حالات به سم شی ياره غم مه کوه

 
حالات به سم شي څـــــه خبره نه ده
ورک به مو غم شي ياره غم مه کوه
 
سترګو نه داسې به شېبې نه وی تل
وچ به مو نم شي ياره غم مه کوه
 
مينه زمــــــــونږه به یادګار پاتې وي
جوړ به البم شي ياره غــــــم مه کوه
 
د غم وريځې به مو سر نه لرې شی
باران به تم شي ياره غـــــم مه کوه
 
چې ته خوشحال يې زه دې اور کښې يمه
ژوند مې دې کم شي ياره غــــــم مه کوه
 
د يؤ کېدو رضـــــوانې شته دی اثار
ويښ به عالم شي ياره غم مه کوه
 
رضوانه شمس