د حکمتيار صېب امتحان

 
د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې لپاره له يوې مودې راهيسې پټي خبري رواني وې چې تېره اونۍ موافقې ته سره ورسېدل او خبره رسنيو ته هم راووته. د خواله په رسنيو کې د حکمتيار صېب د راتګ په هکله وړ وړ خبري کېږې او هر کس له خپلې زاويې ورته ګوري. راځئ چې د حزب اسلامي، او په ځانګړي توګه د حکمتيار صېب له حکومت سره د يو ځاى کېدو په مثبتو او منفي اړخونو وغږېږو او ځينو نيوکو ته ځوابونه ومومو.  
په حکمتيار صېب غټه نيوکه دا کېدله چې سرزورى دى او جوړ جاړي ته نه کېني خو اوس يې چې له حکومت سره هر څه ومنل او د جنګ لاره يې پرېښودله نو دا نيوکه پرې کېږي چې ولي له داسې ګوډاګې حکومت سره يو ځاى شو چې د امريکايانو لخوا حمايه کېږي. ځواب! د نړۍ داسې حکومت او  ملک راوښياست چې په ځان بسيا دى او د نړۍ د زورورو هېوادونو په مرسته نه چلېږي؟
دويمه نيوکه دا چې څلوېښت کاله يې مبارزه وکړه نو اوس هم بايد ادامه ورکړي، بل له ډاکټر نجيب سره يې روغه ونکړه نو اوس هم بايد روغه ونکړي. د ډاکټر نجيب د حکومت او اوسني حکومت څه فرق دى چې روغه ورسره کړي؟ ځواب! هغه وخت او اوسني حالات فرق کوي، په هغه وخت کې له ډاکټر نجيب سره روغه کول سياسي خودکشي په څېر وه ځکه چې مجاهدينو ته خلقيان، پرچميان او حکومتي خلګ د کفارو په نوم ورپېږندل شوي ول او له هغوى سره روغه کولو ته له نورو جهادي مشرانو او ډلو پرته خپله د حزب کومندانانو هم حکمتيار صېب نه پرېښودلو.هغه وخت هر کس د کابل د  فتح کولو خوبونه ليدل بل حکمتيار صېب او د هغه ډله هم ملايکې نه دي، له هغوى څخه هم تېروتني شوي او ضرور نه ده چې هغه تېروتنه به بيا بيا تکرارېږي.
دريمه نيوکه دا چې حزب اسلامي که په واک کې ګډ شي نو خپل منځي جنګونه به بېرته پيل شي. ځواب !زما په فکر دا ناشوني ده ځکه چې اوس خلګ له جنګونو ستړي دي او بل موږ اوس مجهزه ملي اردو لرو چې په هېواد کې دننه او بهر د وطن دفاع کولاى شي. حزب اسلامي هم  دا منلي دي چې خپل نظامي فعاليتونه به دروي او وسله به حکومت ته تسليموي.
څلورمه نيوکه دا چې حزب اسلامي اوس د مخکې شان زور نه لري، سوله بايد له طالبانو سره وشي. حزب اسلامي ته بايد بېځايه امتيازات ورنکړل شي.
په دې کې شک نشته چې حزب اسلامي هغه مخکينى زور نه لري خو حکمتيار صېب د ملک په هر ګوټ،او هر قام کې پلويان لري او کولاى شي چې د خپلو نظرياتي پلويان په مټ د هر هغه کار مخه ونيسې چې د وطن يه ضرر وي لکه د ښوونځيو سوځول او همداسې نور . بل حکمتيار صېب کولاى شي چې دهغو خلګو له لاري چې مخکې د حزب اسلامي غړي ول خو اوس د طالبانو لوړ پوړي چارواکي دي، طالبان دې ته راضي کړي چې خبرو ته کېني او نظامي فعاليتونه ته د پاى ټکى کېږدي.
د حکمتيار صېب راتګ ته خلګ ډېر هيله من دي او اوس د حکمتيار صېب امتحان پيلېږي. که يې د يو سين ږيري او  مشر په حېث خلقيانو، پرچميانو، په حکومت کې ګډ او له حکومته بهر کسانو ته غېږه پرانيستله، خپلي غلطياني يې په ورين تندي ومنلې او له قام څخه يې بښنه وغوښتله نو نه يواځي دا چې د خلګو په زړونو کې به يو ځل بيا محبوبيت پيدا کړي بلکې ناشوني نه ده چې په راتلونکې ټاکنو کې به حزب اسلامي د ګټوونکو ډلو په قطار کې ودرېږي. د افغانستان راتلونکى يو ځل بيا د حکمتيار صېب په لاس کې دى حکمتيار صېب کولاى شي چې د ځان پرضد شوي پروپاګندا غلطه ثابته کړي او دا به هله وکولاى شي چې افغانستان ،او افغانيت ته ، پر هر څه فوقيت ورکړي. سياست د ملي ګټو پر اساس پيل کړي. د ودان افغانستان په هيله
سيدشاه خروټى