر ادب څرګندې نښې نه لیدل کيږي.
«د پښتو چاپي آثار؛ ۱۳۵۷ کال» په ۱۲۱ مخ کې ويل شوي دي: « امير شيرعليخان ... دوهم ځل د پاره په ۱۸۶۹ کې امير شو.»
د معاصر ادب د پيليدو د پاره يوه مشروعه غوښتنه او توقع موجوده وه. اما: «خوش درخشيد ولی دولت مستعجل بود.» که نوموړې وضعې دوام کړی وای ښايي چې معاصر ادب به هم تيغونه وهلي وای، ځکه ادب د ژوند هينداره ده. سره له دې، د «امير نيک آيين» دغه خبره بايد له ياده و نه باسو چې: «ما طی تاریخ می توانيم مشاهده کنيم که در برخی کشورهای از نظر اقتصادی عقب افتاده هنر شګوفانی وجود داشته و برعکس ديده میشود که در برخی کشورهای از نظر اقتصادی پیشرفته هنر دچار رکود بوده.»(۲)
څرنګه چې په دغه دوره کې د پښتو د معاصر ادب بيلګې لاس ته نه دي راغلي، له همدې امله موږ نشو کولی پر «نشته» باندې د «شته» حکم وکړو.
څلورمه نظريه: وايي چې د پښتنو د معاصر ادب «په تيره هنري نثر» بنسټ د نولسمې پيړۍ په اوومه لسيزه کې ايښودل شوی دی. «د ميړني اولس ادبيات» لیکوال د مولوی احمد د بيوګرافۍ د شرح په ترڅ کې وايي «دی د پښتو د اوسني هنري نثر له مؤسیسنو څخه دی» (۲۹ مخ) د کتاب د مترجم سرمحقق معتمد شينواري په لمن ليک کې ليکلي دي چې: «دا موضوع د غور وړ ده. دغه افتخار د راحت زاخيلی په نصیب دی.» د سرمحقق معتمد شينواري نظر د تاييد وړ دی. د دغه نظر تاييد پخپله «د ميړني اولس ادبيات» لیکوال په دغه الفاظو سره کړی دی: « د پښتو د نويو تحريري ادبياتو د تشکل، جوړښت او ترتيب له پاره چې کومه پخوانۍ مرحله پيل شوې وه هغه د مولوي احمد په اثارو سره تکميل شوه يعنی په دغه لار کې چې کومې نيمګړتياوې پاتې دي هغه ده پوره کړې. هم يې د نظم خوا او هم يې نثر خوا بشپړه کړه. دغه پخوانۍ مرحلې په فوکلور تکيه درلوده او د فولکلوري عنعنو نه يې الهام اخيست او دا بی علته نه ده چې د پيښور قصه خواني د اوسنی پښتو شعر او نثر زانګو ده.» (۳۳ مخ) نوموړی ليکوال د قصه خوانۍ د اثارو په باب ليکي: «د لوړې طبقې منورينو او تعليم يافته ګانو چې د ټولنې اقليت يې تشکیلاوه د قصه خوانۍ د آثارو سره علاقه نه ښوده او ورته بې اعتنا وو. د قصه خوانۍ د ليتوګرافي د آثارو سره د منورينو بې اعتنايي تر دې نژدې وختونو پورې وه.» (۲۴ مخ).
په دغه پورتنيو يادونو کې څو ټکي د بحث وړ دي: (۱) مولوي احمد په دې سبب د اوسني هنري نثر مؤسس ګڼل کيږي چې د پخواني مرحلې بشپړوونکی دی. (۲) داسې ښکاري چې (يوه ادبي دوره) هم لکه د (اقتصادي پروژې) په شان سرته رسيږي او بشپړيږي. (۳) د قصه خوانۍ آثار چې په فولکلوري عنعنو متکي و د اوسني شعر او نثر د پاره د زانګو حیثيت لري يا په بل عبارت اوسنی ادب هماغه فولکلوری ادب دی چې د خاړپوڅو له مرحلې راوتلی او بلوغ يا پوخوالي مرحلې ته رسيدلی دی. (۴) د قصه خوانۍ ادبيات د عوامو ادبيات وو، نو د لوړې طبقې منورينو د طبقاتي انتاګونيزم په سبب له هغو سره مينه نه درلوده (البته دغه خبره په همدې صراحت نه ده ويل شوې خو په دغسې قرينه کې راغلې ده.) لکه مخکې مې چې وويل دغه يادونې د بحث وړ دي. تر کوم ځايه چې پورتنۍ خبرې زموږ له اصلي موضوع سره اړه لري معاصر ادب د فولکلور ادامه نه ده، البته له فولکلوري موادو څخه ګټه اخلي خو په خپل ماهيت کې له فولکلور سره جوت توپير لري. د مولوي احمد نثر ښکلی دی خو دا د معاصر توب سره رابطه نه لري. د شیخ سعدی نثر هم ډير ښکلی او بليغ دی خو معاصر نثر نه دی. کیدای شي چې کوم کلاسيک شعر دې د معاصر شعر له کومې نمونې څخه په هنري لحاظ لوړ او بليغ وي خو د همدې خاصیت په لرلو سره معاصر نشي ګڼل کيدای. مولوي احمد د فولکلوري عنعنې بشپړوونکی دی نه معاصر نثر بنسټ اېښودونکی. په دې کې شک نشته چې اکثره روښانفکرانو د قصه خوانۍ له جنګنامو او د پيريانو، ديوانو له افسانو سره علاقه نه درلوده خو عمده علت يې دا و چې عوام يې د خرافات پرستۍ په لومه کې ښکېل کړي وو او خرافات يې زيان رسوونکي ګڼل.
پنځمه نظريه: پر دغه اصل متکي ده چې معاصر ادب د خپلواکۍ د جګړې (۱۹۱۹ کال) نه راپه دېخوا شروع کيږي د کابل پوهنتون په يوه درسي کتاب «د پښتو ادبياتو تاريخ: اوسنۍ دوره» کې داسې ليکل شوي دي:
«زما داسې خيال دی چې د پښتو ادب اوسنۍ دوره دې پر دريو برخو وويشله شي په دې مانا چې:
الف ـ لومړۍ برخه يې له « ۱۳۰۰ هـ نه تر ۱۳۵۰ هـ» پورې يعنې د افغانستان د خپلواکۍ اخيستو له وخته (؟) يعنې له (۱۳۴۰ هـ ق) څخه وروسته شروع کيږي.
ب ـ دوهمه برخه یې ده «۱۳۵۰ هـ نه تر ۱۳۵۷ ش) کال د ثور تر اوومې نيټې پورې.
ج ـ دريمه برخه يې د (ثور د ۱۳۵۷ ش) کال څخه راوروسته. د (و) مخ،
په دغه پورتني عبارت کې د خپلواکۍ اخستو وخت « ۱۳۰۰ هـ » یعنی (۱۳۴۰ هـ ق) ښودل شوی دی چې د پوهنتون به درسي کتاب کې د داسې عبارت راوړل په رښتيا سره د اندېښنې وړ خبره ده. په لومړي سر کې داسې ښکاري چې د کتاب مولف به په دې برخه کې له ځانه سره کومه ملاحظه لري خو د همدغه کتاب په لسم مخ کې دا عبارت راغلی دی:
«د انګلو – افعان د دوهمې جګړې په نتيجه کې انګريزي حکومت ته ډير کړاو او تاوان ورسيده او مجبور شو چې د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په (۸) نېټه عارضی تړون وکړي او افغانستان، سياسي بشپړه آزادي تر لاسه کړه.»
له وروستي عبارت څخه څرګنديږي چې د « ۱۳۰۰ هـ » کال یوازې اساس ټاکل شوی دی چې ادبي دورې د پيړۍ يا نیمايي پيړۍ په حساب برابرې شي. که نه « ۱۳۰۰ هـ » يا «۱۳۵۰ هـ» له کومې مهمې سياسي يا فرهنګي پېښې سره تصادف نه کوي.
اوس به راشو دې خبرې ته چې آيا د خپلواکۍ د ګټلو نيټه د معاصر ادب د پيلامې په توګه د منلو وړ ده؟ په داسې حال کې چې د دغه نظريې وړاندې کوونکی په دې نه دی بريالی شوی چې د اماني دورې څخه حتی يو شعر يا کيسه د نمونې په توګه په خپل ياد شوي اثر کې راوړي يا يې د شاعر او ليکوال نوم معرفي کړي نو دا څرنګه د معاصر ادب د پيلامې په توګه پيژندل کيدای شي؟ حتی د پښتو ژبې نامتو ليکوالو او شاعرانو چې د «سراج الاخبار افغانيه» سره قلمي مرسته کوله په اماني دوره کې د یادونې وړ ادبي تخليقات نه دي وړاندې کړي او که هغو ليکوالو يا شاعرانو ادبي آثار ليکلي هم وي دوی د سراجيه عصر نوښتګر روښانفکران ګڼل کيږي.
اوس به راشو شپږمې نظريې ته چې وايي د پښتو ادب اوسنۍ دوره له «۱۳۵۰ هـ» کال څخه پيليږي. دا نطريه «د پښتو د ادب د تاريخ، ۱۳۲۵ ش» مولف وړاندې کړی ده. د متن له لوستلو څخه څرګنديږي، چې مقصد يې «۱۳۵۰ هـ ق» کال دی. ليکن همدغه محترم ادبپوه د نوموړي کتاب په (۱۱۹ مخ) کې ليکلي دي: «نو په دې اعتبار منشي احمد ته په ۱۴ پيړۍ کې د پښتو نثر د نوي طرز موسس وايو او د يو نوي ادبي مکتب خاوند يې ګڼو.» *
د اوسني دورې د پاره «د آثارو زياتوالی» د معيار په توګه منل شوی دی. په هر صورت د ادبي تاريخ ليکونکو هر يوه خپل نظر په يوه يا څو معیارونو بنا کړی دی. که څه هم د معيارونو انتخاب يو اختياري کار دی خو د معيارونو ټاکونکی بايد د خپل انتخاب د پاره پاخه دلايل وړاندې کړي.
د دغه پورتنيو نظريو په نه منلو سره اوس زه خپله فرضيه وړاندې کوم.
 
نور بيا...