د سراج تاریخي کلا

 
سراج تاریخي کلا د مهترلام په زړه کې پرته ده، ودانېزې چارې په  ۱۳۲۸ کال کې د امیر حبیب الله خان د واک پرمهال   په ۸ جریبه ځمکه کې پيل شوې او  په ۱۳۳۰ کال کې په ښکلې بڼه ودانه شوه، دغه تاریخي کلا چې د وخت په ټولو عصري وسایلو او اړتیاؤ سمباله وه ،یو عصري حمام ، نغاره خانه او د رزم او بزم لپاره يې ټولې اسانتیاوې درلودې، خو له بده مرغه دلسیزوجګړو،تېریو او ناخوالو ددغې سترې تاریخي هستۍ ښکلی مخ هم بدرنګ او  دبچه سقاو (حبیب الله کلکانې ) د واک په اړو دوړ کې په کنډوالو بدله شوه، له هغه وروسته له ثور کودتا نه په مخکې کلونو کې د حسن خان ګردیزي په نوم په ودانیزو چارو مین والي د دې کلا عصري حمام د بندي خانې په بندیانو په بېګار وران کړ او په خښتو یې د لغمان ولایت د مستوفیت ودانۍ جوړه کړه.
د وخت د مسؤلینو دنه پاملرنې او دتاریخي هستیو له ارزښت ناخبرو ښاریانو هم د کلا په پاتې شونو او تاریخي دیوالونو زړه ونه سوځاوه او په ډیره بې رحمۍ سره يې له جګړو پاتې ولاړ دیوالونه رانسکو او خاورې يې دخپلو کورونو او دوکانونو ودانولو ته یوړې.
وروستۍ وضعیت خو يې دومره خراب او بد وو چې ان پکې دکثافاتو،خځلواو چټلیو له امله ګرځیدل ناشوني شوي وه،دبیارغونې لپاره يې دټولو هېلې تقریباً  په ناهیلیو بدلې او  ان ددغې تاریخي هستۍ لمنې د غاصبینو له لورې دغصب دګواښ سره مخامخ وې، خوشبختانه چې ددې خودغرضۍ او قانون ماتونې څخه يې  داوسنۍ سیمه ییزې ادارې رهبري عبدالجبار نعیمي په وخت مخنیوی وکړ.
لغمان  ته  والي په صفت د عبدالجبار نعیمي په راتګ سره ددغې کلا بیارغولو ته د ولایتي ادارې پاملرنه زیاته شوه،ښآغلي نعیمي ددې تاریخي کلا اوبڼ په لیدلو  کلک هوډ  وکړ چې د رغونې لپاره به يې په ټول توان کار ترسره کړي،دنوموړي په وینا چې دیاد تاریخي باغ او کلا د رغولو لپاره به دمرکزي  لوړو پوړو چارواکو،اړوند وزارت  او نړیوالو مرستندویه بنسټو  پاملرنه را جلب  او کوښښ به وکړي چې  له هغوی مرستې ترلاسه  او دا تاریخي هستې چې اوس مهال يې دیوې کنډوالې بڼه غوره کړې دپخوا په څېر په عصري ډول ورغوي.
هغه د لویانو خبره چې ټېنګ عزم،هوډ او سپېڅلی نیت غرونه سوري کولی شي،د سراج تاریخي کلا رغول هم دغره دسوري کولونه کم نه وه،کله به چې په رسنیوکې دسراج تاریخي کلا دبیاودنولو خبره یاده شوه،نو ډیرو ته به یوازې یو شعار او هغه څه ښکاریدل چې ګواکې ترسره کول به يې ناشوني وي،خو دا هرڅه ټول ناسم وه،دسراج تاریخي کلا بیا ودانول چې یو خوب وو په حقیقت بدل شو،د ولایتي ادارې پرلپسې هڅو اوتلاشونوښه پایله ورکړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پراختيايي بودجې پر مټ يې پروژه منظوره چې اونۍ وړاندې يې بیاودانیزې چارې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مالي ،اداري اوګرځندوی مرستیال زردشت شمس له لورې چې سلګونومشرانو  او ځوانانو يې ملتیا کوله دبنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل شوې. چې په راتلونکو دوه کالونو کې به سرته ورسیږي. په دغه دوه کلنه موده  کې به  دتاریخې  کلا ټولې برخې، برجونو  او د دوه مترو په پلنوالي څلور دیوالي دپخوا په څېر  په ښه او معماري شکل ورغول شي
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه تاریخي کلا د بیارغونې د چارو د پیلېدو پر مهال ولس ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ په خپلو خبرو کې تېروجګړه ییزوناورینونوته په اشارې وویل  په ګران هېواد افغانستان کې جنګ جګړو نه یوازې دا چې انسانان له منځه یوړل بلکې زموږ تاریخي شتمنۍ او فرهنګي میراثونه یې هم زیانمن او حتی له مینځه یوړل، چې سراج تاریخې کلا یې ښه بېلګه یادولی شو.
ښاغلي نعیمي د تاریخي ابدو، فرهنګي میراثونو او شتمنیو ساتنه دټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ او دايې دیوې سیمې  د پیژندګلوئ او  تاریخ ښکاروندی وبلل،په همدې اساس يې ټولو ته پيغام ورکړچې دتاریخي سیمو په ساتنه،ابادۍ او ټولییزپرمختګ کې اساسي رول ترسره کړي او په دې سره فرد،فرد ځان دخپلو سیمې دپرمختګ اتل کړي.
 

 

عابد