
د کوټې په احمدوال سیمه کې تيره شپه ناوخته د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور د امريکې په یو هوايي بريد کې و وژل شو او له وژل کيدو سره سم د طالبانو په شته جوړښت کې نوې پاڼه واوښته، ځکه چې دا ډله اوس اوس نه يوازې له يو سخت انشعاب بلکه فکري ستونزو سره هم مخ ده او ډيری مشران يي يوه خولو نه دي دا چې يوه خولو نه دي څو لاملونه لري چې يو يي هم د منصور کمزوری مديریت او بل هم په دې جوړښت کې د پاکستان لاسوهنې او اوس اوس د سراج الدین حقاني را مخې ته کول دي.
له دې سره سره چې د امریکې له خپرې شوې خبرپاڼې په روښانه ډول ښکاري چې نور دوی د طالبانو په مقابل کې له پوځي جديت څخه کار اخلي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له پوځي لارې لرې کړي سولې ته د طالبانو د اړ ويستو په برخه کې هم يوه مهمه بريا بلل کيدای شي او پر دې بريا باندې پخوانيو پاکستاني ديپلوماتانو هم د تاييد ټاپه لګولې .
په امريکې کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني په ډاګه ويلي دي چې امریکې آی اس آی ته وښوده که له افغانستان سره په روانه پروسه کې له ريښتونولي کار وانخلي او به چل ول سره د سولې د روانو خبرو د مسير بدلون هڅه وکړي نو دوی به په اساني سره په هرځای کې چې طالب مشران وي د هوا له لارې په نښه کړي.
د منصور د وژلو ارزښت:
الف:د طالبانو په منځ کې شته انشعاب به په تدريجي ډول سره حل شي او کيدای شي دا وارې به طالبان په داسې يو چا فکر وکړي چې لږ تر لږه ټولو ته د منلو وي ځکه پاکستان له دې سره سره چې کوښښ کوي حقاني شبکې ته د طالبانو مشري انتقال کړي ولې د کوټې شورا به کله هم ونه غواړي چې د شته قومي او خيلي جوړښت په لړ کې د امارت مشرتوب له کندهار څخه بلې سيمې ته انتقال شي او د همدې لیږد او نه لیږد پر سر خو يي تر دې دمه لسګونو مشران او سیمه ايز قومندانان هم د چړې له تيغه تیر کړي دي او بل دا چې هلته د ملا يعقوب، مولوي منان، هيبت الله آخندزاده،قيوم ذاکر او.... ځينو نورو شتون د دې ښودنه کوي چې هر يو تر منصور وروسته ددې څوکۍ لپاره ځانونه حقدار بولي.
ب: خپه طالبان: د منصور له وژل کيدو سره سم به له امارت څخه خپه طالبان لکه د قطر د دفتر پخوانی رئيس سید طيب آغا،د دوی د وخت د ماليي وزیر معتصم آغاجان او ان ملارسول ډله هڅې پيل کړي څو په طالبانو کې نوی مشر لږ تر لږه داسې يو څوک وي چې د پاکستان له فشارونو يا خلاص وي يا لږ تر لږه يي د خلاصون لار وي او دوی اوس په دې پوی شوي وو چې نه منصور د پاکستان له فشارونو خلاصيدای شي او نه هم سراج الدين حقاني ځکه که دا مشران له دې فشارونو خلاص وای نه منصور وژل کيده او نه يي تر وژل کيدو مخکې پاکستاني جنرالانو او استخباراتي کسانو حقاني ته لابي کوله.
ج: د مشرتوب د ستونزې حل:طالبان په وروستیو کې د يو کمزوري مشر له لوري اداره کيدل، منصور داسې يو څوک وو چې په تیر یو کال کې يي له هدفي وژنو، خبرداریو، ډيرو لګښتونو او.... سره سره خپه طالبان سره يو ځای نشوای کړای او د هرې ورځې په تيریدو سره طالبان د شیندل کيدو په درشل کې وو نو اوس چې نوی مشر راځي د کمزوري مشر ستونزه به حل شوي وي او د طالبانو په منځ کې به نوره هره خبره له یو ادرسه او مسولانه کيږي ځکه که طالبان داسې ونکړي بیا به هم شيندل کيږي او همداسې به يي مشران يو په بل پسې په نښه کيږي.
بله مهمه خبره داده چې په افغانستان کې په جنګي محاذونو کې جنګيدونکي سيمه ایز طالب مشران هم باید له دې برید وروسته یوه خبره درک کړي چې د دوی روانه پروژه بل لوري ته روانه ده نو که غواړي چې له شته موکې په ګټه اخيستو سره د افغانستان د روان سياست او راتلونکو هغو يوه برخه شي باید د حزب اسلامي په څير د حقيقت له درک سره سم د سولې ريښتونی ور پرانيزي او باید د وطن له ورانۍ لاس په سرشي.
نو که چیرته د طالبانو شته جوړښت تر سمې او کره څيړنې لاندې ونيول شي نو يوه خبره په اسانۍ سره درک کيدای شي چې د دوی په منځ کې روان درز ددې لامل شوی دی څو يي تر لاسته راوړنو زیانونه ډير وي، دا چې پاکستان څو مياشتې کيږي پر حقاني شبکې تمرکز ډير کړی وو او په هره خبره کې به يي سراج الدين حقاني دخيل کاوو شونې ده له دې ورځې به دوی خبر وو چې امریکا به يوه ورځ نه يوه ورځ شته مشر يانې منصور په نښه کوي خو دلته يوه ښه خبره شته او هغه دا چې پاکستان دې موخې ته په رسيدو کې بريالی نه شو او مخکې تر دې چې حقاني د منصور ځای ناستی کړي منصور سر و خوړ.
منصور په سر کې د بريدونو په ډيروالي او په څو جبهو کې د تباه کونکې نښتې له پيل کيدو سره سم غوښتل وښيي چې دی يو پياوړی مشر دی، د طالبانو د مشرتوب وړتيا لري خو کله چې د ملاعمر کورنۍ ناراضه شوه، د قطر دفتر رئيس استعفا ورکړه، د رسول ډله را پورته شوه، په زابل کې د منصوردادالله محاذ سره نښتې پيل شوې، په هرات او فراه کې هدفي وژنې شروع شوې نو د طالبانو نظامي او فرهنګي کميسيونونو درک کړه چې کيسه بل لوري ته ولاړه خو دا چې وخت تیر وو نو کيسه خرابه شوه.
اوس نو طالبان يوازې یوه موکه لري او هغه داده چې نور باید د پاکستان له ادرسه د افغانستان پر ضد د روانې پروسې پر ځای افغاني پروسې ته مخه کړي او خپل مخالفت ته چې تر اوسه پاکستانی رنګ لري یو افغاني رنګ ورکړي او تدريجي د سياست یوه برخه شي کينې شونې ده نه ملاعمرلومړی طالب مشر وو چې مبهم و وژل شو او نه به منصور وروستی طالب مشر وي چې وژل کيږي بلکه دا لړۍ به امریکا، پاکستان او افغان حکومت نوره هم چټکه کړي او کله چې مدير مري نو اداره به تر ډيره په يو متزلزل حالت کې وي.